په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې ښاغلی رحیم غمزده د اوږدې ناروغۍ وروسته د نزدې 75 کالو په عمر د روان ۲۰۱۱ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۱۵ مه نیټه د جمعی په ورځ لدی فانې نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټي کړی
رحیم غمزده د تېرو دریو کالونو راهیسی د مرئ د کېنسر یا سرطان په ناروغئ اخته ؤ او د جمعې په ورځ د ننگرهار په یو روغتون کې پحق ورسېد.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد رحیم غمزده دپښتو ژبی نومیالی سندرغاړی ،کمپوزر ،شاعراو ممثل ؤ چی د هنر په ډګر کی ئی دډیرو نوښتونو سربیره د پښتنی کولتور د بډایني لپاره ئی دپښتو موسیقي په شرقی، غربی او هندی نوی تالونو سره غني کړی وه.
ارواښاد رحیم غمزده نزدې شپېته کاله د هنر په نړۍ کې پاتې شوې ؤ. ملی سیاسی نظر ئی درلود د خپل قام او هیواد دابادئ اوسوکالئ لپاره ئی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی اوخپلو سندروته ئی دمينې او ورورولئ پښتنې رنګ ورکړی ؤ .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon Social Democratic Party (PSDP) د ارواښاد رحیم غمزده مړینه پښتنی کولتور او ټولو پښتنو ته نه جبران کیدونکی ضایعه بولی، دکورنئ خپلوانو ، دوستانو او مینه والوسره ئی پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی.
روح دی ښاد وی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند