دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
شپاړسمه برخه
داخراب کوټی دی،چې دخوږېدو(ټپي کېدو) نښې ونه لري.
پرکوټي مه سپرېږه اوبل سړي ته دخپلې مېرمنې ستاينه مه کوه.(اسپانيا)
خبرې
ښې خبری لار لنډوي.
پسه اووری
پسه سکولي (وړۍ يې غېچي کوي)،مګرنه وزه.
څومره چې پسه زوړوي، هومره يې وړۍ پېړې وي.(اووم پيدر)
کله چې پسه ځان دشپون په لاس ورکړ،بايدپرېږدي چې وړۍ يې غېچی کړي.(بلجيم-والوني)
يو پسه بهرپېړې وړۍ لري،خوکورته زياتره سکولدلی(غېچی شوی)راځي.
سړی بايد خپل پسه وسکولي،نه چې څيرې يې کړي.
کله چې يوپسه په اوبو پسې وځغلي نوټول ځغلي.
کوم ګډه چې زياتې رمباړی وهي (بع بع کوي)،لږې شيدې کوي.
يو ناارامه پسه ټوله رمه ناارامه کوي.
په هره رمه کې تورپسه موندل کېږي.(انګلستان)
وری په ګونډودمرګ پوره احساس کوي.(چين)
لېونی پسه لېونی وری زېږوي.
کله چې پسه رمباړې وهي دخولې خواړه يې غورځېږي.(بلجيم-فلامي(په بلجيم کې دهاليندي ګړنۍ ژبې غېررسمی نوم دی)[ژ])
هغه چې زر پسونه لري،ښايي له پنځوس لېوانوسره وجنګېږي.(زړه يونانی)
کله چې لېوه قاضي وي ،خداي له بېجاره پسه مرسته کوي.
څوک چې له ځانه ګډه/پسه جوړوي ،لېوه به يې خوري.(اووم پيدر)
پسه زياتره له لېوه تختي،خونه له قصاب نه.(اووم پيدر)
ښه داده چې وړۍ له لاسه ورکړې نه پسه.
ګډې له پسه جلاکول.(بيبل)
چېرته چې پسه نه وي،وزې ته «جلالتماب وايي».
باسۍ/خولوازی/ارږمی
کله چې خوله وازه وي ،دارږمي دايستلو هيڅ لامل نه شته.
۷۶
سړی چې ارږمی کولې شي نو ترهغې زياته خوله بايد وازه نه کړي.
لېونی اوبد
که يولېوني پوه شي،چی هغه لېونی دی،نوهغه لېونی نه دی.
دومره زيات لېونی نه دی چې چپه منډه ووهي.
زوړ اولېونی له ځوان اولېوني بدتر دی.
کله چې زوړ،لېونی کېږي،دګټې له پاره لېونی کېږي.
هيڅ ستراستعدادبې لېونتوبه نه وي.(لاتين له يونان)
داسې ډېر کم وخت ليونی کېږي ،لکه کشيش چې وړاندوينه کوي.
هغه بايدلېوني وي ،مخکې له دې چې ښه کېدې شي.
هيڅوک دومره لېونی نه دی،چې دڅه له پاره ښه نه وی.
دار/غرغره
غرغره له منځه تللې خوسرکښان(سرغړونکي) لااوس هم شته.(سوېډن)
هغه،چې بايدبه دار وځړول شي،خوب نه ورځي.
ددارړومبنۍ شپه ډېره خرابه ده.(فينليند)
زوړاوځوان
پرزوړ بايدووياړواوځوان ته يې ورزده کړو.
څنګه چې زړه سندره وي، نوځوان يې په هماغه رازوايي.
څه رنګه چې زاړه سندره وايي ،ځوانان يې همغه راز ورپسې وايي .
زوړسړی اوځوانه ښځه،کم وخت بې شخړې ژوند کوي.
سړی هرڅه کېدې نه شي:دواړه ځوان او زوړ.(ايسليند)
هغه چې نه غواړي زوړشي،کولې شي ځان ځوان وځوړندکړي.
په پوټکي زوړخوپه فکر/ذهن ځوان.
يوسړی چې کله زوړوي ښه دی،يوڅيزچې کله نوی وي ښه دی.(کوريا)
زړښت دوستي غواړي له وچه هواپرخه.(چين)
ټول غواړي اوږد ژوندوکړي،هيڅوک نه غواړي زوړورته وويل شي.(ناروې)
خداي مې زړوي،خووروورو.
