سلام خان
دافغانستان ولسمشرحامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کي د پارلمان د غړو و غونډې ته وویل چی:په نږدې وخت کې موږ د حزب اسلامي د یو پلاوي سره خبرې اترې وکړي. خو هغه په دې اړه څه ونه ویل چې دغه خبرې اترې څه وخت تر سره شوي دي ،کرزي په خپلو خبرو کي زیاته کړه:په دغو خبرو اترو کې دواړو خوا خپل نظرونه د ورورولي او دوستي په فضا کي څرګند کړل.
،اسوسیټیډ پریس د حکمتیار د زوم غیرت بهیر له قوله لیکی چې د حزب اسلامی په نماینده ګۍ یی د امریکی د متحده ایالاتو چارواکو هر یو ډیویډ پتروس (پخوانی د ناتو قواو عمومی قوماندان او اوسنی د سې آی ای ریس) سره او همدا راز د دغی میاشتی په اوایلو کی یی د امریکی له سفیر ریان کروکر او د امریکی د قواو موجوده عمومی قوماندان جنرال جان الن سره لیدلی دي،غیرت بهیر په اسلام اباد کی د خپل کور څخه تیره هفته د اسوسیډ پریس سره په یوه مرکه کی ویلی دی چې اسلامی حزب اوس یو حقیقت دی چې څوک تری سترګي نه شی پټولای. بهیر ویلی دی چې پخوا به امریکی او د افغانستان حکومت کوښښ کاوه چې حزب اسلامی دومره مهم ونه ګڼي مګر اوس دی نتیجی ته رسیدلی چې ددغه ګوند نه پرته صلحه نشی راتلای،بهیر همدا راز ویلی چې امریکایان غواړی چې حزب اسلامی وهڅوی چې تر څو د افغانستان په سیاسی پروسه کی شامل شي او موجوده د افغانستان اساسي قانون او امنیتي قواوی ومنی. مګر حزب اسلامی یو لړ ملاحظات په اساسی قانون کی لری او د یو آذاد کمیسون لخوا چې ټولو ته د منلو وړ وی د اساسی قانون د سره کتنی غوښتونکی دی،بهیر همدا راز اسوسیډ پریس ته ویلی چې حزب اسلامی د افغانستان د موجوده امنیتی قواو د منلو مشکل نه لري، مګر هغه مشکل چې یی لري هغه دا چې د ناتو او متحده ایالاتو او د متحدینو قواوی دی له افغانستانه ووځی
لکه څنګه چې اوس مخالفین او د ښاغلی کرزی اداره او خارجی متحدین یی اوس دغه نتیجی ته رسیدلي دي چې جنګ د حل لاره نه ده، نو امید دی چې د موجوده د صلحی د خبرو په نتیجه کی چې د طالبانو سره په قطر کی کی کیږی او د اسلامی حزب له نماینده ګانو سره په افغانستان کی کیږی د دایمی صلحی لپاره چې دغه جنګ ځپلی ملت ورته په کلونو کلونو تږی دی لاره همواره کړی
د۲۰۱۲ کال دجنوري میاشتی په ۱۸ نېټه،مازدیګرمهال دآلمان دسوسیال ډیموکرات ګونددنړۍ وال سیاست،سولې اوپرمختیاکمیسیون اودافغانستان دسولې،بیارغونی اوکلتوردکمیټې ګډه غونډه دبرلین دپارلمان په ودانۍکې جوړه شوی ؤ،دسوسیال ډیموګرات ګونددلس ګونوغړوبرسېره،افغان پیژندل شوی حقوق پوه ښاغلي استادروستارتره کي،دآلمان له نوروښارونو څخه راغلوافغان سیاست والو،برلین میشتوافغانانواومحصلینوپه دې غونډه کی هم ګډون کړی ؤ،په دې غونډه کی په افغانستان کې په روان کړکیچ،په افغانستان کې د(آیساف)،دوظایفو او دالمان دنظامی قواوودماموریت په باره کې هراړخیزبحثونه وشو،په غونډه کی تر۲۰۱۴وروسته کله چې دآلمان پوځیان له افغانستان څخه وځي، دافغانستان دملکي حکومت دملاتړلپاره څنګه پالیسي غوره شي. دوی ته مهمه مسئله دافغانستان بودیجه ده چې افغان حکومت نه شي کولای خپله بودیجه دخپلوکورنیوعوایدوله لارې ترلاسه کړي. ددوی سره ترټولولویه اندېښنه نظامي بودیجه وه چې څنګه وتوانیږي دافغان حکومت سره په دې برخه کې خپله ستراتیژي تدوین کړي بحث شوی د
