د هيواد وتلې سندرغاړى او شاعر رحيم غمزده په حق ورسید

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هيواد وتلې سندرغاړى او شاعر رحيم غمزده د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د جمعې ورځ د ١٣٩٠لمريز کال د ليندۍ په پينځه ويشتمه سهار اته بجې دننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې ساه ورکړه،چۍ جنازه به يي د خپل وصيت سره سم پخپل پلرني ټاټوبي خوګياڼو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
د غمزده صېب يو تن خواخوږې او د هنر مينه وال محمړ زبېر خاکسار کليد راديو ته په يوه مرکه کې وويل:
چې د تېرو دريو کلونو را پديخوا چې غمزده صېب ته د سرطان ناروغي پېښه شوى وه،هيڅ کوم دولتي او غېر دولتي ټولنو دده پوښتنه نه ده کړى،آن د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست او د کلتور وزارت چارواکو ده سره خواخوږي او مرسته نه ده کړى.
دده په وېنا په جرمني کۍ مېشت فرهنګپال داکتر اکرم ملکزي او بهر مېشت بل تن شيرعلي خان ورسره يوه اندازه نقدي مرستى تر سره کړي دي،چۍ تر څو وکړاى شي په يادو مرستو د ځان علاج وکړي.
دا هغه غمزده وو،چې څو څو ځله يي ايواردونه او د غمزده په نوم د ګرځنده کنسرت جواز ورته شهيد داود خان ورکړى وو،نوموړى د طالبانو د سقوط وروسته يو ځل بيا ننګرهار ته راغې او پخپل زوړ کور د رحيم غمزده په کوڅه کۍ د ننګرهار په دويمه ناحيه کې استوګن شو.
روح دى ښاد وي.
جمشيد ملکزى
ننګرهار
0700 676747