د روسیې د اولسنونو د ملگرتیا په پوهنتون کې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د دېسمبر په لومړۍ نېټه د افغاني تاریخي، هنري او لاسي توکو ستر نندارتون پرانېستل شو. دا ستر نندارتون د افغانستان او روسیې په پېښلیک کې د خپل څرنگوالي او څومره والي له اړخه تر اوسه بېلگه نه درلودله.
دغه د گران هېواد د ویاړ وړ نندارتون په روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري ټولنې مشر ښاغلي الحاج اختر محمد صافي، د روسیې د ملگرتیا د پوهنتون مرستیال او د افغانستان د اولسي جرگې د لوړپوري پلاوي غړو پرانېست.
پاتې دې نه وي، چې د افغاني تاریخي، هنري او لاسي توکو ستر نندارتون په روسیه کې د مېشتو افغانانو د ټولنې او په تېره بیا د دې ټولنې د مشر په نوښت او د پرله پسې هلو ځلو په برکت پرانېستل شو. د پلارني ټاټوبي په بېلا بېلو سیمو کې په دې ستر نندارتون کې نندارې ته د وړاندې کولو لپاره په سلگونو په زړه پوري توکي د ښاغلي الحاج اختر محمد صافي په لارښوونه او ځاني لگښت پېرودل شوي وو. باید وویل شي، چې د دې نندارتون په چمتو کونه کې د ښاغلي تمیم اخلاص نه ستړی کېدونکی زیار د هېرېدو وړ نه دی.
د دې ستر نندارتون تر ټولو لومړۍ موخه دا وه، چې د اولسنونو د ملگرتیا په پوهنتون کې د نړۍ له گوټ گوټ څخه زده کړیالو ته بډای افغاني فرهنگ وروپېژدل شي. له دې سربېره د دې ستر نندارتون چمتو کونکو غوښتل، چې له هېواد څخه دباندي اوسېدونکی ویال پښت په خپل ښایسته فرهنگ ویاړ وکړي او هیڅکله یې هېر نه کړي.
ښاغلي الحاج اختر محمد صافي په خپله پرانېستونکې وینا کې په ټینگار وویل، چې دا راز نندارتونونه د افغاني فرهنگ د پېژندنې او ودې لپاره ډېر مهم دي او بایدپه راتلونکي کې هم، دې نندارتون ته نور ورته نندارتونونه مینه والو او لېوالو ته وړاندې شي. همدا راز په روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري ټولنې مشر له ټولو برخه والو څخه هیله وکړه، چې له دې ټولنې سره، هېواد او اولس ته د چوپړ کولو په لاره کې هراړخیزه مرسته وشي، ځکه چې یوه اوږه دومره دروند بار نه شي پورته کولای.
د ویلو وړ ده، چې دباندي نندارچیانو په گډون ټولو د نندارتون تود هرکلی وکړ. د «اتحاد» خپرونې له خبریال سره د مرکې په ترڅ کې یوه مېلمه وویل، چې دی ښادمن دی او ویاړي، چې په پردي هېواد کې افغاني تاریخي او هنري توکي نندارې ته وړاندې کېږي. ده ډېره کړه: «د دې نندارتونونو له لارې د نړۍ د نورو هېوادونو وگړي د افغاني فرهنگ په بډایتوب پوهېدلای شي، نو ځکه زه د داسې نندارتون ستاینه او ملاتړ کوم».
پاتې دې نه وي، چې افغان زده کړیالو د خپلې نېک مرغۍ د څرگندلو او له ملي نڅاسره د باندنیو نندارچیانو د پېژنتیا لپاره لومړی اټن او بیا بېلابېلې افغاني سیمه ییزې نڅاوې په ډېره ښه توگه وکړې.
یاد دې وي، چې له دې څخه مخکې هم په روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري ټولنې په نوښت څو نندارتونونه د افغاني فرهنگ د پېژندنې لپاره ترسره شوي وو.
په روسیه کې دمېشتو افغانانو سراسري ټولنه
فرهنگي څانگه
د ډله ییزو رسنیو جرگه گۍ