مسيح الله (عصام
دمعتصم په زمانه کې ظلم اوامام احمدبن حنبل رحمه الله عليه
د دريمې پيړۍ پيل شوې ؤ د دوهمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې دهارون الرشيد په ژوندکې چيف جسټس ( قاضى القضاة ) امام ابويوسف وفات شوې ؤ ،دهارون الرشيد دتخت د سمباولوواله امين الرشيد يوازى د پنځه کلونو وروسته ومړ ،دامين پرځآى دهغه وړوکى ورورمامون الرشيد دخلافت عباسيه اوم بآدشاه ؤ چې پرتخت کيناست ،
يادقاضى القضاة محکمه وه ؟ ياپه بغداد کې دايتنهز ،روم اوياپه قاهره کې دشاهانو د محکمومنظره وه ؟ هرڅه د امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه پروړاندې ؤ خليفه د امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه دويره ولو لپاره دهغه پروړاندې دوه تنه ووژل ، پدغه محکمه کې قانون ، اخلاق ، اجماع ، قياس ، استنباط استخراج اواجتهاد هرڅه د خليفه معصتم اود هغه د قاضى القضاة په واک کې ؤ ، مدعې و استغاثه ،وکيل ،عدل ،محکمه ،منصف اوقانون يوخوا او يوازى ٥٤ کلن امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه بل خوا ...... امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه دخپل موقف پرخلاف دالله دکتاب اودهغه درسول کريم صل الله عليه وسلم يوازى د يو واضحه دليل غوښتنه کوې .... مګر خلافت ،دوخت په محکموکې ضدکونکو اودرباريانو يوازى پر ضد سره په خپل موقف صحې ګڼه اوپرخپل ضد،عناد ولاړؤ خليفه دامام احمدبن حنبل په دلائيلو اوريدو سره لږنرم شو ،مګر قاضى القضاة هغه په ضداو عناد کې راوستلو ورته وويل چې خلک به څه وايې چې معتصم دخپل ورور اود مخکنې خليفه اميرالمؤمنين هارون الرشيد د مسلک څخه واوښتى تردرى ورځوپورې محکمه روانه وه ، په محکمه کې دروڼ او قاطعو دلا ئيلو پرځاى بآندې د فلسفيانو دخبرو قيصې بيانيدلې .
امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه وايې چې په دريمه ورځ مايوه جامه راوغوښته اوهغه مې دخپلو پرتو بيړيو څخه لاندې واغوستله که چيرته سخت وخت راشې او عورت مي ښکاره نه شې ، په دريمه ورځ چې امام صاحب رحمه االله تعالى عنه دربار ته راوستل کيده نوپه لاره کې دځينې خلک د تورو سره ولاړ ؤ دچاپه لاسونوکې کوړى وي اود خليفه دربار له خلکوڅخه ډک ؤ مګر په دربارکې نوى خلک ډير ؤ په تيرو دوه ورځوکې دامام صاحب د دلائيلو اوريدونکو وګړو څخه ډير کم خلک دربار ته پريخودل شول ، امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه ليکې چې زما اواز په ټولو خلکوبآندې غټ ؤ مناظره کونکو بحثونه کول او امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه يوازى يو واضح قرانې او ياهم د حديثوپه رڼاکې يودليل غوښته ، خليفه معصتم يوځل بيا نرم شو چې په هغې سره يو وار بيا ابن ابى داود معتصم په غيرت او عناد کې راوست اوترى وى پوښتل آيا ته دمامون دمسلک څخه وروسته کيږي ، چې په اوردو سره خليفه معتصم ډيرغوصه شو اود خولې څخه يې داسې ټکي ووتل ، هغه ونيسئ ، رايښکئ ، او دهغه لاس را اباسئ خليفه پدي ويلو سره پخپله چوکۍ کېناست ، لدې وروسته د کوړى ورکولو واله راوغوښتل شو ، يوتن به په ډير زور سره امام احمد رحمه االله تعالى عنه ته دوه کوړى ورکولې اوپرځاى به يې بل د کوړى وهلو واله راته ، دهرى کوړى وهلو سره وروسته به خليفه دامام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه څخه د دخلق قران دعقيدي په اړه پوښتنه کوله اومام صاحب رحمه االله تعالى عنه به دالله دکتاب اود حديث يوازى يودليل غوښتنه کوله ، دهغې په ځواب کې به خليفه جلاد ته امرکوه چې په ټول طاقت ورته کوړى ورکړه ، پردغه مهال امام احمد بن حنبل رحمه االله تعالى عنه بيښوده شو، په دغه حالت کې يې هغه په پړمخې وغورځاوه اوپه ډيره بى رحمۍ سره يې په خپوباندې ومږه ( په خپوورباندې وخښل ) .
محمدبن اسماعيل وايې چې امام احمد بن حنبل ته داسې کوړې ورکړې شوې که هغه کوړې فيلانوته هم ورکړاى شوې وايى نوهغې به بغارې کړى واى ، په کومه ورځ چې امام احمدبن حنبل وهل کيده نوپدغه ورځ هغه روژه په خوله ؤ يوداسې روايت هم راغلې دى چې هغه ٨٠ کوړى ورکړل شوې اوتر ٢٨ مياشتوپورې قيدى کړاى شو ،نوبيا څه وشو داسې وشول له معتصم څخه وروسته دهغه ورور واثق په وخت کې هم دغه ظلم روان ؤ مګرکله چې دمعتصم زوى متوکل خليفه شو نوهغه دقران کريم دمخلوق د ګڼولو پرحکم بنديز ولګاوه چې پدغه ډول د امام احمدبن حنيل دکلک عزم پروړاندې معتصم ، اودهغه قاضى القضاة ابن ابى داود کړنې د تاريخ په باطل دانى کې وروغوځوله ...
امام احمد بن حنيل دخپلې زمآنى ترټولو لويوبادشاهانوسره په يوازى توګه مقابله وکړه او سرلوړى شو .
اوازه خليل ، تعــــــميرکعبه نيســــــــت
مشهور شد ازان که درآتش نکونشست
ليک : مسيح الله (عصام)