دچين هيواد تيرڅلويښت کلونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مسيح الله (عصام
دنن څخه څلويښت کلونه وړاندې هغه وخت دچين هيواد شميرپه کمونستوهيوادونوکې کيده ، چين هيواد په ١٩٤٩ ع کال ددغې هيواد دبادشاه چنک کى شيک څخه ازادى واخيسته پرهغه مهال چې دچين وګړو ته دافينومعتاد قوم ويل کيده ، دټولي نړۍ څخه به افين په الوتکوکې چائنا هيواد ته راتله ، حالات بدل شوبادشاهت پاى ته ورسيده ،
کمونيستې چارواکوقومونوته نوى تګلاره اونظام رامنځته کړه ، په ټوله هيواد کې مکتبونه ،فابريکې رامنځته شوې اود ماؤزے تنګ په مشرۍ هيواد پرمخ ولاړ ، په کمونستې نظام کې ذاتې ملکيت نه ؤ اوټول هرڅه دقوم ګڼل کيده ، او وګړى به د هيواد لپاره کارکاوه ، اود حکومت لخوا به ورته ډوډۍ ، جامه او کور ورکيده ، اوهغوې ټولوبه کوښښ کاوه چې هيواد يې پرمخ ولاړشې ، دحکومت هرحکم په عامو وګړو منل کيده ، دخوراک د بچت لپاره يې ټول الوتونکى مرغان ، ضرررسونکى حيوانات ، موږکان ، چينجې اود کارغانوپورې خوړل نن هم په چين کې کارغان اوداسې نور مرغان نه په سترګوکيږي په اولنوشل کلونوهغوې دومره مخته ولانه ړل البته حکومت يې د دميخ څخه نيولې ترالوتکوپورې يې په کارخانو کې جوړي کړې ، هغه مهال په هغوى کې ديو اربه څخه ډير کسانولپاره هرشي خپله منځ ته راوړ ، اودنورو اضافى شيان يې دنړۍ والو بازارته پلورل پيل کړه ، په هرسرک به د ماوزے تنګ مجسمې ولاړې وې ، اوسورکتاب به دهغه په لارښونه ورسره ويل کيده ، هرلس کاله وروسته به يو انقلاب مخې ته راتلو ، له ٧٠ ع کال څخه تر١٩٨٠ کال دواړولسيزو کې سورانقلاب راغى مګر د ترقۍ مزل يې سست ؤ په ٩٠ لسيزه کې د کمونيستي نظام له تيريدلو وروسته هغوې د ذاتى ملکيت تګلاره غوړه کړه ، حکومتې مديريتونه نيمه حکومتي شول ، اود شخصې ملکيت بنياد کيښودل شو ، چې له امله چين هيواد يوازې په شلوکلنو کې دپنځوکلونوسفروکړ ، دهيواد لوړپوړوچارواکو دهغوې سمه لارښونه پيل کړه ، اوپه هيوادکې يې د فابريکو يوجال رامنځته کړ، هرډول فابريکې چې دټولوکارخانو ماشينونه ، د جامو اود څپليو جوړولو فابريکې ، ډلوبو لپاره د اړينو توکو ، دموټرواودهرډول سمندرې او هوائى الوتکواوداورګاډو انجنونه په ډيرکم قيمت نړۍ والو ته جوړ اونړۍ وال يې ډير ژر وروسته پريښودل ، اوپه قلاره ، قلاره دنيا والو باندې خپل توکې وپلورل ، اودهغې ډاډ يې هم ترلاسه راوړ ، دبريښنا په ستونزه نه يوازې کنترول وکړ بلکې داور د ډبري يې هم پرنړۍ والوپلورل پيل کړل ، اګرچې په چين هيواد ډيزل اوپطرول په ١٢٠ کلدارې پلورل کيږي مګر مزدور له موږ څخه ډير ارزانو ، اود اتومات پلانټونو له وجې هغوې د اروپا او امريکا سره مقابله کوي ، چيني حکومت ټولوهيوادوالو ته کم قيمته زمکې ، ګاز اوبريښنا برابره کړيده او ټولو ښارونو ته يې سرکونه ،پلونه ، جوړکړې اوتردوه ، دوه سوه کيلوميترپه اوږدوالې پورې ورته دفابريکو جالونه خواره کړيدې ، او ارزانه بريښنا يې ورته برابره کړيده ، په عين وخت کې د چين هيواد څخه دوه لکه قيديان دوبۍ ته وړل شوې ، اوهغوې ته يې زده کړې او نورکسبونه زده کړې اوله هغوې څخه يې د ټولنى ښه وګړې جوړکړې چې له امله يې هغوې نن د خپل هيواد ښه وګړې جوړشوې اوبيره د چين دترقۍ لپاره وړل شوې اوهغوې جرمونه پريښې اود ټولنى خدمت کوې ، هغوې نن د خپل هيواد هرجوړشوې شي خوښوى او سل فيصده خپله ژبه وايې ، ليکې اوفخرورباندې کوي .

په ٢٠١٠ کال کې دهغوى ترټولو ډيرقرضداره هيواد امريکا ده ،دنړۍ ترټولو لوي ،لوي ٧ ستورزه ريستوران دهغوې په هيواد کې شتون لري چې ١٥٣٩ اطاقونو کې دچين هيواد فرنيچرشتون لري ددغې ځاى حکمرانانو دفساد او قاچاق سزا مرګ ټاکلى دى ، هرى خواته يې سکون شتون لري ، په رزګونه پنځه ستوريز ريستورانتونه لرې چې په اويايمه لسيزه کې يوازى ٧ دغه ډول ريستورانتونه يې درلودل
اود پرمختګ د لاډيروالى لپاره يې يوسلو ديرش زره ځوانان په امريکا کې په زده کړو بوخت دى اويوازى شل زره امريکايې ځوانان په چين هيواد کې زده کړې کوې .


ليک : مسيح الله (عصام)
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.