دصلحی لپاره وړاندی شرطونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عــزیز الـله (حــــقـبال)
له هغی ورځی را پدی خوا چی له طالبانو سره د امریکا لخوا مستقیمأ د صلحی دخبرو کیدو اوازي خپري شوي د کابل اداره او د اوسنی دوری آصلی لوبغاړی شمالی تلواله د پیش شرطونو په وړاندي کولو سره ټینګار کوي ګویا اساسي قانونومنی د حکومت دلس کلني دوری لاسته راوړنی محافظه او وساتلی شی ، دافغانستان خاموش ملت دا

دواړه پیش شرطونه یعنی د اساسی قانون رعایت او د لسکلنی دورې لاسته راوړنی پدقت سره څارلي او مونږ دلته دمضمون د لنډ والی پخاطر مشت نمونه خروا او په جلا جلا توګه ور باندي بحث کو . (البه چی په رسنیو کښی د نواقیصو په ګوتکولو څخه هدف منفیبافي نه بلکه د واکدارانو توجو دهغو نواقیصاتو داصلاح لپاره را جلبول دي)
لمړی: لاســته راوړنـي : لاسته راوړنئ هغه مادی او معنوي ارزشـتونه منځته راوړلو ته ویل کیږي چی له پخوا څخه وجود ونلری بلکه د یو نظام ، سازمان، موسیسی او یا فرد د تپ وتلاش او پیکار په نتجه کښی ایجاد او منځته راځي. د یو تعداد شوونځیو ،کلینیکونو او لارو له جوړولو څخه چی تیر شو کوم چی د هیواد دبیا رغونی په لړ کښی د پی، ار.ټی لخوا په بیکیفیت ډول جوړ شوی ، ( دکنړ په ولایت دهغه مکتب چت د باد پواسطه والوزول شو کوم چی د بیا رغونی دپروژو دتطبیق په لړ کښي جوړ شوی وه)دا پروژی د هر نوع حاکم نظام لخوا د ساتلو وړ دی او تشویش ځای نلری ، ولی نوری لاسته راوړنی هم ب
اید له یاده ونه باسو :
۱ــ د عامه ملکیتونو او دولـتی ځمکو غصبول او دغاصیبینو لخوا په نورو وطنوالو باندی په لوړه بیه خرڅول .چی د دولت لطرفه دا د زور واکانو کار بولی ولی د ۱۳۰۰۰۰ پولیس په مقابل کی زور واکان مفهوم نلری بلکه دا په فاسیدی حاکمی اداری کشی قاطع اجرأتو او د ملی ارادی نشتـوالی دی.
د زیاتو اتباعـو ملکیتونه ، کورونه او دوکانونه د حاکم نظام د واکدارانو لخوا غصب شول مثالونه یی دمکروریانونو ، قمبر څلور لاری ، شـیر پور او د کارته بروان د هندوانو کورونه دی .
۲ــ رشوت او اختلاس وجود ,
په دولتي ادارو کښی د فساد هغی کچی ته جګول چی نن افغانستان دچارو په روڼـوالي کښي دنړی دفاسیدو هیوادو په لست کش دوهم مقام لری.او دا مبارزه دومره جدي ده چه دیوی میاشتي په اوژدوکښي د رسنیو او ژورنالستانو د مداخلی سره سره د هغی وزیر د۴۴ میلیونو دوسیه دفساد سره دمبارزی د ریاست او لویه څارنوالي تر منځ لا درکه او ورکه ده خبره هم سړه شوه او هم هیره .شوه
۳ـــ د قوانینو بیلاخاصه دجزا دقانون د تطبیق څخه دیو ممتاز قشر معافیت ،د انتقالی عدالت ځنډول او د جنګی جنایتکارانو عفوو کول اوسني دولت د بیعدالته دولتو په قطار کښی درولی دی .دا همه بله لاسته راوړنه.
۴ــ د مخدره موادو سره د مبارزی په نتجه کښي د مخدره موادو تولید، تورید ،صدور اوقاچاق ته وده
ورکول او په مخدره موادو د یو میلیون څخه زیاتو افغانانو اعتیاد او رژدی کول د دولت له کامیبه لاسته ـ
راوړنو څخه شمیرل کیږی

۵ــ فردي مصوونیت تر هغي اندازي لوړوالی چی د کابیني د دو هغو وزیرانو چی دشمال دټلوالی نا خوش ؤه هر یو حاجی قدیر او عبدالرحمن دقتل عاملین له پیژندلو سره سره تر اسه ازاد ګرزی کله چی د دولت د وزیرانو داسی مصوونیت وی نو خوار ملت به کوم مصوونیت ولری.
۶ــ بشر د حقوقو دتامین په برخه کشي ټولو ته معلومه ده چي دکال په اوږدو کښي څومره شځي ځان وژنه او ځان سوځونه کوی د سـپو سره د جنکیو تبادله او د زورواکانو او پولیسو لخوا ډله ایز توګه جنسی تیري او مسوولین یی ازاد پریشودل .
۶ــ دراستیدونکو مهاجرینو لپاره شه دژوند شراط او کار زمینه مساعدول چی په قمبر څلور لاری کښي دمهاجرو کمپ یی شه نمونه کـیدای شي په هرو دریو څلورو میاشتو کښي یو ځل د تلویزیون په پرده
د کمکونو د جلبولو لپاره شکاره کوي او په هغو پیسو باندی د ځانو لپاره څو نوي لوړ پوړی ودانئ جوړه وی .
۷ـد خلکو څخه درشوت او ملی سرمایی څخه په لوټ شویو پیسو باندې د دولت د لوړ رتبه کارمندانو لخوا شکلې ماڼي په دوبی ګښي جوړول او اونی رخصتی ورځی په دوبی تاجکستان او ازبکستان کښي
تیرول یواځی يواځي دکرزی د واکداری لاسته راوړنه ده پخوانیو دولتو عالی رتبه مامورینو دتفریح کولو لپاره تنها دپغمان تر غونډئ پوری د تګ امکانات درلودل
۸ـــ په شارونو کښي د اسلام ددین خلاف فحشأ ډیریدل أن تر دي حده پوري چي دبګرام دنظامې اډي ته د روسپي شځو تهیه او لیژل د قرارداد له مخی عملي کیږې ، پخوانیو دولتونو تجارت داسی ازادي او دافغان دشرف داسی دپلورنئ شرکتونه نه درلودل.
رشــتیا هم دکرزی ددولت او شمال ټلوالئ حکومت دلسو کالو دزیار او زحمت ګاللو په نتجه کښي پورته ذکر شوي لاسته راوړنئ له طالبانو سره دخبرو په میز نه باید له یاده ویستلې شي طالبان او امریکایان وهڅوې چی دا لاسته راوړنئ د خبرو په دوام کښي متضرري نشي
واقعیت دادی چی ستاسو لاسته راوړنی شرموونکی او خجالت اوره دی شه داده چی نور د واکه څخه لاس په سر او څنډی ته شې دافغانستان خاموش ملت بریژدی چی خپل سرنوشت دصلحی په راتلو سره وټاکي.تر څو د وروروژنی ،کورو له ورانه ولو، چور وتالان شرو فساد ظلم او بیدالتي څخه هیواد وژغورل شي. جنګی جنیتکاران او دبشر دحقوقو اصلی ناقضین دخپلو اعمالو په سزأ ورسول شي.
د قانون ساتنه بـــــــــــــیا