دامریکې اوناتوماته اودافغانستان د تجزیی هڅې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
انجنیرعبدالصبور ساپۍ
لاتراوسه ئې ماغزه په قرارنه دي        چاچې ماسره وهلې سرپه سنګ دی
داډیره دحیرانتیا ځي نه ده چه نن دګران افغانستان په ضد ناوړه لاسونه کارکوي اوغواړي دا ټاټوبی دخامارخولې ته واچې اوداسې یوه بله غمیزه په دغه ملک راولي چې داورلمبوته ئې جهانته دوژولو توان نوي، تاریخ ثابته کړی ده چې افغانانوهیڅکله یرغلګرو په وړاندې په ګوڼډوشوي نه دي، هرکله چې ددغه ملک دښمنانولاسونه سره یوکړي
چه داملک وځپي خوبیا دسختی ماتې سره مخ شوي،زه دلته نغواړم هغه تاریخ ته اشاره وکړم چه ټول افغان ملت ترینه خبردي ، خونن ورځ یوسه دپخواسره توپیرلري نه جنګونه هغه جنګونه دي چي پخوا ول ،نن تکنالوژی ،دجنګ تاکتکونه، وسلې ، قوي اقتصاد غواړي او وچت تدبیرکولای شي چه دجنګ ملا وتړي ،ترهرڅه نه ترمخه هرومروپه یوې خبرې سوچ وشي چې هیڅ کله داسې یوعمل باندې لاس پورې نکړی شي چه راتلونکې ئې بیاناوړه پایلې ولري چه کلونه کلونه ئې په اورکې وسوځو.

په سیاست که نه دایمی دوستان شته نه دایمی دښمن، هرڅوک خپل ګټوته کارکوي اوښه سیاستمدارهغه ده چې هررنګه حالات خپل په ګټه وڅرخوي،که نن موږدامریکه سره کښېنواوخبرې کوباید داهم په ځان ومنوچه موږیومعامله ترسره کوپه دامعامله کې څه دلاسه ورکوو اوڅه به په لاس راوړو،اوس هغه څه چه موږدلاسه ورکووایا دې کې زموږ څومره راتلونکې ته زیان پېښیدلی شي اوموږ کولې شو راتلو نکې ئې تضمین کړوکه نه ؟
که چېرته سل په سل وکې داسې یوضمانت موږسره نوي نودهغه کارنه باید ډډه وکړو، لکه اوس د فدرال نظام دمنځته راوړل په داسې شرایطو کې چه افغانستان اکثریت خلک بیسواده دی زورواکان هره خوا قوت لری دافغانستان ټول خلک لاتروسه خپل افغانی هویت دثبوت لپاره یوه تذکره هم نلری اوکه لري ئې یوزیادشمیرجعلی دی،اودنن ورځ تکنالوژي اوکمپیوتری کارتوتیک سیستم لاتراوسه نه دی جوړشوی اوله هرڅه مهم داچې ۳۰کاله جنګ زموږټول اداري جوړلښت ئې له منځه وړي ده اردو اوپلیس اوامنیت موبشپړل توان په ټولووضعیت باندی نلري، دګاونډیو اجنتان اوپه تېره دایران اوپاکستان اجنتان لاپراخ لاسرسۍ په افغانستان کې لري،اقتصادی قدرت زموږټوټه ټوټه ده تراوسه په مرستو استوارده، داټول هغه اندیښني دی چه فدرالي نظام موږته په دې شرایطوکې سختې ناوړه پایلې درلودی شي۰دبله خوا موږ دمجاهدینو په وخت کې غیررسمې فدارالي حکومت تجربه کړې ده لکه اسماعیل خان په هرات ، حاجی قدیرپه ننګرهاراولغمان ،احمدشاه مسعود دپروان وتخاروبدخشان و دوستم په مزاروفاریاب اوشبرغان دغه دوره چي هرڅوک پیاد راوړي نودیو وحشت دوره وه چه تیره شوه۰
دالمان دولت هم فدرال ده خومرکزي دولت دومره قوی ده چه هیڅ یوایالت نشي کولای چه دمرکز خلاف قدم وچت کړي څوموده مخکې میرمن انجیلامرکل دبایرن دایالت رئیس ښاغلی شویبلر داسې له کار بیرته کړاوله سیاسته ئې ګوښه کړچه چاتصورهم نشوکولې ځکه هغه څودورې پاتې شوې و، خو په افغانستان کې ښاغلی کرزي ونشوکولې دمزارولي عطامحمد نور چه څومره سپکې سپورې ښاغلی کرزی اومرکزی دولت ته وکړې خوبیاهم خپل په زوردولایت په مقام قبضه اچولې ده اوڅوک ورته څه نشي ویلې۰ اوداهم وای چې ریاستي نظام ټولواک ده ظالم ده اودچاخبره نه اورېدلکېږي خوټول قدرت د ټوپکماروپه لاس کې ده ۰
راپارونکې حرکات اودهغه مقصد:
هغه ستراتېژي چې امریکادجهان لپاره جوړه کړې ده اودهغه مقصدحکومت کول په جهان دي اورنګارنګ نقشې ورته راویستلې دی په هغوکې دجهان دویشولو اولوی ملکونه په وړوملکونه تقسیمول  لکه یوګسلاویا ټوټه کول دلوی اسرائیل رامنځته کول اوهمدارنګه  دعرب وایران ، افغانستان، او پاکستان ټوټې کول شامل دی خودانقشه لاتروسه هغه سې چې دوۍ ګڼله لا پلې شوې نه ده په عربی ملکونوکی اسلامی ډلې قدرت ته ورسېدل لکه مصرکې اخوانیان په تونس کې هم اسلامګرایان منځته شول یمن  ،سوریه او اردن کې لا معلومه نه ده خواوس امریکه غواړي چې همدغه انقلابونه د خپل ځان په ګټه راوړوي خوزموږ مقصددافغانستان حالات دي چه بایدهغه ته پاملرنه وکړواودنورباندې خبرې نکوو۰
په لندن کې داستراتېژیکومطالعاتو بین المللی انستیوت (اَی اَی اس اس)(IISS) رئيس ښاغلی «جان چپمن»د  ۲۰۱۰  کال دې دغه انسیتوت په پرانستونکې کالنۍ غونډکۍ وویل «هغوملکونه چې په افغانستان کې نظامی شتون لري صبراوحوصیله کمرنګه شوې ده ،هغه هدفونه چې دالقاعده ځپل و هغه ترسره شوې ده ۰۰۰اوس دغه انستیتوت ولړاندیځ کوي چه افغانستانته یوفدرالي نظام ضرورده » باید ووایم چه دغه انستیتوت په لندن کي ډېر قدرلري اونظریاتوته ئې درناوۍ شته اوهم دامریکه لخواپه پټه د دغسې یونظام لپاره تلاشونه روان و،چه په دغه کارامریکه کولې شي چې په خپل او ناتو په ناکامیوپرده واچوي نو ځکه په افغانستان دشمالی ټلوالې په قدرت کې ساتل والیان تشویق ول دې ته چې دولایاتو او والیانو قدرت زیاد شي، دوالیانونه ملاتړکول، ملیشه ګروپونه جوړول، دافغانستان اردوته نه پاملرنه، د افغانستان ملی امنیت ریاست ته نه پاملرنه، په تیره بیا چې امرالله صالح رئیس و،  تراوسه به چادیوځل لپاره هم نه ئې اوریدلې چه امرلله صالح د دغه ریاست دقوت په اړوند څه ویلې وي او دامریکا مرستې  اوکوم امریکائې اوارپائې جاسوسان چې نن ورځ زموږ په وطن کې فعالیت کوی چې شمېرې زرهاوته رسېږي ،په دغه اړوندې کومه خبرکړې وي، داځکه چی ددوۍ سره دامریکاکارروان وه، کومه خبره چې امرالله صالح کړې ده هغه همیشه یواړخیځه وه اوغوښتي چه دامریکا کم ناوړه پلانونه باندی پرده واچوي اوټوله ملامتیا دښاغلی کرزي په غاړه وغورځوی، دامرالله صالح دغه تهمتونه دښاغلي کرزی پرضدنه بلکه دپښتنوپرضدو چه دکرزی پر بهانه سرته رسیدل، لکه چې وائې «  ژنرال دیوید پترائوس، فرمانده کل نیروهای بین‌المللی در افغانستان چند بار آقای کرزی را در سفر به قندهار همراهی کرد تا برای عملیات نظامی ناتو "بستر سیاسی" ایجاد شود، اما این بستر به وجود نیامد.»
