دترکى اسلام حکومت ...... يوه بېلګه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليک : مسيح الله (عصام)
آياصوفيا د مشرقې نصرانى نړۍ ترټولوځانګړى کليساوه .......... هغه د قسطنطين اعظم زوى قسطنطيوس دخپل دپلاردوصيت مطابق پرخپل ورور
لا ئې سينس باندې دبريا وروسته تعميرکړې .......
١٥ فپورې ٣٦٠ عيسوې کال باندې دهغې  د پاک والې رسم اداء کړې شو .
سلطان محمد فاتح پر٢٩ دمۍ ١٤٥٣ عيسوې کال کې قسطنطيه فتح کړه اوياده کليسايې پرجومات بدله کړه اوپه هغې د توحيد اذانونه وغږيدل ...... تر١٤٥٣ ع څخه تر١٩٣٤ ع پورې آياصوفيا جومات ؤ اوپه هغې دالله تعالى دبنده ګې اوعبادتونه کيدل مګر په ١٩٣٤ ع کال کې کمال اترک اعلان وکړ
چې اوس دغه جومات نه بلکې عجائب ګر( موزيم ) دى اوحالات ان تردې ورسيدل چې ، په ١٩٣٦ کې پدغه جومات کې دحضرت مريم عليه السلام ، دحضرت عيسى عليه السلام ، دشهينشاه قسطينطين اود شهينشاه يوسينانوس انځورنه يوځل بيا وليدل شو ، دکمال اتاترک دمړينې وروسته د آياصوفيا يوځل بيا دجومات کولو لپاره د اسلام خوښونکو او سيکولر وګړو ترمنځ کشمکش پېل شو . سيکولرخلکوپدې زور کاوه چې ترکيه يو لادينه ټولنه پاتې شې او د ديندارو  خلکو همېشه لپاره پدې کوښښ کاوه چې په څه ډول دترکې داسلامې تهذيب دورثى ساتنه وکړې اوخپل حقيقې پيژنګلوى ورته ورکړې ، چې يوه بېلګه يې فتح استنبول پروګرامونه ؤ ، پردغه وخت کې سيکولرډلې کوښښ کاوه چې ، ډيروګړې خرافات ، اود واهياتو پروګرامونه پيل کړې اود ترکې قوم په نڅا ، ټنګ ټکور اود رباب په اوازسره هغوې دخپل دين ، مذهب تاريخ  ، فرهنګ اوکلتور څخه لرې وساتل شې  ، اود ترقۍ دوارثې طبقې پرقسطنطيه باندې د مسلمانانو بريا اوفتح پرمهال داکوښښ کاوه چې له امله يې ترکې عواموته خپله پياوړې اسلامې ماضې دمخکنيو مشرانو تواريخ او د رواجونوسره اشنا کړې اوداسې چاپيريال پيداکړې کوم چې د ١٥پيړۍ عيسوى کې د فتح قسطينطيه پرمهال وو .
