دسیا سیونو (مبارزینو) دیوالي په هیله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالقیوم
هغه اشتباه نه کوي ،چي کار نه کوي.
راځي دبشرتاریخ ته وګرو،دانسان دپیداښت څخه زرګونه حتی میلیونونه کاله تیر یږي.دخپل موجدیت له لمړي ورځي انسان مصرف دي ،دخپل استعداد ،پوهي ،جسمي اوبدنې  زور برابر دمادي نړي پرمخ دموجوده اشیأ ووڅخه دځان په ګټه استفاده کوي. په ټولنه کي دټولنې دافرادوترمنځ اوهمدارنګه د ټولنیزو ،سیا سي اواجتماعي لانجو دراپیداکیدو
په صورت کي وهغوي ته دحل لاري لټوي،خو دسیاسي مسائلو اوپرابلمونو دحل لپاره ترهمدا اوسه پوري داسي فرمول اوقالب ندي  جوړ کړل  سوي چي دهغه په مټ دي داوسنې زمانې انسانان وکولاي سي دټولني هره ناخواله هغه ته واچوي  اوسمه نتیجه دي ځیني پلاس راوړو، بل خبري اسانه اوآرزانه دي ،عمل سخت  اوګران دي .دا پدي چي هر ټولنه په خپل نس کي ځانکړي،جلأ جلأ خصوصیات اوملاحظات لري اوتردې لاهم مهمه داچي هر انسان ځانګړي احساس اوده دټولنې څخه دنور انسانانوسره برابر ه زده کړه اودرک نه لري . دا رښتیاده چي لمړی دمځکي پر مخ انسان  تیت پراته دي ،دمځکي هره برخه جلأ آب هوا لري،ګرمي ،سړی او معتدلې ساحي لري .اوبه،دښتي ،غرونه ،ځنګلونه،ریګونه ، دغه طبیعیت ،آب هوآ دي چي مستقماً دانسانانو پرجسم ،رنګ ،پوست ،مغز اوفکر آثر ښندي.نو دا اویو شمیر نور علتونه اوعوامل دي چي دهري ټولني  عقیدتي ، اقتصادي ،سیاسي ،کلتوري،مذهبي  اوژبني علایق يې جلأ کړي دي.تر اوسه لاموږ (افغانان)  اودمتمدیني ټولني تر منځ لوي واټن  سته. سره لدي چي زموږ یوشمیرافغانان وروڼه پرحق  اوشمیرنورچي ........ دخپلو نومونو مخ اوشاه ته درانه القاب لیکو لکه (پرفیسور، پوهاند،ډاکتر........ اونور) اویا دهیواد بهر په خارج (اروپا ،امریکا،کاناډا اونورو هیوادو ) ته راغلو اوکلونه واوسیدو ،پطلون،نیکټا ئې ګانې موپریمانه زاړه کړل ،تلویزون ،موټرونه ،موبأ یلونه ،کمپیوټرونه  مواستعمال کړل. دپردیو هیوادو ژبې موزده کړي ،خو دفکرپه لحاظ  لا دهغه خپلې بدوي ټولنې  منفي خصوصیات راسره مل دي. دازموږتروس وتلۍ خبره ده،ځکه زموږروابط،زموږکورنې مناسبات،زموږکلتوري،مذهبي  اواجتماعي  مؤقف په پردي ټولنه کي هغه قوي دیوالونه دي چي له هغه اوښتل سلګونه کلونه غواړي. پر خپله خبره اونظر عاشقان،دبل دسمي اوناسمي خبري داوریدوحوصله نه لرو،مقابل لوري ته معقول جواب اوپه صمیميت اړیکي نسو ساتلاي. ځان غوښتونکي ،ځان خوښونکي اوپه خپل څنګ کي دخپل نظر مخالف څه چي موافق  څوک هم نسوو زغملای.دازموږ لویه نیمګړتیا  وه اوده، یعني دخپلو زده کړو مو په عمل کي ګټه نده  پورته کړيې.دتعلیم سره چي تربیه مل اوملګرې نه وي نو دبې اودسه لما نځ په اندازه سواب هم  نه لري.دهيڅ په هیڅ څخه نو اصلاً (هیڅ) هم پلاس نه سو راوړلاي.کله چي دکار کولوسره اشتباه ملګرې وي،نو پس قوي ماهرین اومتخصیصین  لږ اشتیباهات کوي،نور تردوي څه زیات.اشتباه ،سهو،خطا دري واړه غلطي ګانې دي.نه «خیانت». اشتباه ګانې قابل داصلاح اوعفې دي.زما خبره هغوته متوجی دي چي لايې په زړونو کي دوطن دآبادي ،آزادي او سمسور تیا هیلې ژوندي دي.عمومي ښیګڼي،عامه ګټي،دعصر اوزمان تقاضا. ملي اوبین المللي شرایط ټول داایجابوي ،چي دافغانستان دننه اودافغانستان بهرټول افغان (سیاسیون) او بیا په خاصه هغه سیاسیون چي دسیاست لوړي اوژوري يې وهلي اولیدلي دي.لاسونه يې پاک وه، دتروستانو ،القا عدو،مافیائې ګروپونو،دپاکستاني ،ایراني ،چنائي ،روس،اروپا اوامریکا يې جاسوسي  شبکو دلاس اله نوي.باید بیله هرډول تعصب لکه(ژبني،سمتي،قومي ،ګروپي) تمایلاتو سره متحد خپل هیواد اوهیوادوال دآبدي اوآسارت  څخه خلاص ژوند ورپه نصیب کړي.عملي لاره يې اسانه اوساده، داسي بیله امتیا زه هریو شخص ته افغان خطاب وکړي دځان سره ورته په مساوي حیثیت قائل وه اوسۍ .هرڅه په رایه اوانتخاب جوړول اُصول دي.