د خواخوږۍ پيغام
بياهم په ټول درد و درېغ له وتلي رسنوال او د کره پښتو
خوږژبي وياند سپين تڼي سره د مور بي بي تر مړينې
درې کاله وروسته د بل ډېرنژدې کالخوای، گران او
لوراند پلار په ويرکې گډون کوو.
هسې خو د هر کورني غړي او خپلوان يومخيز
بېلتون نازغموړ دی، خوهماغسې چې ژوند له آره يو
خدايي پوردی، نوپرې کول يې د تل لپاره ځنډېدای نه
شي. له همدې لامله به موږ هم خپل فرهنگي دوست ته
د ورپېښ درد و غم د سهنې او ډاډېينې لپاره له خواشينۍ
او خواخوږۍ پرته نورڅه ور ډالۍ کړای شو!
د پلار په وير ويرژلي تڼي او نورو کورنيو غړيو ته د زغم
او پېڅ، اوهغه ارواښاد ته له پاک څښتنه د جنتونو
غوښتنه کوو.
پوهاند زيار او کورنۍ
اکسفورډ، دېسېمبر۲۰۱۱