ليک : مسيح الله (عصام)
دا پلټنه په يو اولډهوم ( دبوډاګانوکور) کې شوي او دې توله نړۍ کې د نفسياتويافشارونو مخ بدل کړې چې موږ کې ډيرى وګړې ددې تجربواو پلټنو په اړه څه مالومات درلودل ، ولى چې زموږ په ژوندکې دامنيت اوبرياو خوښې نه ترسترګوکيږي ، که موږ سرله نن څخه دخپلى موخې غميزه بآندې پوهه شو ، نو زموږ د ټول ژوند انځوربه بدل شې ،
پروفيسرهغوې ته بوټې وسپارل اود دواړو ګروپونود کړنو پلټنې يې پيل کړي ، دګروپ اول زړو وګړو خپله دنده پيل کړه ، په هغوې کې څو زړو ميرمنواوبوډاګانو بوټوته اوبه ورکول پيل کړل ، چاهغوى للون کول ،چاسره ورکوله ، چاهغه بوټې د موسمې د اثرڅخه ژغورل ، چا د مچوماشواو مرغوڅخه ژغورل ، پروفيسر ددغه وګړو په بدنونوکې بدليدل محسوس کړل هغه ليدلې ؤ چې د بوټوورکولوڅخه وړاندې به هغوې ټوله ورځ په بستره تيره وله ، هغوې به په مامولې خبروباندې يوله بل سره خفه کيدل ، اوبدخويه به هم ؤ په مالومې خبروبۀ يې يوپه بل باندې ډيره سخته غوسه کوله مګر د بوټود ورکړى وروسته دهغوې مزاج ( خوي ) بدليدل پيل شو، هغوى خوش اخلا قه شول ، هغوى ديوبل څخه سربيره د طبى وګړو سره هم په خوږه ژبى خبرې کول پيل کړل ، هغوې ته د مخکې په پرتله ولګه ورته هم ډيره لګيده ، هغوې د بسترى دپاڅيدو سملاسې هواخوري هم پيل کړه ، اودهغوى به دوايانو بآندې انحصار کې هم توپير راغې ، دهغوې په دردونوکې هم کموالې راغى ، هغوى په بدنى کچه هم برابرشول ، اودهغوى په مقابل کې دويم ګروپ په ژوندکې هيڅ فرق پيداشوې نه ؤ ، هغوى به ټوله ورځ په بستره بآندې پراته ؤ دطى کارکونکواوپه خپلو منځوکې هم جنګونه کول دغه پلټنه تريوه کاله پورې دوام وکړ ، پروفيسر چې کله يوکال وروسته د دواړو ګروپونو مهالويش جوړکړ نوهغه ډيرحيرانونکى ؤ ، داولنۍ ګروپ وګړو د دويم ګروپ په پرتله په بدنى اوطبى پلوه ډير ښه او مخکې ؤ ، اودهغوى د وفات کيدو کچه هم کمه وه پروفيسر داهم وليدل چې ګروپ دويم کې د ٣٠ سلنه دګروپ اول مريضانواوبوډاګانو په مقابله کې مړه شوې هم ؤ چې دا يوه حيرانونکى پلټنه وه ، اوپه اخرکې پروفيسرپايله روښانه کړه چې د اول ګروپ وګړو تهدژوند موخه يعنې مقصد ملاؤ شوې ؤ اود دويم ګروپ وګړو کومه موخه نه درلودله ، دغه راز دهغوې په طبى او نفسياتې حالت کې کوم توپير مخې ته رانغلې ، دپروفسر په وينا ژوندکله دکوم بل ژوندبوج اوچتوى نودهغوې په قوت برداشت او همت کې ډيروالې رامنځته کيږي ، د اولني ګروپ ژوند هم ښه ښکارې او مضبوط هم وى که چيرته موږ دخپل ژوند مطالعه په دغه پلټنوکې وګړو نوپه هغى کې د ټولو خطاو ، نقصاناتو اودفشارونو ځواب ترستوګوکيږي ، که چيرته موږ کې دکومې موخې ترسره کول پيداشې نو زموږ په قوت مدافعه کې هم ډيروالى راتلاشې اوزموږپه بدن جسم کې هم طاقت راتلاى شې ، اوزموږ پهخوى کې هم ښه والې رامنځته کيداى شې ، که چيرته په موږ کې دموخې عنصرنه وې اوموږ دا احساس کووچې موږ څه مقصدؤ هغه موپوره کړې دي ، نولدې وروسته موږ خپل ځآن د زمکى يوبوج گڼو اوهمدغه سوچ اوفکر موږدمرک تربستره رسوي ،
دبى موخيتوب نشتوالې زموږپه بدن ، زړه او مغزوکې يوه خاليګا رامنځته کيږې ، ياده خاليګا په قلاره قلاره له د ننه څخه موږ د خالى کدو په څيرکوې ، چله هغې وروسته موږ د بيلابيلو مرضونوپه يوکوربدليږو.