څومره چې اوږدژوندولري،بياهم زړېږي.
دزړې پېغلې له پاره هيڅ سړی ډېر زوړنه دی.(جامايکا-انګرېزي)
ټول زاړه کسان هوښيار نه وي.
يوځوان چې څومره زياتې پوښتنې کولې شي زوړيې هومره ډېرې کمې.(پيدرلول)
ځواني باچاهی ده،خوزړښت مرئيتوب دی.
۷۷
څه چې سړی يې په ځوانۍ کې ښه تجربه لري،په زړښت کې يې نه هېروي.
ځوانان بايددزړوپه وړاندې غوږونه وکاروي نه خوله.(اووم پيدر)
ځوانان دمرستې له اوزاړه دسلا(مشورې )له پاره .(اووم پيدر)
ځوانه ښځه له زوړمېړه سره په ښخولوکې مرسته کوی.
يوسړی هومره زوړدی،څومره چې ځان احساسوي،يوه ښځه هومره زړه ده لکه څنګه چې ښکاري.(لاتين)
يوسړی هومره زوړدی،څومره چې ځان احساسوي،خوداڅه مانا نه لري.(المان)
زاړه خلک خپلې جرړې لکه خوسکي دوازګې غوندې ژورې ځغلوي.
که غواړی چې سکالو(موضوع) ښه وڅېړل شي،نوله درېو مشرانووپوښته.(چين)
هغه چې ځوانان پرې نه پوهېږي،زاړه هغه وايي.(یوګوسلاويا-سلاوي)
چېرته چې زوړسړی وي،هيڅوک دتېروتنې اړه نه لري.(افريقا-سواحلي)
ځواني دګلو امېل دی،زړښت داغزيوتاج دی.(هيبري)
ځواني په ډله کې،سړيتوب په جوړه کې،زړښت يوازېتوب کې وي.(سوېډن)
څومره زړښت هومره زياته غصه ده،څومره شتمني هومره زياته خسيسي(سختي
ځوان کېدې شي مړشي،زوړبايدمړشي.(انګلستان)
چې ډېرزوړدی مرګ ته جوړدی.
ځواني يوتېروتنه ده،چې کلونه دوام کوي.(ناروې)
ځواني اوعقل سره يوځای نه وي.(پيدرلول)
سرکښه ځواني،ارام زړښت.(سوېډن)
سپېڅلی لکه ځوان،شېطان لکه زوړ.(انګلستان)
دځوانۍ ګناهونه بايد زړښت کې جبران شي.(لاتين)
ځوانان فکرکوي چې زاړه احمقان دي،اوزاړه پوهېږي ،چې ځوانان احمقان دي.(انګلستان)
سړی ددې ضرورت نه لری چې خوله دې وګوري چې څوکلن يې.(سکاتليند)
ډېر زوړسړی ماشوم دی.(ايسليند)
کله چې سړی زوړوي،دماشومانواوري( اطاعت کوي).(جاپان)
زوړ/پخوانی
زوړ اووروست ژرماتېږي.۰سوېډن)
زړه چټلي بايدسړی ونه لړي.
زاړه بيرتېزابي کېدلي شي.
زاړه کوري(چکمې)ډېر غوړول غواړي.
زړې دروازې کم وختونه جوختې ورځي.
زوړ خانک(لوښی) ښايسته ښکاري.
سړی بايدزوړټپ ونه ګروي.
۷۸
زړوړټپ مه تازه کوئ.(افغانستان- پښتو[ژ])
زوړخرګاډي(کراچۍ) سسپېره اوازونه کوي.
هغه چې زاړه شيان بيا نه رغوي،ډېر باطله شيان پرېږدي.
چې زاړه ورک نه شي،نوي څه نه راځي.
ټول زاړه اصل نه دي اوټول نوي بدل( جعلي) نه دي.
پام (احتياط) کوه،ځمکه زړه ده.
ځل/کرت/مهال
ټول ښه کرتونه درې دي.
