ليک : مسيح الله (عصام)
د روميانو په قبضه کې دآسيا چې کوم دوه ، درى ښارونه پاتې شوې ؤ عثمانى ميراث وړونکى ارخان له هغوى څخه هغه هم واخيستل ، پدې ډول د آسيا په شمال مغربى سيمود عثمانيانو قبضه وشوه ، ارخان د اروپا سرحد ته ورسيد او ودريد، نورى يې د مخکې تللو فکرپه وختى ډول پريښوده ، دهيواد امورو ته يې توجو وکړه ،
ترشلو کلونو پورې ارخان دشمالى مغربى اسيا څخه د باندې قدم کې نه ښوده ،
کله چې ، دسلطنت کارونه سم شول ، نوارخان په شاوخوا هيوادونو باندې يې خپل نظرواچوه ، دمشرق پلوه ته واړه ، واړه ترکى رياستونه ؤ مخامخ ورته ابناء باسفورس ؤ ، پردغه مهال دروم مسيحې سلطنت زره ، زره کيدو په حال کې و،
دبلقان ډيرى رياستونو دخپل واکۍ بيرغونه اوچت کړي ؤ ، آټالياپرڅو وړو ، وړو رياستونوويشل شوې وه ، چې په هغوى کې دجينوا او وينس په رياستونونکې کې همېشه په خپلو منځوکې سره جنګونه کولو ، اوهغوى ډيرځواکمن ؤ ، ترټولولومړى ارخان داروپاخواته وخوځيده ، اوهغه مشرځوى سليمام پاشا يوازى د ٨٠ بهادرانو خلکوسره په سمندروتيرشو ، چې په يوه قلعه يې بريد وکړ اوهغه يې په خپله ولکه کې واخيسته ، ددغې کار لږه موده وروسته چې د تهريس په سيمه کې زوروبادونه او طوفانونه راغلل چې له امله يې دګيلې پولى جوداکونکى ديوال يا جودايې راوستونکى يوعنصر وغورځيده عثمانيانو دغه موقع غنيمت وګڼله او په ښاريې قبضه وکړه ، د روم بادشاه ورته ارخان ته شکايت وکړ په ځواب کې ارخان ورته وويل ، چې پدې کې زموږ قصورنشته او قدرت ته همدغه منظوره وه ، ارخان غالباً ٩٥٣ ه کې وفات شويدى ، دهغه مشر زوى دهغه په ژوند کې وفات شوي ؤ ، لدې امله دهغه کشرزوى مراد د تخت او تاج وارث شو ، هغه ترټولو وړاندې دتهريس يوانانى په سيمه قبضه وکړه ، بيايې ايډوريانوپل ښارفتح اوتردرياء مرتضى پوى يې خپل سلطنت خپورکړ ، په اروپا کې دمسلمانانوبرياو لامله مسيحې بادشاهان راويخ کړل ، اود عثمانى برياو دمخنوى لپاره يې خپل ، خپل فوځونه راغونډولو سره دهغه مقابلې ته را روان شول ، دغه راز د هنګري بادشاه دچا په حکومت کې چې دپولينډ سيمه هم شامله وه ، د پوليند او هنګرى قبيلو سره له هغوى سره ګډون وکړ ، دبل خوانه ، سربيا ، بوسنيا ، بلغاريه دليشيا او د البانيا نوابانو هم د بلقان د کوهستانونو څخه کوم چې دجنګونو او بهادرۍ له امله شهرت لر ه هم پوځونه د هغوى د ځواکمنه کولو لپاره شريک شول ، اود ايډريانوپل خواته يې خپل پوځونه راجمعه کړل ، دمراد ټول لښکردهغوى په نيمايې ؤ اوپه ښکاره داسې مالوميده چې سيلاب به د عثمانيانو سلطنت د پاڼو په څيرله مخې يوسي ، مګر عثمانى لښکرپرهغوى داسې په زور سره بريد وکړچې ، مسيحې