محمد نقیب تره خیل
ممکن تاسو به یې بل څه نومه وې،خو زموږ د سیمې پالیز کارو شین ګلې نومولي.شین د خړ او سپېره ضد ده، په ړومبي سر کې دغه نوم د او رېدونکي په ذهن ښه لږیږې ځکه چې زرغونتیا اوسمسورتیا یې سترګو ته انځوريږي.لېکن دا شین ګلی ګياه ترخړتیا او سپېره تیا زیات زړه ځبېښونکی او روح وژونکی دی.پدې چې پالېز کار به د يوخروار هيلو په تمه ځمکه چم چم واړه وي.
په یو قد او قامت به جوې په کې وکیندي. د پوښتو په سر به د جمبړخیالو،بادرنګو..زړي دمنځ او مسافي په مراعت په کې ښخ او په سر به یې ټوپۍ جوړي کړي. دوه میاشتې وروسته به هاغه سپېرې پوښتې په ګردبڼو شخو شنو پاڼو او اوږدو،نریو ابداره،زیږو بویارو چې هربندکې یې غوټۍ او زېړګل بند وي ښکلې شی. څانګې او بویارې به دمینانو په څېر یوله بله تاوو وي،ګڼتوب به دې خطا باسي ته به واې چې یو په بل کې شنې شوی.په کتو یې دخاوند دلاسو تڼاکې او د ټکنده غرمو خولي هېرې شې.بیا د پلتو(بچو)په ليدلو سره یې لاس په خارښت او مچ يې کړي.د بوټو د زور او جوش نه انګېري چې پالېز به زورورحاصل وکړې.اونۍ وروسته به مې د واسکټ جېبو نه له روپیو وپړسېږي.هره ورځ به د جووو په منځ کې ګرځي لکه څه چې یې ورک کړی وي،خو هغه به غوټۍ ګوري چې بچي شوی او بچي له نښه شویو لوټو تېرشوي کنه.
د څښتن یې هغه وخت خواه شنه او زړه وځبېښل شي چې پالېز یې داسې درېدلې او مېخ کړی په نظر ورشي لکه ګلم جمو به چې د ښارنو،ناحیو او کلیو په کوڅو کې پټ څؤ نیو لي وه.په خوله به یې لارویانو ته غږ وکړ او په لاسو به یې وسله ورته سیخه کړه ترهغه څه د شا کسان دې راځي پر ځاي دې مېخ شه،کنه دهغوی تېښته د تا مرګ ده. ښائي پالېزسترګۍ سوي وي پدې ګومان یې خاوند بیا ځان تېر باسي .یو دوه ورځې ترې مرور يږي له پخلاینې وروسته چې ورننوځي څه ګوري همغه شان زبون وهلي وي.د مرض د موندو لپاره یې څنګ او څټ لټوي،که ګوري په خواکې یې لعنتي شین ګلي شک وي.نیمه ګوته یاسمندي پاڼې رواش ته ورته سپینه پنډه څانګه، بوټي ته سریښ وي،لکه د ستوني سرطان چې ناروغ خپک کوي او په کړاو یې وژنې شین ګلي هم ورته بوټي تر ستونې نیسي او وچه وي یې. د هغه په ليدو د پالېز کار شونډې وچې او رنګ یې زېړ شی لاسونه مروړي دنګ ورته پاتې شي.
د ګاونډیو په استخباراتي فارمو کې قلمه شوي او روزل شوي شین ګلي چې پر افغان واکمنۍ کې ۱۸کاله پخوا نهال شوي وه.څلور کاله یې د ملت په ستوني داړې خښې کړي وي.رعایت چې څومره کړېده هغوي هومره زیات مستېدل عوامو له حیا نه سوڼ نه کوه دوي له بې شرمې نړۍ خبره وله. ولس پخپل مال خوله یې ور پټوله خو بې ننګو عفت یې هم غوښته.عزت چې د افغانیت روح او جوهر ده. نو د هغه د ساتلو په خاطر ولس طالبانو ته مټ ورکړ د څلورو میاشتو په دننه کې یې ټول شین ګلی په ټول ملک کې للون کړ.پوره پنځه کاله مړا وي وه.
مثمر بوټې په اندکې ښورېدا وچیږې لیکن ارزه ګياه که دڅارويو په خېټه کې فاضله هم شي یا یې خزلې باد او بارران خندکو او ډېرانو کې ډېرۍ کړي وي په مجردې چې هغه حیواني سره پټي ته ورسېږی او یا لمر وهلې او سولېدلې ډکي له ډېرانو واپس شمال کروندې ته وېسي بیا هم شنه کېږي . دسیمې او نړۍ په استخباراتي لابراتواروکې سیاسي شین ګلیان امریکایانو او انګرېزانو له خندکو او ډېرانو نیم ژواندی راوه اېستل او په کرونده کې یې تیت کړه. کرزي خاشې خاشې راټول او ېو ېو یې په الله او بسم الله په لمن کې واچول د ولسوالیو ولایتو او وزار تو په ګلدانيو کې نهال کړل.د پغنه ئی بېل نه پس یې سرې او اوبو کولوته ډۍ سو. للون یو دم وزوقېده. له بې حده مستۍ یې بجګي شرق غرب شمال جنوب ته خواره او د پالېز په سر څپولې سول دبوټو هډ یې وځبېښه او لغړ ډکي يې وګرځول.د پالېز په رژېدنې او دللون په سمسورنۍ د کرزي زړګې یخ نشو په شین ګلیانو باندې یې د سودا ګرۍ او د امنیتي کمپنیو قراردادونه،دبیارغونې ټېکې او د انجوګانو دجواز ورکولو امتیازونه پېرزو کړل، دزور او زر په خلعتو یې پرعرب،عجم پر یهودي اوعسایې پرهندو او بودا یئ وپېژندل.
فارمي للون خو پالېز ګړوت کړ اوس یې د پټي خوړلو ته لړلې. که کرزي ځان د پټي باشي او اجاره دار نه ګڼي .د محصول په څېر يې پر ځمکه هم زړه بایللی وي، د شین ګلیانو په وړاندې دې په زرګري جنګ او کنایه ویناوو ملت د تېر لسو کالو په شان نه غولوي. ځکه نن هغوی نه په پټکو بېرېږي او نه په انعامو اصلاح کېږي. يوازنۍ دعلاج لاره یې داده څنګه چې پرون یې د ګوتو په څوکو نهال کړي.نن دې لاسونه په ناړو لامده او ېو ېو دې قؤده کړی. بوډ بوډ دې وباسې. که یې چغ پغ اېسته او شوکارې ېي اچولې بیا دې خوله وسپخوي ټول رازونه او دسېسې ئې ملت ته رسوا کړي.که د خاورې په دفاع کې کرزي خان ووژل شي. نوموړی به د لوی آرمان شهید ونومېږي او ملت به یې دوعاګوي و ي.
په درناوې. محمد نقیب تره خیل ۲۰۱۲-۰۱-۳۰