اوبیازیاتوي چې «  این سفرها نشان می‌دهد که زعامت دولتی (افغانستان) دیگر توانایی ایجاد شبکه‌ های سیاسی را در آن مناطق ندارد یا عمدا رئیس دولت نخواست در حمایت از جنگ دست به ابتکار های سیاسی بزند تا مردم را به طور نسبی بسیج نماید. »
دلته داخبرې ته که پام وکړو نویوخبره واضح ده چې ښاغلی کرزی تراوسه دیوځل لپاره ونشو کولې چې دشپې عملیاتومخه ونیسي نوڅنګه کولې شي چې د دومره یولوې تصمیم مخه ونیسي چه په قندهارکی د عملیات ونشي ، اویا وای چه «اگر دولت افغانستان منافع ملی را به خاطر معامله با طالبان زیر پا نماید، احتمال آن بسیار وجود دارد که کنترل مرکزی فرو ریزد و مردم به خاطر دفاع از شرف، عزت، تاریخ و ارزشها پناه به نهادهایی غیر از دولت ببرند ۰۰۰۰شکست استراتژیک طالبان مستلزم بسیج ملی در افغانستان و تقویت تفکر ضد طالبان در سطح ملی است که اکنون ارگ به آن اعتقادی ندارد. روی همین دلیل است که در ادبیات طالبان تغییری نیامده و آنها هنوز هم از خشونت حرف می‌زنند و از جنگ» امرالله صالح دلته دبسیچ ملی خبره کوی ګویاچې وښي چه څومره یووطن پالونکۍ ده خوکله چی ننګرهار ،کنراوپکتیا ځنې ولسوالې ګانې دپاکستان دراکټي برید لاندې راغلې دیوځل لپاره هم دصالح دخولې داخبره ونوته چې ولې پاکستان راکټ اچوي اوامریکه چپه خوله ده، اویا امریکاباید خپل عملیاتونه دملکې وږړو پرضد بند کړي همداسي ډاکترعبدالله عبدالله  تراوسه پورې یوورځ هم دامریکایانو دملکې وژنی اویا د پاکستانې راکټ پرضد کمه خبره ونکړه اوتل ئې دښاغلی کرزی حکومت دقوم اوقبیلې په نوم تکولې داځکه چې دوي قصداْ غوښتل چې د لګکیوقومونو احساسات د دپښتنو پرضد راوپاروي، اودامرالله صالح داخبره چه ویلی دي؛ مقصد ښاغلې کرزی ده « این سفرها نشان می‌دهد که زعامت دولتی (افغانستان) دیگر توانایی ایجاد شبکه‌ های سیاسی را در آن مناطق ندارد یا عمدا رئیس دولت نخواست در حمایت از جنگ دست به ابتکار های سیاسی بزند تا مردم را به طور نسبی بسیج نماید. » داخبره اشاره هغو تاجک بېلتون غښتونکه ته ده چې یعنی تاجاکانو تا سو پرضد یوبیسچ روان ده تاسی هم ځانونه سره بسیچ اویوموټی کړۍ۰

دامرالله صالح او عبدالله عبدالله خبرې چې تل دکرزی دمصالحې سیاست ئې ټکولې ده چه ولی دطالبانونه سره صلح کوی خوپه اصل کی دوي په خپله دې ټول پلانونه خبروه نوځکه امرالله صالح ویلې چې «به اساس تخمین‌ها فرضیه من این است که از امروز الی 18 ماه دیگر ما به بن‌بست استراتژیک می‌رسیم. هیچ امکان ندارد که ناتو افزایش قوا را برای باردوم تجویز نماید و یا این‌که سطح موجود قوا در افغانستان را حفظ کند. آنها مجبوراند که بعد از ماه جولای قوای خود را کاهش دهند.»  نن ۹ میاشتې له ډغه وینانه تېرېږي اوس داغونډه دبرلین په ښارکې جوړه شوه چې دافغانستا ن برخه لیک د امرالله صالح ودارودستې په لاس ورکړې دصالح داخبرې اوداائتلافوجوړیدل اوبرلین ته شمالی ټوالې راتلل اوامریکا ئې سناتورانو سره داغنده بی ارتباط په نظرنراځي۰

دامریکا له سفارته  اعلامیه:
د۲۰۱۲میلادی کال جنوری په لسمه نیټه په کابل کې له امریکې سفارت نه یوه اعلامیه خپره شوه چه په هغه کې دافغانستان ځمکنۍ بشپړتیاته درناوی شوی، اوویل شوي چې دامریکا دبهرنیوچاروزارت د برلین په خبروکی کم لاس نلري۰
