دامریکا ولسمشر دپاکستان ځخه دبخښنی غوښتنه رده کړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د پاکستان دولتي تلویزیون تیر ماښام د پوځ د عامه اړیکو ددفتر په حواله خبر ورکړ، چې پرون له غرمې مخکې دامریکایي ځواکونو وروستۍ الوتکه له شمسي هوایي ډګر څخه ووتله او ددې هوایي ډګر چارې پوخ ترلاسه کړې .

شمسي هوایي چې د متحده عربي اماراتو د شیخانو لخوا جوړ شوی او هغوی ته یې د یوه قرارداد له مخې ورکړل شوی چې هر کال ورته د ښکار او چکر لپاره راتلل.خو کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په افغانستان کې دطالبانو او القاعدې پر ضد عملیات پیل کړل، نو دغه هوایي ډګر يې له اماراتو واخیستل او خپل پوځیان یې پکې ځای پر ځای کړل.له دې هوایي ډګر څخه امریکایي ځواکونه په افغانستان د بریدونو ترڅنګ دپاکستان په شمالی ، سویلي وزیرستان او ځینو نورو سیمو هم بې پیلوټه بریدونه ترسره کول،راپورونه وايي د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې ډېر وختونه ستونزمنې وي، خو لومړي وزير يوسف رضا گيلاني له بي. بي. سي. سره په ځانگړې مرکه کې په داگه ومنله چې امريکا او پاکستان يو پر بل باندي باور نه لري،دشمسی هوایی ډګر تر تخلیه کیدو وروسته،د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي نور هم خراب او بحرانې شول او دا ځکه چې د امریکا د سنا هیئت پاکستان ته د ۷۰۰ میلیونو ډالرو مرسته بنده کړه،د سنا غړېو وویل، تر هغې به پاکستان ته دا مرستې نه ورکوي چې پاکستان په سیمې کې د سړک د غاړی ماینونو د نه پراختیا ډاډ ورکړی تر دی وړاندی پاکستان په سیمه کی دبل هر هیواد په پرتله له امریکا څخه زیاتی مرستی تر لاسه کوی ،د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ کال راهیسي پاکستان ته په امنیتي او اقتصادي برخو کې شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالره مرسته کړیده او ددي پیسو په بدل کې پاکستان له ایتلافي ځواکونو سره د وسله والو پر ضد جګړې کې د همکارۍ ژمنه کړیده،د سنا دا قید شوي پیسې د هغو ملیاردونو ډالرو یوه کوچنۍ برخه ده چې امریکایي هر کال د پاکستان ملکې او پوځي سکتورونو ته ورکوي،خو د سنا دا پریکړه ممکن په راتلونکې کې په نورو مرستو هم اغیز وکړي .
واشنګټن له اسلام اباد څخه غوښتنې زیاتې کړې او ورڅخه غواړي چې د افراطیانو پر ضد باید جدي کار وکړي
دا غوښتنې په خاص ډول له هغې ورځې زیاتې او جدي شوې دې چې د امریکا خاصو ځواکونو په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په نښه او وواژه،د امریکا سنا چې د دې هېواد په پوځي بودیجې باندې غور کوي او په روانې اوونۍ کې یي ممکن تصویب کړي، پاکستان ته د ۷۰۰ میلونو ډالرو بندول یي هم د بودوجې د کمښت یوه برخه ده ،د امریکا په سنا کې جمهوریت غوښتونکې سناتور هوارد مکېون وویل، د امریکا متحده ایالات غواړي له پاکستان څخه ډاډ حاصل کړې چې دا هېواد به هغه میانونه له منځه وړي چې په افغانستان کې ورباندي ایتلافي عسکر وژنې،له پاکستان سره د امریکا د مرستو د دوام لپاره نور شرطونه هم ایښودل شویدي. یو شرط دا دی چې پاکستان به د حقاني شبکې د ټکولو او ددغې شبکې د فعالیتونو د بندولو لپاره جدې هلې ځلې کوې، خو د پاکستان ملکي حکومت تل دا خبره کړې چې دې هېواد ته د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو بندیدل به د امریکا پر ضد دعامو خلکو احساسات راوپاروي،د امریکا د سنا هیئت وایي، د دي هیواد په نوي پوځي بودجې کې به له دفاع وزارت څخه وغوښتل شي چې پاکستان ته د مرستو د اغیز په اړه باید یوه ستراتیژي جوړه کړې.
