دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
پنځلسمه برخه
چينډخه وايي: زه له ټوپ وهلو پرته بل څه نه لرم.(افريقا- واي)
چينډخه هم اوازکوي که څوک پرې پښه کېدي.(پوليند)
که غاښونه يې درلودې چونډخ به هم چيچل کولی.(ايتاليا)
دچينډخ بچي ته(په ماشومتوب کې) آسمان له تبۍ غټ نه وي.(چين)
چينډخ چې هرڅومره ټوپونه ووهي اخير په خپل ډنډکې وي.(شوروي اتحاد-کالموکي[دلوېديزې منګوليا ژبه(ژ)])
الوتونکې/مرغۍ
مرغۍ چې اوازونه کوي،نه پوهېږي چې څوک يې اوري.(پولياني(دپلينزي دټاپوګانو داوسېدونکي)[ژ.])
الوتونکې اوازونه کوي يادانې لري يا پېسې.(اووم پيدر)
هره مرغۍ په خپله مښوکه غږونه باسي.
دهرې مرغۍ خپل اوازاورېدل خوښېږي.(انګلستان)
کوچنۍ مرغۍچې ډېروخته اوازونه کوي،پيشۍورپسې زغلي.(هاليند)
ديوې مرغۍ دزېږېدوله پاره بايد يوه هګۍ وچوي.
کوچنۍ مرغۍ کوچنۍ هګۍ اچوي.(دنمارک-فيرو)
اوس به کوچنۍ مرغۍ غټه هګۍ واچوي.(افريقا- کيکونګو(په مرکزي افريقاکې دکونګودخلکوژبه[ژ.])
کوچنۍمرغۍ خپله ځاله په خپله جوړوي،چې ورسره سمه برابره وي.(تايليند- سيامسي)
له کم کم(ډکي ډکي) نه مرغۍ خپله ځاله جوړوي.
دارښتيادي چې ناروغه مرغۍ خپله ځاله نه شي جوړولی.(فريزي(دجرمني ژبوله ډلې ده)[ژ.])
هغه ډېره خرابه مرغۍ ده چې په خپله ځاله کې غول کوي.(پيدرلول)
دوه مرغۍ له يوې نه ښه ځاله جوړولی شي.
ټولې مارغان بازان نه وي.(پيدرلول)
له ګونګی(جُغد) نه ټولې مرغۍ کرکه کوي،هغه په هرحال ددوۍ مرګ دی.
هغه مارغه چې په ځمکه خواړه لټوي،ډېر اوچت الوزي.
ړومبنی مرغۍړومبنۍ دانه ترلاسه کوي.(پيدر لول)
هغه مرغۍ چې ډېربچي لري،وروسته چاغېږي .
هره مرغۍ خپلو بڼکوته ضرورت لري.(اووم پيدر)
هغه مرغۍ چې له لېرې واټن نه راغلي وي،ښايسته بڼکې لري.(سکاتليند- ګيلي(سکاتليندۍ سيمه ييزه ژپه)[ژ.] )
۷۱
که څه هم مارغه په هواکې مړشي خوبڼکې يې تل ځمکې ته راغورځېږي.(افريقا- اشانتي(دخلکونوم دی چې په لوېديزه افريقاکې اوسېږي)[ژ.])
چېرته چې مارغه قوي وي،هلته دهغه بغداددی.(شوروي اتحاد- ګرجستان)
که مرغۍ ډېره اوچته والوزي،کېدی شي بيرته خپله ځاله پېدانه کړي.(سورينام- انګرېزي)
کله چې مرغۍ لېرې والوزي،چټلۍ يې ترشاپاتې کېږي.(اندونيزيا- سوندانسي(ماليايي ژبه په دې ژبه په لوېديزه جاوا کې۲۷مليونه وګړي ګړېږي)[ژ.])
کله چې الوتونکې مړه کېږي،هګۍ يې خوسا کېږي.(سويلي افريقا- زولو)
څنګه الوتونکي وي هغه راز ډله جوړوي.
ماړه اووږي مارغان يوځای نه شي الوتلي(ګوايانا-انګرېزي)
خدای الوتونکوته خواړه ورکوي،خوبايد په خپله پسې والوزي.(هاليند)
په لاس کې يوه مرغۍ د بام پرسرله لسومرغيونه ښه ده
په لاس کې يوه مرغۍ داغزن ځنګل له دوه مرغيونه ښه ده.(انګلستان)
په پنجره کې يوه مرغۍ دهواله زرومرغيو نه ښه ده.(المان)
دمارغانوبچې په خپله خپلې خولې هغه چاته وازوي چې ددوۍ په وژلو پسې راځي.
هوښياره مرغۍپه نوي جال نه دوکه کېږي.(ايتاليا)
ډېردي چې مرغۍ دژغورنې په خاطرنيسي.
داترټولو ښايسته مرغۍ وي چې په پنجره کې اچول کېږي.(چين)
يوه کوچنۍمرغۍ دکوچنۍپنجرې له پاره.(افريقا- سواحلي)
په ځنګل کې کوچنۍ ځنګلي مرغۍ دپنجرې له غټې مرغۍ غوره ده .(فرانسه)
ډک
هيڅ ګونۍ(بوجۍ) هم دومره ډکه نه وي چې يوه دانه غله پکې ځای نه شي.
که جام ډک وي،پرمورګو يې اوړي.
ډک خانک(لوښی) بايد په احتياط وېوړل شي.(پيدرلول)
بشپړ
هيڅ څوک بشپړ نه دي.
ټګ
ټګ په ټولومسلکونوکې څه له لاسه نه ورکوي.(انګلستان)
ډکول
دهقان چې کله خپل خوګ ته دارې بور ورکوه ويې ويل:«څه شی چې ډکوي يې چاغوي يې هم».
«داټول ډکول کوي» ګنډونکي وويل،اوسپږه يې تېره کړه.
۷۲
شاه زی(شهزاده)
دشاه زي چوپړدتورې دڅوکې څټل دي.(هند-هندي)
خوسکی
داډېرحماقت دی چې دنازېږېدلي خوسکي له پاره غوجل جوړه کړی.(پيدر لول)
څنګه خوسکی هغسې پاده.
پلرنی وطن
چېرته چې زه هوسايم هغه مې پلرنی وطن دی.(لاتين)
بنده چېرته دې ښه هلته دې شپه.(افغانستان-پښتو[ژ.])
دپلرني وطن له پاره قرباني(مړينه) وياړدی،خودهغې له پاره ژوندي پاتې کېدل لازيات وياړ دی.(هنګري)
ګډ
دګډې بدمرغي زغم اسان دی.
ګډه اړتياياران له انډيوالۍ باسي.
په ډله کې دبېړۍ ماتېدل ډاډدی.(لاتين)
ګډ خطر يووالی راولي.(لاتين)
بند/دفاعي ديوال
بندله دننه نړېږي(بلغاريا)
زېږد،مړينه
هغه چې زېږي بايدومري.(پيدرلول)
څومره ژرچې يو انسان زېږي،مړينه يې پېل کېږي.(انګلستان)
ړومبی نفس دمړينې پېل دي.(ايتاليا)
موږ يوازې په يوه بڼه زېږو،په زرډوله مړه کېږو.(يوګوسلاويا-سرب کرواتيا)
موږراځو(زېږو)اوژاړو،داژوند دی.موږژاړواوځودامړينه ده.(فرانسه)
موږ په ژړازېږو،له شکايت سره ژوندکوواو ناهيله مړه کېږو.(دامريکا متحدايالتونه)
هرڅوګ بربنډ زېږي.
ديوزېږدل له بل سره ورته دی؛چې څلورم کس وزېږېدمرئي هم وزېږېد.(افريقا-يوروبا[په لوېديځه افريقاکې ديوې قبيلې نوم دی چې ژبه يې هم ديوروباپه نامه يادېږي ])
مړوته مړستون (قبر)،ژوندوته مېله(جشن ).(اسپانيا)
په پام کې ونيسه چې مړکېږې دخپل عادت په باب فکروکړه.(ايتاليا)
دابيخي طبيعي ده چې مړکېږی لکه څنګه چې زېږي.(انګلستان)
دوه څيزه تل راځي:مرګ اوقيامت.
مړينه څرګنده ده خووخت يې ناڅرګند دی.(پيدرلول)
۷۳
مرګ دغرشاته نه ،بلکې ستا شاته دی.(روسيه)
مرګ يو توراوښ دي چې دهر چادروازې ته ګونډه وهي.(ترکيه)
مرګ هغه اوښ دی چې دهرچادروازې ته ګونډه وهي.(افغانستان-پشتو[ژ.])
دبدمړی له پاره په بڼ کې څه چاره نه شته.(انګلستان)
مړينه ډاکترمبارز ې ته هڅوي.(لاتين)
مړينه دغريب ډېر ښه ډاکتر دی.(ايرليند)
له مرګ وروسته دکتورا.(فرانسه)
مرګ هغه طلبګاردی چې نه ،نه قبلوي.
مرګ ړوند،خوغښتلی دی.