دروسته ده چې ظاهراْ لاس نلري خودا یواستخباراتي تلاش ده دذهنیتونواوعکس العملونو دمعلومولو اوراتلونکي ته لاره جوړه ول دي، اوداچې واي دافغانستان ځمکنۍ تمامیت ته درناوی لری ظاهراً دروسته خبرده ځکه دوۍ لمړی غواړي چه فدارتیف جوړکړي او ورو ورو لره خودمختارۍ اوبیا تجزیه ته هواره کړي ، خوکه نیت په رښتیا پاک وای تاسوبه پټې خبرې دافغانستان له دولته اویا دنور قومونو له اشتراکه پرته نکولی ځکه داغه اعلامیه ستاسو یو جعل وتېرباستلونه پرته بل څه نشي کیدلای۰
زما(لیکوال) لاتراوسه په داخبرې شک ده چې ایا امریکاغواړي واقعاْ دافغانستان سره یو ستراتېژیک تړول لاسلیک کړي اوکه دایو تاکتیک ده دیوهدف ته درسېدولو لپاره، ځکه دامریکا دې دغو مڼډوتر نډونه  داجوته ده چې امریکه په بشپړه توګه په افغانستان کې ماته خولړې ده نو دیوخوا دې دغه تړون لاسلیک دپاره رنګارنګ بهانې کوي چه موږ تړون نه لاسلیکه و یوه اعلامیه لاسلیکه و او یواوبل ډول بهانې کوي ترسوله یوې خوا خلک په راتلونکې ناباوره کړي ترسودخلکوفکربل خواته واړوي اوخپل ناکامویو پټولوته نوي پلانونه پلي کړي اویا پرې پرده واچوي ۰

ولې شمال غواړي چې دجنوب نه جلاشي:
ددې خبرترشا درې عاملوته کولې شو اشاره وکړو:
۱-داچې بېرونی لاسونه کارکوي چې په کې دامریکه اوناټو ترڅنګ روسیه هم لاس لرې اوروسیه هم امریکه سره په دغه پلان که چه افغانستان دې ټوټې شي لاس لري ځکه چې نه غواړي دطالبانوسره خپل شمالی سرحد شریک کړي ۰
۲-دایران فرهنګي ایرغل ترڅنګ دځینو تاجکتوکومو بیلتون غوښتونکو اویوډله هزاره ګان سره یو ځي شوي اوغواړي چه ځانته یو مستقل هیوادجوړکړې ، دوي چه دقدرت تږي دي فکر کړی چې دلته پښتانه همیشه اکثریت دي اوموږته نوبت نرسېږي چې باچائې وکړو۰
۳-په خپله پښتانهٔ دي چې دغه خبرې ته ئې څه ناڅه لاره هواره کړې ده، زه مافی غواړم داچې ولی داخبره کړم خو دایوتریخ حقیقت  ده چه  ترینه انکارنشوکولای، زموږپښتانه ورونه بایدورته ځیر شي که تاریخ دپښتونه ته نظرواچونوبیا موندلې شوچې داقام هیڅکله په خپلومنځوکې سره جوړنه و که څه  هم ددښمن سره په جنګونوکې تل یوځای پاتې شوي دي، بله داچې؛ تراوسه پښتانه دسوادله نعمته ئې ځان بې بهرې پریښې تل دمکتب سوځولوکې لمړي مقام لري اوهغه څوک چې مکتب ته ځي هغه ته کافر وائې په داسې حالیکه که ترینه پوښتنه وکړې نو دکافرپه معنې هم نپوهېږي ،چېرته چې بېسوادی ده هغه دپښتنوپه سیمه کې په تېره بیادانجونې خولا بېخي ترینه محرومی پاتې شوي دي فقراوفلاکت، جنګونه، ورووژنې ، تربګنۍ چه پښتنوته یودود او رواج ګرځېدلې، پښتنوکې هېڅ خه ژوندې سړې نه پیداکېږي اوهېڅ بد مړی پکې نه پیداکېږي، زموږ دژوند بد مرغي له همداغه ځایه راپېلېږي ، که زموږ یوسړې خوښ شي بیاهرڅه ترینه ځاره و که څه هم ډیرې نیمګړتیاوې اوبدکردار ولري، اوکه څوک موبدېشي که هرڅومره لوړشخصیت وي اوډېرې خېږڼې ولري بس زموږ چرګ یوه پښه لري نورورته ښه نوایواوبس ، چاسره روغه جوړه نکړو که چاخبره وکړه بیاورته کافر،وملحد ،کمونیست، وایوپرته لدې چې خپله خبرباندې موسوچ کړې وي، داځکه چې په موږکې دسواد اوپوهې فقرده نو ځکه موږ دښه اوبدتوپیرهله کوو چې موږته سخت زیان ورسېږي نوبیاپوه شوچې دا زموږ دښمن دي اوبیازموږ جنګ اودښمنۍ کلونه کلونه دوام مومي۰
نوځکه دغسې رواجونه اودغسې تګلار،تاجکان او ازبکانوته چندان دزغم وړنه ده اوزموږسره نه غواړي چې ژوندوکړي دا عامل یاعلت د دې سبب شوې چې ډير دښمنان له دغه نیګړتیانه فایده وچته کړې اوځنې تاجک اشخاص دخپلومقصدونه لپاره استعمال کړي.

