سلام خان
شاوخوا یوه میاشت کیږي چې په قطر کې طالبانو ته د یوه دفتر د پرانستلو خبرې تودې شوي اوطلبانو هم په دې اړه موافقه ښودلې ده،د خبرو، روغې جوړې او سولې د بهیر له ګړندی کیدو سره دخلګو هیلی دسولی سره نسبت بل هر وخت ته زیاتی شوی دې او دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو د متوسطو قومندانانو یوه لویه برخه د افغانستان د دولت چارواکو
خوبیاهم د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، دغه فرمان او راپورونه په کلکه رد کړي او خپور شوى فرمان يې جعلي بللى دى،د طالبانو د مشر ملا عمر ياد شوي فرمان پاڼه کې راغلي دي: ((په افغانستان کۍ د اوسني وضعيت په پام کې نيولو سره او په نړيواله کچه د اسلامي تحريک د موقف د لاپياوړتيا په خاطر اوس په کار دي، چې د تېرې لس کلنې دورې، تېروتنې او اشتباهات په پام کې ونيسو او له دغې وضعې څخه د اسلامي تحريک د موقف د لاټينګښت په خاطر پوره پوره ګټه واخلو))په دې فرمان پاڼه کې امريکا سره د طالبانو د خبرو اترو او د قطر د دفتر په اړه مثبتې څرګندونې شوې او د ملا عمر له خولې ليکل شوي دي: ((زه به هېڅکله داسې تاريخ پرېنږدم، چې زما مشرتوب او اسلامي تحريک ته څوک ګوته ونيسي، دا چې نن امريکا موږ سره مذاکرې ته چمتو شوې، دا زموږ بريا او د تحريک لوړ موقف بيانوي))په دې فرمان کې ملا عمر ويلي، چې امريکا سره مذاکرې لپاره دوى څو ځانګړي کسان ګومارلي، له دوى پرته بل څوک د تحريک استازيتوب نه شي کولى؛ خو په دې فرمان کې دغه کسان نه دي په ګوته شوي،دغه راز په دې فرمان کې ملا عمر ټولو طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې د مذاکراتو د پايلې تر روښانه کېدو پورې دې په خپلو عملياتو کې نرمي راولي او د ولسي خلکو په منځ کې له عملياتو کولو ډډه وکړي،د فرمان په درېيمه ماده کې راغلي دي: ((زموږ مرام له افغانستان څخه د بهرنيانو وتل او د يوه اسلامي نظام رامنځ ته کېدل دي، که زموږ ټولې غوښتنې ومنل شي، نو مذاکرات، دې مرام ته د رسېدو يوه لاره ګڼو او په دې لاره کې خنډ پيدا کوونکي زموږ دوستان نه شي کېداى))
د دې فرمان په پاى کې د ملا محمد عمر نوم او د دوى ټاپه لګېدلې او د روان هجري کال د صفر المظفر لومړۍ نېټه، چې د مرغومي له شپږمې سره سمون لري، ليکل شوې ده،د دې فرمان له وېشل کېدو څو دقيقې وروسته، د وسله والو طالبانو د يوه ويندوى ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته د برېښناليک له لارې دا فرمان رد کړى شو.
مجاهد په دې برېښناليک کې ليکلي دي: ((د افغانستان اسلامي امارت په عنوان يوه جعلي اعلاميه په يوه کاغذي پاکټ کې د ځينو رسنيو دفترونو ته وروړل شوې ده، چې د ځينو نويو مسايلو په اړه په کې څرګندونې شوې دي او دا هم په کې ويلی شوي، چې طالبان بايد خپل بريدونه کم کړي))د سياسي چارو شنونکى بیا وايي، چې دا کار په سيمه کې د کورنيو او بهرنيو استخباراتي کړيو له خوا شوى دى،چې له دا ډول کارونو څخه هدف دادی، چې استخباراتي کړۍ غواړي د طالبانو په منځ کې بې باوري پيدا کړي او غواړي دې کار سره طالبان کمزوري کړي ،اوغواړی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې اترې سبوتاژ او د دوى ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړی.دیوه تازه را پور له مخی، طالبانو د فدرالي نظام په اړه په برلېن کې جوړه شوې غونډه دیوی ځانګړی اعلامیی په طرځ کی په کلکه غندلې او دا يې د هېواد د تجزيې يوه هڅۀ بللې ده. د طالبانو له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په برلېن کې جوړه شوې غونډه د امريکايانو له لوري تمويل شوې اورابلل شوی وه او امريکا غواړي په افغانستان کې د يو شمېر جنګسلارانو په واسطه فدرالي نظام رامنځته کړي،د طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي، دوى د افغانستان پر ملي يوالي د ټينګار په ترڅ کې هر هغه چا ته د دوښمن په سترګه ګوري، چې د فدرالي نظام له لارې د هېواد د وېش هڅه کوي،طالبانو د جرمني له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جګړې د تودولو او د دوى په وينا د نوو غمېزو په رامنځته کولو کې د سازش برخه و نه ګرځي.
د افغانستان د اسلامي حزب د ګوند مشر ګلبدين حکمتيار، دتیری يکشنبې په ورځ له افغان اسلامي آژانس سره په يوه مرکه کي ويلي دي چي هغه په افغانستان کي د جگړې د پای ته رسېدلو له پاره د سولي خبرو ته چمتو دئ،هغه
ويلي دي چي د هغه حزب لا پخوا د کابل او واشنګټن له دولتونو سره خبري کړي دي.حکمتيارداهم ويلي دي چي په افغانستان د سولي پرسر هره موافقه بايد له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د دغه هيواد خپلواکي تضمين کړي،حکمتيار په داسي حال کي سولي ته خپل چمتوالی اعلانوي چي په روانه مياشت کي طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي له امريکا سره په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرنيستلو په اړه لومړنۍ موافقې ته رسيدلي دي