په تېره میاشت کې دځینوافغاني سیاسي کړیوپه هغه غونډه هم خبرې وشوې چې په برلین کې د(آسپین انستیتوت) له خواجوړه شوې وه. دسوسیال ډیموکرات ګوندغړو دغه غونډه داهمیت وړ ونه بلله اوپه ډاګه یې کړه چې په دغه غونډه کې افغاني اړخ دټولوافغانانواستازیتوب نه شي کولای،ترډېروبحثونووروسته دوی په یوه خوله وویل چې دافغانستان دکړکېچ یوازینۍحل سیاسي حل لاره ده اوبایدټولې هلې ځلې دمخالفووسله والوسره دسولې پر پروسه متمرکزې شي،آغلې لیلاچې دفرانګفورت څخه دهغه ښاردښځودټولنې په استازیتوب راغلې وه،دموضوع اړوندیې خبرې وکړې. هغې په هېوادکې دننه دښځودحقونوپرحالت رڼاواچوله اوزیاته یې کړه چی دبهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به دشځو حقوق بیرته تر پښو لاندی نه شی،
نوموړې زیاته کړه،چې بهرنیوکړیوڅودګوتوپه شمارجنایتکاران په افغان ولس برلاسي کړي اوترڅوچې دوی خپلې دغې ناوړې کړنې ته دپای ټکی کې نږدي دیوباثباته افغانستان جوړول ممکن نه دي،میرمن الهام مسعودآزاده ژورنالیسته اودفرانګفورت ښاردښځو د ټولنې غړې هم بله ویناواله وه چې دموضوع اړوندیې اوږدې خبرې وکړې . د نوموړې خبرې ډېروبرخه والوته په زړه پورې وې . هغه دښځودحقوقوپه هکله سخته ناهیله وه اوپه افغانستان کې یې دښځودحقوقوپایمالول چې دډېرپخواڅخه جاري دي داندېښنې وړوبلل.
ډاکټرعثمان تره کی دغونډې ځانګړی مېلمه ؤ هغه هم خپله عالمانه وینا ګډون والو ته واوروله،چې دوینا ځینې برخې یې دلته را اخیستل شويدي،که دشوروي اتحادواحداومتجانس پوځ په دې باندې بریالی نشوچې افغانستان لاندې کړي،په ډاګه ویلای شوچې دناټوکثیرالاضلاع اوغیرمتجانس پوځ هیڅکله دجګړې دلارې خپلومقصدونوته رسیدلای نشي. دوسله وال مقاومت سره خبرې اترې چې اوسمهال ترلاس لاندې دي دجګړې دپای زیرئ ورکوي اوددې زمینه برابروي چې،،دافغانستان دننه سوله اوسیاسی ثبات بر قرارشې،دجګړی لګښت بیا رغونی ته ځانګړی شې، دافغانستان ملي واکمني تأمینه شي،کوم پښتانه چې دډیورندپه دواړوخواووکې دوسله وال مقاومت دملاتیرجوړوي، د دوی سره پخلاینه، د دې لامل ګرځي چې دپښتونخواپه سیمه کې د ناټو د لوژیستیکي لارې امنیت تضمین شي،دلنډې مودې په ترڅ کې چې ناټوپه افغانستان کې نظامي حضورلري، د جګړې استقامت د تروریزم اصلي مرکزونوته را اړولای شي،افغانستان به دې ته چمتو وي چې دیومتساوي الحقوق پارتینر په دریځ کې دخپلوملي ګټوپه نظرکې نیولو سره، د بهرنیوقوتونو، لنډ مهال حضور ومني، په دې شرط چې دغه حضور د کورنیو او نړیوالو قوانینو په درناوی او د یو ملي واکمني له لاری تنظیم شي . ملي واکمني به د وسله وال مقاومت په توافق دناپېیلو تکنوکراتانو په ترکیب د یو لنډ مهاله حکومت دلاری تمثیلیږي،په افغانستان کې د ناټوحضور په سیمه کې حساسیتونه راپارولي دي. افغانستان د نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو او ټکرونو په میدان بدل شوی دی. خو لنډ مهاله واکمني به دنده ولري چې دبهرنیانو لنډ مهال حضور د سولې او د سیاسي ثبات سره وتړي،د ناټو پوځونه د افغانستان په جګړه کې دبې شمېره جنګي جرمونوپه ارتګاب تورن دي اود غیر عادلانه جګړې د پیل او دوام له امله د جګړې د تاوان اړخ ګڼل کېږي. په افغانستان کې ناټو د خپل راتګ سره د یو مرکزي پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه نیولې. جګړې اوبې ثباتۍته یې لمن وهلې ده. ناټوسیاسي او اخلاقي دنده لري چې دخپل پوځونوپه ایستلوسره دسولې اوسیاسي ثبات خاوندافغانستان، افغانانو ته وسپاري،ځینوافغاني سیاسي کړیودې ته چمتوالی ښودلی دی چې دسولې د یومنظم پلان چې په کې دیولنډمهال حکومت جوړول ځای لري دجګړې اړخونوته وسپاري اوپه عملي توګه دسولی په پروسه کې رول ولوبوي،پای سلام خان