لوړقدرتونه په تېره بیا امریکا غواړي چې په جهان باندې حکومت وکړي اوهرڅه چې فرمان ورکړي هغه دې باید وشي نود دکارلپاره بایدملکونه  سره وویشي چې لیوخواورته دردسرنشي اوله بلې خوا دوۍ وشې کولی چې د دغوملکو له معدنی زیرمونه فایده وچته کړی ،وګورۍ لس کاله وشوو چې امریکا په افغانستان کې شتون لري په دې لسوکالوکې کوم داسې ستراقتصادي ګام چه امریکا وچت کړی چې دهغه سره دافغانستان بڼسټ (بیخبنا)  کې تغییر راغلې وي هېڅوک کې نشي راښودلی ،که زموږ اردو سره ئې څه کړي هغه هم  د ځان دخوندي کولولپاره چه داپه حساب نه راځي اوهم ئې دکې خپلې ژورې ګټې دي چه ترسوافغانستان ده، نودامریکانه به وسله رانسي ، دکمې ورځې چه امریکه افغانستان ته راغلې ده تراوسه پورې یواځې اویواځې پښتانې ځپلي دي ترسودې دوي غرور اومېړانه ماته کړي کله چې داسې هیلونه ناامیده شونوبیائې رنګارنګ بهانې شروع کړې چې ترسو نورقامونه دپښتنوپه خلاف راوپاروې۰

ایادطالبانوسره واقعاْکرزی صلح کوله که امریکا:
دطالبان رامنځته کېدل چې دپاکستان وامریکا په ګډکارترسره شو خوورسته ترینه پاکستان دغه غورځنګ په خپله ګټه استعمال کړپه دې برخه کې ډېرې لیکنې شوي زه نه غواړم چې څه ووایم خوداوله ورځ دامریکا ډېرتلاش وکړترسو چې طالبان وځپي وپه واقعیت کې باید ووایم چه پښتانهٔ وځپي داځکه چې امریکه غوښتل اوغواړي چه په دغه منطقه که پاتې شي نوتنها له چانه چې ئې ډډه کوله هغه پښتانهٔ و نو ځکه ئې دطالب په نوم د پښتنو په تکولو لاس پورې کړکنه خو ړوندهم په دې خبره پوهیږي چې ترویزم چرته و او ده۰خوکم تاریخ چه پښتنو درلود اولري امریکه ځانته داحق خوندي ساتلې وه که کومه ورځ دماتې سره مخکېږي نوهغه به دپښتنو له اړخه وي کوم عقل به دا ومنې چه ترپرونه پوری طالبان پرضد جنګ روان و، او ده؛ او اوس «جوبایدن» وائې چې طالبان زموږ دښمن نه دي نوتراوسه داجګړه دڅه لپاره وه اوده، دلته داخبره دښاغلي «جوبایدن» دښاغلې «بارک اوباما »دهغې شفاهی خبروپرخلاف ده چه د۲۰۰۹ کاله کې دافغانستان په اړوند وکړه چه غوره ټکي ئې دادي:  
۱-دافغانستان دولت یو انتخابی دولت ده خواداري فساد ددغه دولت ضعف ده۰
۲-افغانستان دطالبانومرکزده بایدپه ټول توان اوقوت دطالبانوپرضد  قدم وچت کړو۰ طالبان بی له مرګه اوورانۍ بل څه افغانانوته نه دي ورکړي۰
۳-دطالبانوپرخلاف دجنګ دسختولوسره سره موږ صلح اوروغه جوړه  په پام کې هم ساتو۰
۴-موږته ،دطالبانولاس ته دافغانستان دوباره ورتک اودې دوي سلطه په پاکستان دزغم وړنه ده دغه نه زموږ بلکه یونړۍ وال غوښتنه هم ده۰
