محمد نقیب تره خیل
د روحي عذاب ځای،د څارویو قتلګا اود نسلونو د له مینځه وړلو د محلګا په لیدو او د وینو د رود په بهېدو چې دعوامو زړونو ونه برېښي نوپدې سبب چارواکو دمسلخ نوم پری ټمبلی. که چېرې حیوانات پوهېدای چې د هغه په دننه کې مو ورستنی تګ او اخرينی غږ دی ممکن چې ټولو حیواناتو به د مسلخ د پخو او لوړو ودانیو د نړولو په نیت پېښې آړم او ښکر تمبه کړي وه
ترڅو یې د تښتې په موخه کنډواله کړي وه.
دسپېڅلي روح او دپاک ضمیر لرونکي کسان دمرګ په آورېدو او د وینو په لېدو زړونه یې پدې وجه پ ړ کېږي چې په ذهن کې یې خپل ځان انځوریږي.خو سخت زړي او بېرحمه کسان د هغه په آورېدو څه ان چې په لېدو یې هم ځانونه هېر وي. دوی وایی، یو مړ کېږي بل مړيږي.
د دې دنیا یی محشرګا په نندارې نه چې دځینو انسانانو زړونه په ټکان او روح یې په عذابیږي نه، بلکې دځاني ګټو په موخه ورته هوسېږي په کې دکار موندنې په خاطر واسطې او غوړمالي کوی،بډې ورکوی ان چې خپله وفادارۍ هم پرې لیلامه وی. داسې نده چې د څار ویو په خېټه او کولمو کې لعل،جواهر او روپۍ موندل کېږي چې دواطلبان یې زیات دي.بلکې داهاغه څاروي وي چې د ازاد بازار قصاب انګېرلي وي چې له نس نه به یې یو پوچاقې وازګه هم ترلاسه نشي.
خو د مسلخ له آمره نیولې تر مابره په همدغو باندې د ملت د مذدورۍ روپۍ غلاه کوي. لغړ او ډنګر څاروې د چاغ په نامه،آوښ دغویې،څخوندر د پسه او لس نسه لنګه شوي اوزه د وري په نوم پرې تېره وي.داسې اورېدل او لیدل شوي همدي چې آس او مردار شوي حېوان یی دحلالې غوښې په نامه په خلکو پلورلي .
که په هغو لپړو او مردارو غوښو څوک ناروغه یا کوم یو پرې مړ شوی وي.د مسلخ د مشرانو او کشرانو یې پرې څه، ځکه دوی سنجول شوي ګټه دمخه ترې جېبته کړې وي. د مسلخ جنابان دلنډې او تنګې شېبو لپاره شپانه هم پاتې کېږي. خو شپني یې قصابې ته ورته د ګټې وټی منبع وي. پدي چې ځیني وخت ډېر مال پېري له تېغه د تېرولو تر مودې پورې یې پالنه،څارنه او ساتنه هم کوي.پدې پلمه د دولت له خزانې نه د کونجاړي،دانې او بېدې د پېر لپاره پرېمانه بودیجه اخلي.لېکن د څارویو آخورونه په خالې بوسو هم ډک نه وي .
له ملت سره جفاکاران بیا د کال په پای کې په نرادۍ سره دا ملي خیانت لوی خدمت ښئی په ولس احسان اچوي چې دمسلخ ادارۍ پدې ستونزمنو شرایطو کې د قرارداد له پرېګړو سره سم آړوندې څانګې ېوه ورځ هم بې غوښې نکړې.
د دین ګل پر تنه چې مات ورمېږ،سپین مخ،نرمه،لشمه او پسته ژبه موښتې له دولت او حکومت نه به تل ناراضه وه. هاغه یې کټ مټ دمسلخ ریاست ګڼه. ویل به یې هغوی ولس هم په ژوندینې شپلوي او هم په مرګ. ثبوت به یې ښووه چې له ۲۰۰۱یوم کال راهيسې دولت د ملت د مړه ونې او د هېواد د ابادونې په نامه له نړۍ والو په میلیاردو ډالرې مرستې واخستي خو عوامو د وچې ډوډۍ د نه موندنې په وجه چا اولاد وپلوره او چا په ښارو کې خوشې کړه.د زلزلو او سېلابونو په پېښو کې چې پر اوسېدونکو دکورو دېوالونه او چتونه را پرېوځي،کروندې یې شاړې او څاروي یې هلاک شي. بیا اړونده ادارۍ د مړو شوو او زېامنو کسانو په پلمه له خزانې بنډلونه روپۍ وباسې په سلو کې پنځه دمړو په وارېثینو او په کور ورانو ووېشې نورې پنځه نوي سلنه ګړوت کړي. وړم کال د واورې د ښوېدو لامله ۲۰۰ واړه او زاړه، نارینه اوښځینه لارویان په سالنګ کې د سل متره اوږد والي او دوه متره لوړوالی استنادي دېوال د نشتوالي له کبله په کې ستۍ شوه.پدې لسو کالو کې لوړ پوړه چارواکو خورا قېمتي کورونه،هوټلونه او شل پوړيزه بلډنګونه اباده کړې په فرضي ډول که همدغه ودانۍ یو روبطي واسطه له بېخه اوچته کړي د هلمند، مرغاب، کنړ،کوکچې او یا د هېواد د نورو مستو سیندو په مناسب ځاي کې کېږدي اوبه به دمه شې د خدای وچ ډګونه او دښتې به پرې سمسوره او د ولس کندوان به وه پرې ځوقیدلي وه .
خو د اریانتیا او هیښتیا خبره داده چې د دین ګل همغه بڼه،همغه یې خوله اوژبه ده لېکن نور الفاظ ترې راوځي.اوس وایي چې زموږ حکومت د شپانه په شان دي د ملت ښوونه ،روزنه،پالنه او ساتنه کوی.په مېلونه زده کونکي ښوونځيو ته ځي په زرهاوو محصلینې نجونې لرو،ښځو ته بهر په دوترو کې دکار حق ورکړ شوی او په سیاست کې پوره ونډه لري.دپارلمان او کابینې غړي شوي.ټولو ته یې د وینا آزادي ورکړې هرڅه غوښتلي ،ویلي او کولې شي. په لس هاوو تصویري په سل هاووغږیزې او چاپي رسنې لرو.پدې وجه مې ملا تړلې چې د ملت شپون شم نو ځکه مې تاسې د خدای پاماني لپاره ختم ته رابللي یې زه په حکومت کې صوبدار شوي یم بله اونې ځم.چارواکوته مو سلامونه رسوم او تاسې هم ورپه یاده وم. مشرانو ویلي د چا څه ضمیر ژوندي وي هاغه د ظالمانو او خائینانو کړني غندي برعکس که ضمیر یې مړشی بیا د هغوی کړنې په ولس احسان ګڼي پاي محمد نقیب تره خیل ۲۰۱۱-۱۲-۲۸