تاسوبه ډيرى چارواکې ليدلې وي چې د تقاعد څخه وروسته ډيرژرد بوډاوالې ترسرحده رسيدلې وي ، په دنده کې هغوى ډيرترو تازه ښکارې مګرکله چې دهغوې دژوندبى له کومې موخې تيريږي نوله امله يې انسان ډير ژر بوډاکيږي ، په هغوى کې نوى سلنه ږيره پريږدى اوپرتندو يې د محراب په ډول نښې ترسترګوکيږي ، ملا کې ښکته والې رامنځته کيږي ، دسترګوديد يې هم کم شې ، سهار ، غرمه ، ماښآم پنځه پنځه ګولۍ خورې لنډه داچې نوى تقاعدشوې وګړي د يوه کال وروسته دهغوى ملګرې نشې پيژندلې.
بله ډيره خواشينه ونکى زما په اند خبره داده چې دافغانانو په ټولنه کې ترټولو لويه مسئله بى موخيتوب دى اوبله بدقسمتې موداده چې موږ افغانان ډيرګرم هم نه يو ولې چې هيواد مودشاوخوا دريو لسيزو پورې د نړۍ والو فيلانو دغوبل ميدان دى چې هم دغه کارلاهم دوام لرې او دختميدو هيڅ امکانات يې نه سترګوکيږي .
ديوه سيانسپوه په اندچې په نړۍ کې په سلو وګړو کې يې دوه داسې وګړې دې چې په فطري ډول دهغوى سوچ اوفکر د نورو اته نوى وګړو څخه ډيرکارکوې يعنې نابغه ډوله وى
پدې خبره که چيرته فکروکړاى شې دا خبره دافغانانو په هکله ناسمه ښکارې که هريو افغان ته چې مامولې زده کړې يې کړي ياده پلټنه ناسمه کيداى شې دليل پدې خبره دادي چې دافغانانو اوسنۍ نسل ډيرپه تکليفونو کې لوى شويدې که چيرته دوى ته لږه زمينه برابره کړاى شې نودوى په ژوندپه هرډګرکې برياوى موندلې شې چې يوه بېلګه يې په اوسنى وخت د افغان ملى کرکېټ لوبډله هم يادولى شو هغوى د شلو کلونوپه مزل په پنځه شپږوکلونوکې وهلې اودانورې بى شميره بيلګې شتون په افغانانوکې چې کومې وړتياوې دي په نورو ټولنوکې داسې نه ليدل کيږي .
خبره کيدله دټولنې د بى مقصدۍ کله چې موږ کوچنيان ؤ زموږ ژوند بى له کومې موخې تيريږې ، موږ ځوانان کيږو او موږ زړيږو مګر زموږ د ژوند بى له کومې موخې تيريږي موږ له کوچنيتوب او ځواني يوازى په تعليم کې تيره ؤ تعليم موږ ته لوړې زده کړې راکوي ، او پدې اساس موږته دنده راکول کيږي ،لوړې زده کړې دنده او تعليم زموږ بدن ، فکر او زموږ په روح کې جذبى نه رااوچتوى موږ ددې بى موخيتوب له امله په ژوند کې ستړى کيږو ، پرموږفشار او په مامولې خبروباندې دحد څخه وځو تاسوبه ددې هيواد افغانستان کې د ځينو وګړو مخونو کې يوه ځانګړى بې زارې ليدلې وې اوهمدغه بى زارې په اصل کې دموخې نشتوالې وى موږ ټول وګړې له دننه څخه خالى شوي يو اوهمدغه خاليګاو موږ د رواني بيمارۍ سره مخ کړي يو ، موږ له يوبل سره په ورين تندى نه مخامخ کيږو موږ کې ترننه پورې ځانى ، اوقومى ژوند کې کومه موخه نه ترسترګوکيږې ماته يقين دى که سر له ننه موږ که دخپل ژوند کومه يوه موخه وټاکو اګر
که هغه ګل کينول ولى نه وى ؟
خپل چاپيرال ساتل ولى نه وى ؟
ياد په ژړا ماشوم خندول ولى نه وي ؟
دلارې څخه د يو ازغې لري کول ولي نه وې ؟
نودا باور لرم چې ترسبا به زموږ دژوند انځوربدل وي ، له ډاکټرانوبه هم وژغورل شو اوپه بوډاوالې چې بيا چارپياو او چرګانو د سپکى سپورې وايو له هغې څخه به هم وژغورل شو
ليک : مسيح الله (عصام)