۵-زه (بارک اوباما)دطالبانو اوتروریزم پرضد دمقابلې له پاره سمدستي د(۱۷۰۰۰) سرتېرو لېږلوامر ورکوم اوته راتلونکې څومیاشتوکې د(۴۰۰۰)نوروسرتېرو اونظامی اوملکي مستشارانو، ژباړونکود لېږلوهوډبه ترسرکړم۰
وس داسې ښکاري چې دالته دولوبې په لاره اچولشوې وې:
۱- امریکې داسې سوچ کاوه؛ که طالبانونته موماته ورکړوخونورالله نور۰
۲- اوکه ومونوشوکولې نو بیا به بله لوبه مخته کړهغه دې روغې اوجوړه دطالبانوسره۰
دوي(طالبانوته )به یوڅوولایتونه وروسپارواوشمالی ټلوالې ته هم یوڅوولایاته وروسپارو په دې اساس به پخپل ماته هم پرده واچواوهم به جهانته داوښییوچې موږ افغانستان کې سوله ټينګړه کړه اودابه یو کردت شي دنوروامریکایانولپاره۰
ښاغلی کرزي اصلاْ په دې کې کوم رول ندرلوده دامریکه خبری له ډېروخته له ډوۍ سره روانې وې ښاغلی عبدالحکیم مجاهد تیارپه امریکا کې ورته ناست وخودطالبان اختیارزیادپاکستان په لاس کې وه چې دې کارپه خبروکې ځنډ رامنځ ته کړي و اوده، نن ورځ په قطرکې دطالبانو ددفتر له جوړېدلو ورسته دا څرګنده  شوه چې ښاغلي کرزي هسې بې ځایه دطالبانوسره دسولې نارې وهلې اونه ئې په دا خبروکې رول درلود، نوځکه چې ښاغلی کرزۍ ناراضه ښکاري اودانارې وهي چه داخبرې باید ددولت په مشرۍ ترسره شي۰
کمې خبرې چې په برلین کی دیوشمیرجنګ سالارانو چه په افغانستان کې هیڅوک ترینه ښه زړه نلري دیو شمېر امریکا کانګرس مینانوسره چې دځینوهویت لاتراوسه پټ ساتلشوې ده دجنوری په اتمه او نهمه نیټه ترسرشوې دا په برالاټوګه دامریکا اوناټو ماته بربنډه وی اودوي غواړي چه په دې پلمه په خپلو ماتو پرده واچوي۰
داکاردټولو جهانی حقوقو اوقوانینوخلاف یوعمل اودافغانستان سره ستره جفاده طالبان دې هم پدې پوه شي داسې کارد ونکړې چې بیاافغانستان دیوبل جنګ سره مخ کړي صلح دامریکایانو سره نه بلکې سوله دافغانوترمنځ باید وشي دا دافغانستان اوسیمې په ګټه ده۰
نن ټولوافغانانو جهان لیدلي نن ورځ نشي کېدای چه یوداسې حکومت په خلکو مسلط شي چې ساری ئې په نړې کې نه تيرشوې ده اونه به تېرشي نوکه دې ټولو خلکو نظرو کلتوراوفرهنګ ته درناوې وشي دابه یواځنۍ لاره وي دسولې اوجنګ پای لپاره ښه مثال دتونیس کې اسلامی حکومت په ترکیه کې اسلامی حکومت کېدای شی دابه دافغانستان سره جفاوی چه ملک له امریکه خلاص اوپاکستانته غلام کړي شي، غلام غلام ده که دمسلمان وی که دکافردامهمه نده دیوسوکسوژوندبه پاکستان کې ښه وي خو هغوۍ  به ټول افغانستان خورې اویووېښته به خپلوګوډیاګانوته وراچوي۰
ومن الله توفیق



اخځونه
بی بی سی
ار اف ای فرانسه
دکابل اریاناتلویزون
اوانترنتي پاڼې  فریاد برای آزادی
وعدالت اجتماعی ،هشت صبح