لښکريې ورخطا او تيښتې ته اړکړ، دمسيحې لښکرو خواکې درياب بهيده ، چې ډيرى يې درياب لاهو کړل کوم چې بچ شوې ؤ هغه عثمانى لښکر ووژل او عثمانيانو په مقدونيه وکړه ، اوشمال خواته روان شول ، اود بلقان دغرونوورتيرشول اوپه سربيايې بريد وکړ ، د سربيا حاکم مجبورشو او جزيى يعنې ټکس ته يې غاړه کيښوده ، دبلغاره بادشاه خپله لورسلطانى دربار ته داخله کړه اوامن ورپه برخه شو ، اويونانى شاهنشاه هم دعثمانيانو اطاعت قبول کړ ، څوکلونه و روسته مسيحيان يعنى سربيا ،بوسنيا اوبلغاريه خپل پوځونه راجمعه کړل او د عثمانيانو پرخلاف يې اعلان جنګ وکړ ، البانيه ، هنګرى اودليشيا هم له هغوى سره يوځاى شول ، دغه مهال هغوى خپل پوځونه جمعه کول چې د پولينډ څخه ورته کومکى پوځ راورسيده ، تورى له تورو سره وجنګيدى اودبلقان په ميدانونوکې د وينو رودونه وبهيدل ، بلغاريه سملاسې وسله په ځکمه کيښوده اوپه عثمانى لښکر کې ګډون وکړ ، مګر نورو مسيحې مشرانو همت ونه بايلود ، اود دريا شنتزا په غاړه جمعه شول ، لدې ځايه مراد خپله دهغوى د مقابلى لپاره ورغى اود دښمن دپوځ څخه په څه اخوا يې خپل لښکرجمعه کړ، سليمان ټوله شپه په عبادت کې تيره کړه اود مسلمانانو لپاره يې دبريااو دخپل ځان لپاره يې د شهادت دعاوى وغښتلې ، په سبا د دواړو لښکرو صفونه برابرشول ، دلښکر په منځ کې خپله مرادشتون لره ، ښې اوچپ خوا ته دهغه دواړه زامن بايزيد او يعقوب شتون لره ، ډير ناوخته څرګنده شوه ، چې داد برابري مقابله ده ، اخر مسيحيانو دمسلمانانو ښې طرف باندې په ډير زور سره فشار راوړ اود مسلمانانو دپوځونو قدمونه وخويدل ، ناڅاپا بايزيدچې په جنګ جګړوله امله په يلدرم ( دبريښنا) په لقب مشور ؤ پداسې تيزوالى پردښمن بريد وکړ ، دکوم ترک عسکرچې تښتيدل هغوى بيرته راغلل ، اوس په ډيرطاقت سره يې جنګ پيل کړ، مسيحې فوځ ويريدل او وروسته شول چې دوى وروسته شول نو سملاسې دترک سردارانو دچپي خواڅخه په ډير زور سره ورمخکى شول چې دښمنان يې له ماتى سره مخامخ کړل په عين وخت کې دسربيايو عسکرد سلطان دپوښتنى په کولو ، کولو سره راغي ، خلکوتري وپوښتل څه خبره ده هغه ورته وويل چې يوډيراړين خبريې راوړلى دى ، چې د سلطان څخه يى بل چاته نه شي ويلې ، خلکوهغه د مراد خواته ورساوه ، هغه درسيدو سره خپل تيرد سلطان په سينه کې ورخښ کړ، سلطان دټپي کيدو سره وغورځيده ، او وى ويل زما فکر مه کوئ جنګ جارې وساتئ له هغې وروسته اسلامى لښکر ددښمن څخه چارچاپيربريدونه وکړل چې ددښمن پوځونه يې ورخطا کړل اوهغوى تيښتي ته مجبورشول ، کومه دعا چې سلطان مراد کړي وه قبوله شوې وه دفتح سره شهادت اودولت هم په لاس راغلو .
ليک : مسيح الله (عصام)