د روان کال د ډسمبر لومړۍ چې د ليندۍ د لسمې نېټې
سره سمون لري ، د افغانستان پلازمېنې کابل کې د افغانستان ملي گوند او تفاهم شوری د واحد گوند لپاره يو درنه غونډه (کنگره) درلوده .
په نوموړې غونډه کې د افغانستان د ټولو ولايتونو ، د کابل ښار ، د گاونډيو هېوادو او له بهرنيو هېوادو څخه ۳۵۰ ټاکل شوي نمايندگان رابلل شوي وو. همدارنگه کنگرې ته د نورو سياسي گوندونو مشرانو او استازو، د ولسي جرگې غړو، دولتي او غير دولتي اشخاصو گډون درلود.
غونډه د کلام الله د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل او ورپسې د کنگرې کار د گوند د موسس او سپين ږيري مشر ښاغلی عبدالرشيد ارين لخوا پرانستل شوه .
د کنگرې د مشرتابه هيئت او اجندا د رايو په يووالي سره تائيد شوه . د کنگرې کار د گوند د مرستيال عبدالرحمان صدري له خوا پرمخ وړل کېده.
د کنگرې اساسي رپوټ د ملي گوند د رئيس ښاغلي عبدالحی مالک له خوا د کنگرې برخه والو ته واورول شو . په رپوټ کې د گوند د دوو کنگرو ترمنځ د گوندي کار او فعاليت د افغانستان او سيمې په روانو سياسي – نظامي حالاتو او د گوند د راتلونکو دندو په هکله اوږد څېړنيز بحث شوی وو.
د کنگرې په اساسي رپوټ يو شمېر گوندې مسئولينو تائيدي ويناوې او خپل وړانديزونه وړاندې کړل .
نوموړی رپوټ د کنگرې د برخه والو له خوا تائيد شو.
د کنگرې په بله برخه کې د نورو سياسي گوندونو او سياسي شخصيتونو ويناوې وکړې او د کنگرې د کار او فعاليت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
وروسته بيا د گوند په نوم، مرامنامه او اساسنامه باندې اوږد بحث وشو. په پايله کې د گوند نوم په خپل حالت ( ملي گوند) پاتې شو او په اساسنامه کې يو شمېر تغيرات رامنځته شول.
د غونډې په څلورمه برخه کې د کنگرې د غړو څخه نوي (۹۰) کسان د گوند د مرکزي شوری لپاره د رايو په اکثريت وټاکل شول.
په پای کې د مرکزي شوری پلينیوم داير شو . د پيلينيوم برخه والو د گوند رئيس، درې مرستيالان (۱۵) تنه اجرائيه هيئت اوه (۷) تنه دارالانشا وټاکل .
د گوند رئيس ښاغلی عبدالحی مالک، مرستيالان يې عبدالرحمان صدري، جانان مرخيل، سيدمحمد ټينگار د درې کالو لپاره غوره شول .
کنگره د نويو کارونو او دندو د ښه پرمخ بېولو په موخه په پوره ملگرتوب او ريښتونولۍ پای ته ورسېده.
د کنگرې ځينې انځورونه