ته بايددرې ځلې فکر وکړي.(انګلستان)
سپڼسي/تار/جال
دټولومرغيو دسترګوله پاره تارونه اوبدل بې ګټې دي.(بيبل)
جال ناغوښتلی کبان هم راکاږي.(اووم پيدر)
هغه چې په جال کې وي،ځان ډېر تاووي.(اووم پيدر)
کله چې جال ځمکې ته راشي،سړی ليدلی شي،چې څه ډول کبان په کې دی.
سوغات
سوغات بيا سوغات ورکوي.(هومول(دوايکينګانو دمهال شعري ټوټه)[ژ.])
سوغات کېدې شي کوچنی وي،خودا ټول هغه دي،چې مينه يې درکولې شي.(نوی زيلاند- پولياني)
پټ سوغات ښکاره اجوره/تنخواه ترلاسه کوي.
ناخوښۍ سوغات،سوغات نه دی.(اووم پيدر)
دهرچاخپل سوغات خوښېږي،غريب وي که بډای.(پيدرلول)
يوکوچنی سوغات له غټې ژمنې غوره دی.
يوسوغات په لاس کې تردوه وعده کړی شويوسوغاتونو ښه دی.(فرانسه)
که سوغات په پام کې لرې ،سوغات ورکونکی هم په پام کې ونيسه.(لاتين)
سړی بايد دورکړشويوسوغاتونولست ونه نيسي.
غريبانو ته دسوغاتونوپه ورکولوڅوک نه غريب کېږي.(ايتاليا)
که سوغات په مينه ورکړشي يوموټی هم بسنه کوي.(هند-هندي)
سوغات له ترلاسه کوونکی نه دسوغات ورکونکی له پاره ستره خوښي ده.
هغه چې سوغات ترلاسه کوي،خپله ازادي پلوري.(سوېدڼ)
څوک چې خپل سوغاتونه بيا اخلی،ماشومان يې تورېږي.
ګټه/فايده
زياتره لکه،خوګ له مړينې وروسته لومړۍ ګټه کوي.
۷۹
هيڅ ګټه ده چې ګاونډي ته زيان ورسوي.
لارس وويل: که زه وغواړم ،ګټه کولی شم.
وزه
وزه غريبه غواده.
وزه واښه خوري اوبيه يې ورکوي.
وزې پر لېوه تورولګوه يوازې ږيره اوښکرونه يې پاتې شوي ول.(شوروي اتحاد-اوکراين)
کله چې وزه تړلې ولاړه وي،اجازه لری چې واښه وخوري.(فرانسه)
هره وزه له ټيټ ځايه دانګلی شی.(پوليند)
هغه وزه چې زياتې رمباړې وهي کمې شيدې ورکوي.
هغه چې په خونه کې وزه لري پر بام يې پچې وي.
زړه وزه څټل کوی که څه هم مالګه وي. (هنګري)
کله چې وزه شاته ځان راکاږي شکروهلوته ځان جوړوي.(هند-تاميل)
سړی چې يوه وزه اخلي،په اخيستلو کې دا انتظار نه باسی چې اوښ ترلاسه کړي.(هند-هندی)
کله چې سړی پسه نه لري ،وزې وياړي.(چکوسلواکيا-چکي)
ورغمی چې زړورنه وي ،هغه چاغ نه وي(ګواينا-فرانسوي)
وزه ړومبنۍ ګولۍ جوړونکې وه.
تېره مخی کب
تېره مخې کب غاښونه لري ددې له پاره چې کاروس(کوچني لنډاوپنډکب) بايدنه ودرېږي اونه بيده شي.(روسيه)
تېره مخی کب دکوچنيو کبانو خواته غټېږي.
پټ ساتل/پټ ايښودل
پټ ايښودل شوی نه هېرېږي.
هغه وساته چې لرې يې،ته نه پوهېږې چې څه به ترلاسه کړي.
څوک چې ډېر ښه څيزاخيرته پټ ساتي،کله چې غواړي ژوندی پاتې شي، بايد مړشي.
څوک چې شپې ته ساتي،پيشو ته يې ساتي.
جنرال
ښه جنرال،ښه سرتېري.(لاتين)
شېطان دجنرالانوپلوي دی،خودسرتېروسپکاوی نه کوي.(سوېډن)
دجنرال وياړ،دقطعې (دسرتېرو)له پاره دلرګي پښې.
نبوغ
نبوغ يوازې زحمت اوخواري ده.
نبوغ يوهنر دی چې دسخت کارمخه نيسي.(انګلستان)
۸۰