په هیواد کی د نوو تحولاتو په رڼا کي د افغانستان د سولي او ازادۍ دکمیسیون اعلامیه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
The Commission for Peace and Freedom in Afghanistan
کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان
Kommission für Frieden und Freiheit in Afghanistan
Europäisch-afghanischer Kreis für Frieden und Freiheit in Afghanistan e.V.
بسم الله الرحمن الرحیم
اعلامیه
په هیواد کی د نوو تحولاتو په رڼا کي د افغانستان د سولي او ازادۍ دکمیسیون  اعلامیه
د افغانستان د سولي او ازادۍ کمیسسیون، دنوو پرمختګونو په رڼا کي ، دامریکا د متحده ایالاتو او افغاني مقاومت ترمنځ ، دهیواد د ستونزو د حل  له پاره، پیل شوي فعالیتونه اوهلي ځلي  د نژدې  څخه  څاري  او دغو هلو ځلو اوفعالیتونو ته ، تر هغه  چې  دهیواد سترو ملي  ګټو ته  زیانمني  و نه ګرځي  
او د ازادۍ حس او دافغانانو  استقلال  او دیني غوښتنو ته زیان  و نه  رسوي  ، دقدر  په سترګو  ویني .
په همدي خاطر د افغانستان د سولی او ازادۍ  کمیسیون  ، د ټولو حساسیتونو درعایت کولو سره سره، ټول  افغان ولس ، دامریکا متحده  ایالاتو ، په  افغانستان کي  روان مقاومت  ،(چې د حزب اسلامي افغانستان  او دطالبانو د اسلامي غورزنګ  نه جوړشوې) او  دکابل  درژیم ولسمشر  ته  په سیاسي  امورواوتفاهماتو  کي  د لا ګړندي  خوزښت او پرمختګ  له پاره ، دا لاندي مواد،  په ملي اوبین المللي  سطح  وړاندي کوي
لمړۍ:
د افغانستان د سولي او ازادۍ کمیسیون    ټولو ډلوټپلو ، دشمال دائتلاف  کړیو ، دهیواد په داخل کي  مدنی ټولنو او په بهرکي  روڼ  اندو افغانانو ، په ځانګړي توګه د کابل رژیم ، حزب اسلامي ،او د طالبانو اسلامي غورزنګ  ته بلنه ورکوي ترڅو د سولي اوازادۍ دکمیسیون  په  هغو هلو ځلو کی چې  غواړي ددي  کال په نیمایی کي دهیواد دغمیزي دحل  له پاره  یوه ستره  غونډه، دالمان دبن په ښار او یا د ترکیی داستانبول په ښار کي جوړه کړي، ونډه واخلي ، ترڅو ددی کنفرانس  له لارې ،د فکرونو،آندونو او نظریاتو  د تبادلي وروسته  په هیواد کي  د سولي  د استقرار  له پاره  یو ملي توافق تر لاسه شي .
دویم :
ددي  ملي توافق نامي او په هیوادکي دسولي د استقرارله پاره  د اساساتو  د تصویبولو وروسته دې ، د افغانستان اوسني ولسمشر ښاغلي  حامد کرزي  دافغانستان د اوسني اساسي قانون  له مخي  اضطراري  حالت  اعلان اوواکمني دې د یوې  عالي  شورا تر  سرپرستۍ  لاندي دې  یو بی  طرفه حکومت ته وسپاري .  اوهمغه حکومت دي  په کار  پیل وکړي .
دریم :
د عالی شورا  د لمړۍ  غونډي  او دبي  طرفه  حکومت د جوړښت دمخه  دي،  دناټو نظامي او غیرنظامي  قطعات خپلو خپلو مرکزونو ته  ستانه  شي . ترڅنګ  دي یی د ملګرو ملتونو او دامنیت د شورا  څخه  په سختۍ  سره وغوښتل شی  ترڅو  دواړه  دخیل نظامي  اړخونه  ، یعني ناټو  اومقاومت   په څرګنده توګه  اوربند اعلان کړي .
څلورم :
د عالي شورا  تر سرپرستۍ لاندی دغه  بیطرفه  حکومت  به دنده  لري ترڅو  دناټو  دځواکونو دوتلو له پاره  امنیتي او زمکني شرایط  برابر کړي  او په خپل هغه  محدود  اجراییوي  وخت  کي دې د بهرنیو ځواکونو دوتلو پروګرام ګړندي کړي اود مهال ویش  سره سم دې یی  پاي ته  ورسوي .
پنځم :
دافغانستان د سولي اوازادۍ کمیسیون  ، دطالبانو او حزب اسلامي  اعتقاداتو ته ، چې د یوه اسلامي نظام دقیام  له پاره  یی  کوي ، په  پوره  درنښت  سره هیله لري  چې  د یوه نوي او مستقل  ،ثابت  او ازاد نظام  له پاره د راې اصل ،چې  د افغان ولس د هر  وګړي  شرعي  حق  دي  ،مراعات  کړي  اوپه دي لاره کي دې په صادقانه  توګه هلي ځلي وکړي تر څو په راتلونکي  سیاسي جوړښت کې د ملت د هر وګړي رایه او ووټ  په ښه  توګه  منعکس کړل شي .
و من الله التوفیق
د افغانستان د سولی اوازادۍ کمیسیون
۱۴جنوري ، ۲۰۱۲ کال ، ۲۳جدي ۱۳۹۰ هجري شمسي