سلام خان
دجرمنی کنفرانس، چې د امریکا د کانګریس د یوشمېر غړیو په ګډون د دوشنبې په ورځ د حرمني د برلین په اسپین انستیتیوت کې جوړ شوی دی دملی ایتلاف په نامه ډله چی مشری یی دډاکتر عبداله په غاړه ده ګډون نه لری،ودغه کنفرانس ته د بلل شویو کسانو په لیست کې د ډاکترعبدالله عبدالله، کریم خلیلي، جنرال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، احمدضیا مسعود،
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عکس العمل ښودلو په طرځ کی،د برلین د دې غونډې په اړه وویل چې دوی د کانګریس غړیو ته وړاندیز کړی و چې له افغانانو سره په خپل هیواد افغانستان کې وویني نه په جرمني کې
د بهرنیو چارو زوارت ویندويې ویکتوریا نولنډ همداراز وویل چې دوی تل د کانګریس غړیو ته ویلي چې د ټولو افغانانو له سیاسي استازو سره وویني نه د خاصې ډلې یا پرګنې له کسانو سره،دې همداراز وویل چې دا غونډه د بون د کنفرانس په دوام کې جوړه شوې وه او یوه خصوصي غونډه وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه وه ترتیب کړې
دبلخ والی عطامحمد نور چی په نوموړی کنفرانس کی برخه نه درلوده ولی دجدی دمیاشتي په ۱۹ نیټه یی په یوه مطبوعاتی ناسته کی په مزارشریف کی ویلی دی چی سوله دولس له مشوری پرته هیځکله نه شي را تلای،د بلخ والي له طالبانو سره د امريکا له مذاکراتو سره مخالفت وښود او ویلی یی دی، هېڅوک او يابل کوم هېواد حق نه لري، چې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان ولس له مشورې پرته کوم تصميم ونيسي
په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانېستلو او د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي او طالبانو هم منلې ده، چې په قطر کې د دفتر پرانېستلو لپاره له دې هېواد سربېره، له يو شمېر نورو نړيوالو خواوو سره هم هوکړې ته رسېدلي دي.
افغان دولت هم وايي، له طالبانو سره د امريکا خبرې اترې، چې په قطر کې به د طالبانو د دفتر د جوړېدو لامل شي، موافقه لري،ولسمشر حامد کرزي په دې وروستيو کې د کوېټ له رسنيو سره په مرکه کې وويل، چې امريکا تصميم لري، څو طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانېزي؛ افغان دولت د امنيت او سولې د ټينګښت په خاطر له دې اقدام سره موافق دى
خو د بلخ والي عطامحمد نور په مزارشريف کې له ځينو رسنيو سره په مرکه کې وويل چی زه نه غواړم د ولسمشر د تصميم او موافقې په اړه خبرې وکړم او له بل پلوه دا موافقه د امريکا او طالبانو ترمنځ ده؛ خو زما شخصي نظر دا دى، که طالبانو جګړې او وژنې وکړې او يا د بشر حقونو سرغړوونکي دي، د هغوى پر وړاندې افغان ولس ولاړ دى،نوموړى، چې د اسلامي جمعيت يو پخوانى جهادي قوماندان دى، زياته يې کړه، چې هېڅوک او يا هېواد دا حق او صلاحيت نه لري، څو له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان ولس له مشورې پرته تصميم ونيسي،نور ټينګار کړی دی چی خلکو ډېرې قربانۍ ورکړي او زيارونه يې ګاللي دي او حق لري، چې په دې اړه تصميم ونيسي؛ خو بل هېڅوک نه شي کولى چې په دې اړه قضاوت وکړي او يا تصميم ونيسي
د بلخ والي وويل، که امريکا او يا بل کوم هېواد په دې اړه تصميم نيسي، خپله پاليسي او ستراتېژي يې ده او که موخه يې په افغانستان کې د سولې راوستل وي، بايد په کلکه له خلکو سره مشوره وشي،د هغه په وينا، که له ولس سره مشوره ونه شي، تلپاتې او بنسټېزه سوله چې نور د هېڅ افغان بچى ونه وژل شي او په هېواد کې نوره هېڅ وينه تويه نه شي، نو دا شان سوله به په افغانستان کې ټينګه نه شي، خلک داسې سوله غواړي چې د سر او مال په بيه ورته تمامه نه شي،نوموړي دوديزې لويې جرګې ته په اشارې سره وويل، ټول د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو شاهدان وو، چې خلکو خپل نظرونه هلته په شرايطو وړاندې کړل، له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه دې هم د خلکو نظرونه واخيستل شي،د بلخ والي ویلی دی چی ،له هر چا سره چې مذاکره او يا سوله کېږي، بايد د تيرو لسو کلونو لاسته راوړنې، چې د خلکو د وينو په بيه او د نړيوالې ټولنې په مرسته او ملاتړ ترلاسه شوې دي، ملنډې دې پرې نه وهل کېږي او ترېنه دې ملاتړ وشي،عطامحمد نور د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د دولت د سولې په اړه ویلی دی چی، نوموړى په دې باور دى، هرلورى چې له اساسي قانون څخه په رښتونې توګه ملاتړ وکړي، خپله وسله پر ځمکه کېږدي، په يوه قانوني ټولنه کې قانون ومني او عادي ژوند ولري، په ټاکنيزو منډو تړو او باامنه او پرانېستې فضا کې د يوه اوسېدونکي په توګه برخه واخلي، هېڅوک له هغه سره سوله نه ردوي،دا په داسې حال کې ده، چې د افغان دولت وسله واله مخالفه ډله ( حزب اسلامي) وايي، چې د هغوى پلاوي په دې وروستيو کې له ولسمشر کرزي او يو شمېر دولتي مسوولينو سره د ارګ په ماڼۍ کې ګټورې خبرې اترې ترسره کړې دي،د ولسمشر وياند هم منلې ده، چې د حزب اسلامي پلاوى کابل ته راغلى او له دولتي چارواکو سره يې ليدنه کړې ده. په پای کی دانتجی په توګه ویلای شو چی دجرمنی دکنفرانس مهمه موضوع دامریکا او طالبانوتر منځ دسولی دخبرو په هکله وو چی تر ډیر ه حده دکنفرنس دګډونوالو دنظریاتو ځرګندونی په کی بیان شوی دې. پای، سلام خان