د اوس لپاره ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي په ټپه درېدلې دي.پاکستان د دغه هېواد پر سرحدي پوستو چې افغان چارواکو ويلي وو د افغانستان په خاوره کې دي تر بريد وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکملاتي لاره وتړله . پاکستان وايي تر هغه مهاله چې له امريکا سره په اړيکو کې نوي مقررات نه وي ليکلي لاريو ته به اجازه نه ورکوي چې تر پولو يې افغان خاورې ته واوړي.
دځینو باوری راپورونو پربنیادد امریکا ولسمشر باراک اوباما د خپلو بهرنیو چارو د وزارت دا مشوره چې له پاکستان څخه دې بخښنه، وغواړي رد کړې ده ،خو د زلمي خلیلزاد په وینا متحده ایالاتو تر دې دمه له پاکستان سره په روابطو کې د کړکیچ د کمولو لپاره پر تکتیکي ځوابونو تمرکز کړی دی، تر څو چې پاکستان له وسلو والو ډلو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي د وروستۍ سرحدي ستونزې په شان پیښې به په راتلونکې کې هم رامنځته کیږي
د اوسنۍ ستراتیژۍ د  مفهوم د تغيیر او د دې لپاره چې پاکستان له وسله والو ملاتړ بند کړي یو پراخ بنسټه پلان ته اړتیا ده،ددی لپاره دوی لاری موجودی دې  
لومړی امریکا باید پاکستان ته واضحه کړي چې ددغه هیواد د اوسنۍ تګلارې دوام څه خطرونه لری پاکستاني جنرالان باید دا ومني چې تر څو هغوى تروریستان روزي، مالي مرستې ورسره کوي او افغانستان ته يې راستوي، په سرحدي سیمو کې به  ناټو ورته ګامونه اخلي،د امریکا کانګریس باید له پاکستان سره خپلې اقتصادي او پوځی مرستې د افغانستان په مسله کې د اسلام اباد همکارۍ پورې مربوطې کړي،د امریکا او پاکستان تر منځ د اوسني بحران د کمیدو لپاره د زلمي خلیلزاد دويم پیشنهاد دا دی چې واشنګتن باید پاکستان ته په هغه صورت کې چې طالبان له افغان دولت سره خبرو ته چمتو کړي، یو څه امتیازات ورکړي،په دغو خبرو کې باید امریکا د پاکستان قانوني ګټي هم په پام کې ونیسي او پاکستان باید ژمنه وکړي چې د هغو طالبانو پرضد به اقدامات کوي چې د خبرو اترو د پروسې مخالفت کوي
د پاکستان په پوځي مشرتابه کې اکثره په دې باور دي چې امریکا له افغانستان څخه په وتو ده، دوى د افغان دولت او د متحده ایالاتو تر منځ اړیکو کې کړکیچ هم په پام کې نیسي او باور لري چې افغانستان کې د حکومت او خلکو تر منځ د فاصلې له امله به وروسته تر دې چې نړیوال ځواکونه ووځي، د کابل حکومت یو کمزورى لوبغاړی وي،که متحده ایالاتو د پاکستان په وړاندې پرېکنده عمل وکړ نو کیدى شي دغه هیواد خپلې اوسنۍ پالیسۍ ته ورپیښ خطرونه له سره محاسبه کړي او هغه شان عمل وکړي لکه څرنګه چې يې د ۲۰۰۱م کال د یوولسم سپتمبر له حملو وروسته وکړ یعنې د امریکا د فشار په نتیجه کې يې د طالبانو له رژیم خپل ملاتړ ودراوه
دا د دې وخت نه دی چې امریکا خپله حوصله له لاسه ورکړي، که د پاکستان ۲۴ سرتیري وژل شوي، د امریکا او متحدانو يې هم زرګونه عسکر وژل شوي دي، زیات شمېر افغان سرتیري او ملکي وګړي د هم هغو وسله والو په بریدونو کې وژل کیږي چې پاکستان يې ملاتړ کوي او ورته يې  خوندي پناه ځايونه ورکړي دي.پای سلام خان
.