مرګ اولمرته په سترګونه شی کتلی.(روسيه)
مړينه اعتدال نه پېژني.(سويلی افريقا-زولو)
مرګ له هيڅ انسان څخه نه ډارېږي.(افريقا - فولب)
مرګ بل څوک خوري،خو تا نه هېروي.(افريقا-روندا)
مرګ چې کله راځی نوچيغې نه وهي.(فنليند)
مرګ وری لکه د پسه تېروي.(دامريکا متحده ايالتونه)
مرګ دخوب وروردی.(زړه يوناني)
مرګ دخسيس دخزانې کيلي ده.(افريقا - اشانتي)
مرګ بايدرښتيا(حقيقت)څرګند کړي.(يهودي)
زوړسړی په مرګ پسې ځي،اومرګ په ځوانانو پسې راځي.(انګلستان)
ځوان مړکېدې شي،زوړسړی بايدمړشي.(روسيه)
دخدايانو[خدای (ج) يو اولاشريک دی،دلته دجمع صيغه دپخوانيويونانيانو له قوله کارول شوې ده.ژ.]خوښېږي چې ځوان مړشي.(پخوانی يونان)
له هغې راهيسې چې مرګ مودشوی،ژوندخوندي نه دی.(زړه يهودي)
له دې امله چې يومری،هرڅه مري؟(افريقا-دوالا)
مرګ خومرګ دی ولی سړی رنځ(عذاب) وګالي؟(ايران-کردي)
ګومان کوې چې دمرګ ساحه درسېدوله پاره تړل شوې ده؟(نوی زيليند-پولياني)
زما ملګری ولې له مرګه ډارېږې؟هغه چې مړشوی دی لاتراوسه يې نه دی تجربه کړی.(روسيه)
له وياړ سره مړينه ښه ده،تردې چې ژوندله شرمه سره و ي.(پخوانی ناروېژي اوايسليندي ژبه(دمنځنيوپېړيو[ژ.])
له بې غېرته ژوندنه دمېړانې مرګ ښه دی.(افغانستان-پښتو[ژ.])
چېرته چې سړي اخر بايدمړشي،هماغومره اسمان نږدی وي.
سړي دوه ځله نه شي مړ کېدی،خوديوځل مرګ مخنيوی نه کېږي.(روسيه)
مړينه ټول سره برابروي.
۷۴
مړينه ټولوته يوبرابرراځي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
مړينه ټول پورونه اداکوي.(فرانسه)
سړی بايدځوان مړشي،څومره ناوخته چې شوني وي.(فرانسه)
هغه انسان چې په ژوندکې وې ،په مرګ سره نه بدلېږې.(هند)
خلک ځي ،ددوۍ کړنې له مړينې وروسته ددوۍ برخليک ټاکي.(هند)
له مرګ نه ډارله مرګه بدتر دی.(لاتين)
هغه چې له مرګ نه،نه ډارېږي له هيڅ شي نه ډارېږي.
هغه چې نيم کال دمخه مړشو،داسې مړ شولکه ادم.(انګلستان)
له سپکاوي سره ژوندنه وياړلی مرګ غوره دي.(لاتين)
له بې عزته ژوندنه دعزت مرګ ښه دی.(افغانستان-پښتو[ژ.])
هيڅوک له خپل وخت نه مخکې نه مري.(زړه يهودي)
سړي يوځل مري خواوږد مهال مړوي.
هغه،چې مري،په تياره کې مري،هغه روښنايې شيندونکی دی.(کولمبيا-اسپانوي )
دمړي ميرات وړونکي اوږدمهال انتطار کاږي.
قبر کيندونکي وويل:«مړی زما ګټه/جايزه ده».
ديوله مرګه،دبل ژونددی.(فرانسه)
ديومړينه دبل ډوډۍ ده.
له مړي بل څوک ښه نه شته.(پخوانی يونان)
په ژونديوکې ښه نه شته،په مړوکې بد.(افغانستان-پښتو[ژ.])
مړسړی چيچل نه کوي .(انګلستان)
مړسړی چُغلي/غېبت نه کوي. (انګلستان)
مړی چټکه سپرلۍ کوي.(المان)
مړ تل پړ دی.(فرانسه)
پرېږده چې مړی دمړي غم وخوري،اوژوندی دژوندي.(چين)
پرېږده چې مړی مړی ښخ کړي.(بيبل)
دمړی ساړه نه کېږي.(انګلستان)
دمړو ډېرکي(اکثريت) ستر دی.
دا ناوخته مرګ دی چې دبتکې تر پښو لاندې مړشې.
کوټی/داس بچی
کوټی له پلار سره برابر دی.
له خراب کوټی ښه اس جوړېږي.
له خرخره شوي کوټي نه ښايسته اس جوړېږي.
۷۵