پاکستان د قطر پروسې پروړاندې لوی خنډ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حمیدالله فیضي
کابل ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیرې سفر څخه ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې دسولې په اړه کومه بله پروژه لري .اوس لدې لارې غواړي چې افغان حکومت په خپل ملاتړ سره نړۍ ته وښیې چې دافغانستان او سیمې په ثبات کې پاکستان خورا مهم رول لري. په داسې حال کې د پاکستان هڅې د کابل او اسلام آباد د سولې د ګډې پروسې د بیا فعاله ولو لپاره کړندۍ شوي
چې امریکا له طالبانو سره عمل دخبرو اترو پروسې ته داخل شوې او د طالبانو د بندیانو دخوشې کیدا او ددې دواړو لورو ترمنځ د فضا د اعتماد په رامنځته کیدا خبرې اترې رواني دي.اوس پاکستان ډیره هڅه کوي چې له افغان حکومت سره اړیکې ښې
او دسولې ګډه پروسه چې ددې دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان له خوا جوړه شوېده بیاځلي فعاله کړي. دا پروسه د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته په بشپړه توګه ودریده . هغه مهال چې رباني ووژل شو افغان چارواکو ادعا وکړه دغه ځان وژونکی له کوټې څخه راغلی وو او ځان وژونکي ځان د طالبانو پیغام راوړونکی پیژندلی وو چې افغان دولت وویل په دې پیښه کې دپاکستان استخباراتو لاس درلود. خو پاکستان د افغانستان تور رد کړ او وې ویل چې دغه ځان وژونکی په پاکستان کې د افغان کډوالو له کمپونو افغانستان ته تللی و.
خو اوس افغانان سوله غواړي دسولې دفتر که په قطر کې وي که عربستان یا ترکیه کې اما تر ټولو مهمه خبر داده چې تل په افغانستان کې دسولې او ثبات ټینګولو پر وړاندې پاکستان خنډ شوی دی . پاکستان بیا په افغانستان کې د خپلې خوښې سوله غواړي او هرهغه سوله چې پاکستان ته امتیاز، ونه لري او د پاکستان په ګټه نه وي پاکستان به یې هدف رسیدو ته پرې نږدي.ځینې شنونکي بیا چې دافغان دولت کړنو ته ګوت نیونه کوي او وایې افغان حکومت پرته لدې چې د سولې په اړه څرګنده پالیسي ولري دسولې نارې سورې وهي.له بلې خوا پاکستان او افغانستان دواړه حکومتونه په عربستان ریاض کې له خبرو اترو مل�
�تړ کوي عربستان دپاکستان لپاره ډير مناسب ځای ښکاري او افغانستان هم پرې اعتماد کوي خو دا ښه ده چې ریاض هم مخالفت وکړ او وې ویل ترهغه چې طالبان له القاعدې سره خپلې اړیکې ونه شلوي دوی به په ریاض کې ددې خبرو اترو ملاتړ ونکړي ، حال داچې طالبان له القاعدې سره ژورې ایدیولوژیکې اړيکې لري او ددې اړیکو له منځه وړل په اوسني حال کې ناشوني دي . طالبان هم ویره لري که چیرې له خپل تمویلونکي سازمان القاعدې سره اړیکې وشلوي ښایې د دوی بقا هم له ځوړ او بربادۍ سره مخ شي.خو داچې دقطر پروسې څخه ولې پاکستان او افغانستان حکومتونه خوښ نه ښکاري لامل یې دادی چې دقطر پروسه به
په افغانستان کې دحاکم ټیم لپاره ناوړه راتلونکې له ځان سره ولري هغه داچې له هغه کمزوي ټیم څخه چې اوس دمخدرو موادوپه تولید او قاچاق لومړی ځای، اداري فساد کې دویم ځای او همداراز د نړیوالو بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو تورن دی لدغه ټیم څخه واګې واخیستل شي او دنړیوال تفاهم پربنسټ به دافغانانو ترمنځ واک وویشل شي.خو اوس پاکستان بیا غواړي چې د قطر پروسه له خنډ سره مخ کړي او دافغان حکومت له لارې د قطر پروسه اخلال کړي .دپاکستان دبهرنیو چارو وزیرې حنارباني کهر کابل دسفر یوازینۍ موخه هم له افغان حکومت سره د سولې پروسې په اړه هوکړې ته رسیدل دي. پاکستان یوځل
بیا خپل رول څرګندوني دغه ګنګوسې یې هم په لاره اچولي هغه کسان چې قطر ته تللي دومره د اعتماد وړ نه دي او هغه کسان چې په عربستان کې خبرې اترې کوي په هغه کې د ملا محمد عمرمرستیال معتصم الله شامل دی. حال داچې مخکې لدې ددغې ډلې مشري یې ملا برادر په غاړه درلوده چې د پاکستان له خوا ونیول شو . او اوس یې دغه ډلې په د ریو برخو ویشلي چې یوه یې دقطر ډله ګڼل کیږي چې له امریکایانو سره په خبرو اترو ټینګار کوي بله دپاکستاني طالبانو ډله ګڼل کیږي لکه د حقاني شبکه لکه چې دمګړۍ دپاکستان د استخباراتو ترمستقیم څار اوکنټرول لاندې ده او تردې مهاله یې دسولې په اړه هیڅ نه دي و�
�لي او بله یې هم دمعتصم الله په مشرۍ افغاني ډله ده چې دمګړۍ غواړي د عربستان په منځګړیتوب په ریاض کې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي.