څنګه زړه می ونه چوی ؟پرافغان باندی تر دی حده سپکاوي څنګه زړه می ونه چوی ؟پرافغان باندی تر دی حده سپکاوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دوکتور پوهندوی دوکتور سیدحسام «مل»
نن می د ضدجنګ په ویب سایټ کی دغه لاندی ویدوته پام شو ، اوکله چی می دهغه تر لاندی  لیکل شوی متن ولوستل ، نو  په ریښتا  سره باید ووایم  چی  می په  سترګو  کی اوښکی راغی او دځان سره می فکر وکړ چی دا دی دامریکا  دا دسرمایه داری دزانګو اودهغه د نظامیانو دیوشتم پیړی فرهنګ اودهغه لاس ته راوړنی چی  دخپل دروغجن او له حقیقته لری شعارونوکی لکه د بشر حقوق ، آزادی ، دموکراسی دنړی دخلکو غوږونه کاڼه کړی اوپه ډیر بیشرمانه توګه سره بیاهم دنړی دخلکو  په سترګو کی  خاوری اچوي    



اوسربیره پرهغه دخواشینی ځای خو دادی چی دمتحده ایالاتو ددفاع وزیرپخپل یوه بیانیه کی وايي چی دا زمونږ د سرتیرو کار نه دی اونه باید  د نړی  خلک  مونږ په دی ملامت کړی چی مونږ بی فرهنګ یاستو ،دحیراتیا خبره خو دادی چی اوس هغه په ډاګه دخپل سمندری څلورو ځناورو ټوپکیانو  پر حیوانی  کړو باندی پرده اچوی اوغواړی چی  ځا ن ته  براء ت ورکړي د ا خو دلمړی ځل دپاره افغانان ته سپکاوی اوبی  عزتی خو نه  دی  ، مخکی  هم  څو  څو واره دغسی بی عزتی او سپکاوی افغانانو ته شوی  لکه دهغه ځوان  اوځلمی  هلک  په هلمند  کی وژنه  اوبیا دهغه  غړی ټوټی ټوټی کول او یا دبګرام په جیلخانه کی بندیان بی عزته کول ،هغه پیښی دی چی دهيڅ یو  باوجدان افغان له یاده به ونه وځي ، هوکی  داسی  اعمال  دبی فرهنګو اوبی موراو پلار خلکو  له خوا ترسره کیږي چی تولعنت دی وی په دی ډول بی فرهنګو خلکو ،ماته افغان  که طالب  وی ،که  ملا وی : که چپي وی که  راستی وی یوافغان دی، اوهر افغان ته سپکاوی ماته او ځما هیواد او ځما پښتون ولی ته سپکاوی دی ،  نو له  هغه ورځی نه چی ما دغه ویدو لیدلی دی ،  ریښتیا ، ریښتیا چی وینه می په رګونو کی په جوش راغلی  خو ارمان ا و ارما ن چی وسه می نه رسیږی که نه ما به دی شنو سترګو ته  افغانیت ښودلی وه .                                            

  د مجاهد و تنظیمونو رهبرانو!                                                                                                                                               

له هرڅه نه مخکی ټولوهغو ګمنا مو مجاهدو ته دزړه دکومی تبریکات  وړاندی کوم که ژوندی دی تل دی ژوند اوسي اوکه مړ دی جنتونه یی په نصیب ، مګر ځما خبری تاسو خيټورو ،بیغیرتو ، نا افغانو ، پاکستانی کاسه لیسو اوتاسی ټولو بی فرهنګوته متوجه دی،چی په لافوزمونږ غوږونه کاڼه کړل چی مونږ دبرلین دیوارچپه کړل،وطن مودکافرانوله منګلوڅخه وژغورل اوداسي نور ............ نوراځی دغه ویدو یی فلم ته نظر واچوي چی امریکایانو دتاسو پر مړی باندی میتیازی کوی مګرد تاسی ژبه ګونګه اوهغه لا څه چی  اوس  غواړی  زمونږ هیواد تجزیه کړی ، زه نه  پوهیږم چی تاسی د کوم بوټی یا ستي چی د تاسو د بی ننګی په  قصوباندی نور لاڅه چی حتي پنجابیان هم خاندی  لکه په پنجابي ویدویی فلم کی په ډاګه کړی وه چی دافغانستان اولسمشر ځمری  یا  شیر  چی ټټی ته هم ځی له خپلو ولی نعمتو څخه اجازه غواړی  داهم شو پښتو اوافغانیت ....زه نورنه غواړم چی نورڅه ووایم  فقط ځما هیله له ټولو لیکوالو اوشاعرانو څخه دا دی چی ددغه سپکاوی په وړاند دی قراره ونه کیښنی او دهغه مجرمین په پراخه توګه سره افشا اورسواکړي
په درناوی
دوکتور پوهندوی دوکتور سیدحسام «مل»