پردغه مهال ترټولو ډير اظهار په ٥٤٢ يادګارې پروګرام پرمهال بې دينه عناصرو په جامح جومات آياصوفيا کې د( نسيس ) په نوم دنڅا او ټنګ ټکور يو ثقافتې پروګرام کولو اعلان وکړ ، چې مشرې يې د وخت حکومت کوله ددغې پروګرام اعلان کولو سره سم اسلام خوښونکو په ډيرطاقت سره دمزاحمت کولو په پايله کې د ترکى د ثقافت وزير ارجان قرة قاس سره دټولو ځواکونو شاته تللو ته اړشو . مګر هغه او ملګرويې  سملاسې يوبل چال وچلوه چې دجامع جومات پرځاى يې دهغې په باغچه کې دپروګرام کولو اعلان وکړ ، مګر اسلام پلوه هغوې هغې ځآى ته هم دنه پريښودلو لپاره  په ٢٧ مۍ کې ډېر وګړي احتجاجې لاريون لپاره راجمعه شول او غوښتنه يې کوله چې په يادپروګرام بنديز ولګوي اولدې سربېره دغه جومات دلمونځ کولو لپاره دپرانستلو په ډېر زور سره غوښتنه وکړه ، کومه چې ،سيکولر حکومت رد کړه ، لدې دوه ورځې وروسته په ٢٩ مۍ باندې د رفاه ګوند په انونو بڼ کې ديوى بيسارى غونډې  اهتمام وکړ چې په هغې کې ديولاک څخه ډيرو خلګوګډون وکړ ، پدغه احتجاج کې په  استنبول کې دپخوانى تاريخ دژوندى کولو لار هواره شوه ، د عوامو ډيروالى ، او جذبى دليدلو وړوى ، چې پکې ترکيانو د ډيرى خوشالۍ څخه وژړل ، دتوحيد دشنه رنګ دبيرغونو دسيورى لاندې دټولنې دهرى برخې وګړو بوډاګانو ، ځوانانو ، ښځوپکې ګډون کړې ؤ ، هغوى دفتح قسطنطيه تاريخې ياد غمجن کړي ؤ ، پروفيسر نجم الدين اربکان يادلاريون او جلسې ته په خپله وينا کې وويل :
کوم تن چې ، جامع جومات آياصوفيااودهغې دموخې او سلطان محمدفاتح د وصيت خلاف کوې پرهغوې باندې دى الله جل جلاله لعنت وى ، موږ دبربنډو ښځوانځورونو اوپه جامع جومات کې د نڅا اجازت نه ورکوو، د پروفيسر اربکان اودهغې د ملګرو مزاحمت او کوښښونو اخربريا ومونده او آياصوفيا يوځل بيا د موزيم څخه د اسلام په عبادت ځاى ( جومات ) بدل شو ، دجامع جومات آياصوفيا عروج او زوال دغه واقعه موږ ته راښايې چې ، ترکيه داسلامى نړۍ دتهذيب ، کلتور اوفرهنګ کې يو مرکزى حيثيت لرې ، اګر چې په ترکيه کې د لادينو او مسلمانانو ترمنځ ډېرڅه شوې دې مګر دترکې عوامو او ديندارو خلکو د تشدد دلارې څخه  ګريز کړې ؤ ، اوخپلې موخې ته رسيدلې دى ، اود نا اميدى دښکاريدو څخه پرته يې خپلې موخې ته  دوام ورکړې ؤ ، ددغې کوښښونو په پايله کې ترکى د سلطان محمد فاتح د زمانې يوڅرک ضرور ښکارې ، اوداد هغه ترکې علماء کرامو د استقامت ثمره ده کوموچې په زير زمنيو اوحجروکې يې په پټه د درس او تدريس دغه سلسله جارې ساتلى وه ، دکلک عزم خاوندانو ، سياسې او ملى مشرانو د کوښښونو ثمره ده کوموچې ، دکمال اتاترک دغه سيکولر هيواد ترکيه يې د اسلامى نړۍ يوځلانده ستورى نړۍ ته ور پيژانده ، داد هغه ځوانانو د کوششونوپايله ده کومو چې دهرډول ويري او خطرى سره ، سره خپل کوشوشونه جارې وساتل او حالاتو ته يې بدلون ورکړ ، او بريالى شول .
دترکې د اسلام خوښونکو بريا ، تګلاره ، صبر ، استقامت او دوامداره کوششونو دنړۍ د ټولو دينې اومذهبى تحريکونو لپاره د يو مرکزى بېلګې حيثيت لرې ، چې دخپلو مشرانو ، د کړنو د ساتنې لپاره اودخپل مذهبي پيژندګلوۍ دبقا او د شعائرو اسلام لپاره د جوش نه بلکې دهوش او د شدت نه بلکې دحکمت څخه کاراخيتسي دى  .

ليک : مسيح الله (عصام)

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.