د تګاب د بی وزلو خلکو د پرا نستي لیک ستا ینه .

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ا ما ن ا لله صا فی
خوږو دوستا نو ! پدی ورستیو کی د بینوا په ویبپانه کی د ولسمشرپه نا مه د تګاب د کړیدلو او بی وزلوخلکو یو پرانستی لیک می تر سترګو شو ، خدای ته حاضر په لیدو او لوستویی ډیر خوشحاله شوم ، په رښتیا سره چی په لیک کی ټول حقیقتونه او واقعیتونه لیکل شوی وو اوپه رښتیا سره د تګاب دمظلومو او بی وزلو خلکومشکلاتونه ددی لا نور هم زیات دي
دا ځکه چی ،
۱ـ د۱۳۵۷ کال نه تر۱۳۷۱ کال پوری د تګاب عوام او بی وسه خلک له یوی طرفه د روسانو د بی ځایه بمباردونو له کبله ځا ني او اقتصادی زیان من شوی دي او له بلی خوا د تنظیمونو د سیاسی نا خوا لواو بی ځایه واکمنی د لاسته راوړلو په خاطر د خپل مینځی جګړوله کبله د تګاب عوام خلک کړیدلی او زوریدلی دی ، تا سو باور وکړی چی په تګاب کی د کورونه نه علا وه داسی د انارو باغ نشته چی په هغی کی د روسانو بمب نوی غورځیدلی او کله چی د انارو باغ ته ننوځی نو اوس هم د باروتو بوی ښه احساسوی .
۲ـ د ۱۳۷۱ کال نه تر ۱۳۷۴ کال پوری کله چی اسلامی دولت په افغانستان کی حا کم شونود تګاب ولسوالی د نوروولسوالیو او ولا یتونوخلکو له خوا اداره کیدله او هغوی کومه خا صه پا ملرنه او خواخوږیی د تګاب او دعا موخلکوسره نه درلوده.
۳ـ د ۱۳۷۴ کال نه تر ۱۳۸۰ کا له پوری کله چی زمونږ نا راضی ورونو (طا لبا نو )د ملک واک په لاس کی واخیست نو پدی وخت کی د تګاب ولسوالی واک د نورو ولایتو نوخلکو په لاس ولوید چی هغوی هم د تګاب د مشکلاتو سره کومه خا صه علاقه نه درلوده.
۴ـ په کال ۱۳۸۰کی کله چی د بن کنفراس په اساس نوی دولت جوړشواو نړیوالی ټولنی د بیا رغونی په نوم افغانستان ته مخه وکړه خو تر اوسه پوری نه دولت ، نه د ولایتی بیا رغونی ټیم او نه کو می نا دولتی موسسی د بیات د بنیاد په شمول تګاب ته تشریف وړی دی دا څه چی په اوسنی دولت کی دتګاب نه نه یو زړ سوانده وزیر شته ، نه ریس شته او نه کوم پخوانۍ جهادی قومندان او نه په پارالمان کی د تګاب د ولسو الی نما ینده شته چی د وزیرانو په غونډه کی د تګاب د مشکلا تو نه یاد ونه وکړي .
په هرصورت دا مشکلات اوس هم روان دی خدای تعا لی ته به معلومه وي چی تر څه وخته به دوام وکړی دا پدی معنی چی د تګاب عوام خلک ددولت او نا راضی ورونو ( طا لبانو ) تر مینځ په جنګو کی بی ځا یه په شهادت رسیږی ، د بیلګی په توګه ، دوی هفتی مخکی د تګاب د بهادر خیلو په کلی کی یو حاجی صاحب چی د څو مرو هیلو سره د حج د مراسمو دپرځای کولو نه وروسته خپل کور ته راستون شوی وو خپل او خپلوان یی دده د بدرګی او لیدو په خاطردده په کور کی راغونډ شوي وومګرد فرانسویا نو د ړانده راکت پواسطه د حا جی په شمول اته کسه نور خپلوان یی بی ځا یه ښکار او په شهادت ورسیدل او دا خبردولت او د نړی ټو�
�و خلکو وواریده او داسی نوری پیښی چی ژبه یی د ویلو او قلم یی د لیکلو نه نا توانه او عاجزه پا تی کیږی، او فهیم صا حب ته دی خدای خیرورکړی چی په دی ۳۳ کلونو کی دا لمړی ځل دی چی داسی یو چارواکي ددی پيښی د څیړونو په خاطریو دولتی پلاوی ټاکي چی تګاب ته لاړشي او پیښه تر نږدی وڅیړي .
خوږو لوستونکو ! دی کی هیڅ د شک ځای نشته چی د تګاب ولسوالی د مساحت او جمعیت پر اساس د پنجشیر او دایکوندی ولسوالیو نه دری چنده زیا ته ده ، مګرداچی په هغه ولسوا لیو کی شیران او امران وو او دي د خپلو ولسوا لیو نه یی ولایتو نه جوړ کړه چی په هیڅ معیار سره برابرنه وه او د سرکو نو نه د اروپا او امریکا های وی جوړکړی ، مخ ددی نه چا چی به پر دی سرکونو دی ولسوالیو ته سفرکا وه نو لمړی به یی په جبل السراج اویا با میانو کی پر ځان د شها دت کلمه ویله او بیا به یی سفر کا وه مګر اوس چی دی ولسوا لیو( ولایتونو) ته څوک سفر کوی نه پوهیږی چی زه په مړټر کی یم اوکه په طیاره کی ،
او که تا سو دتګاب دولسوا لي سرک وونی نو تا سی به داسی فکر وکړی چی دا ولسوا لی د افغا نستان د خاوری پوری هیڅ تړاو نه لری او دا دکوم بل هیواد پوری تړی ولسوا لی ده .
او بل داچی د تګاب ولسوا لی پخوانی او جها دی قوما ندا نان د خپلو نا خوالو کړنو له کبله اوس په پا کستان او یا ایران کی شپی او ورځی تیروي او د خلکو له ویری نشی کولای خپلی ولسوالی ته رای شی در حا لیکه چی د پنجشیراو دایکوندی ولسوا لیو امران که مړه دی په قبرونو یی زیا رتونه جوړشوی او که ژوندي دی عوام خلک ورته د قدر او احترام په سترګه ګوری .
خوږو لوستونکو ! دا لمړی ځل دی چی پدی ۳۳ کلونوکی د تګاب عوام ، بی وزله او مظلوم خلک د خپلو مشکلاتو په خاطرد ولسمشراو نورو چارواکو ته خپل غږرسوی خدای دوکړی چی کرزی صاحب ته ددوي لیک د یو چا له خوا وروړاندی شی اوکرزی صاحب ددوی د مشکلاتود حلولو په خا طر یو ټنګ تصمیم ونیسی ، اومونږ دتګاب خلک چی ددنیا په هر ګوټ اوسیږوددوی دداسی لیکو نو ستا ینه کوواو خدای تعا لی دی تګاب عوام ، قومی مشرانو او سپین ږیروته نور هم همت ورکړی چی نور داسی لیکونه هم د ولسمشر او یا نورو چار واکوغوږونو ته ورسوی په پښتو کی یو متل دی چی وایی ( ما شوم چی ونه ژاړی مور شدی نه ورکوي) په اخر ک�
� به دا ووایو چی د تګاب د بی وسه او مظلو مو خلکو دی خدای مل شي .
په در ناوی
ا ما ن الله صا فی