دبن دوهم کنفرانس که دافغان په کوردوهمه ټکـــه؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بســــــــــــــــــــــــــــــمل
قدرمنو لوستونکو!
د اوږدې لیکنې  په  ځای  بهتره ګڼم  د  څو لنډو جملو په  وړاندې کولو سره  د پورتني سرلیک  دبن  د دوهم  او بې ثمره کنفرانس  په  اړوند په لنډ ډول ستاسو خدمت  ته  څه مالومات  درکړم .
دایوڅو ورځې کیږي ، چې دنړۍ  په ګڼ  شمېر هېوادونو کې مې له  ډېروبا احساسو افغانانو سره  اړیکې ونیوې  دوی  ټولو په یوه خوله وېیل ،
چې  دبن دوهم کنفرانس به  له لمړي کنفرانس څخه په مراتبوکمزوری وي دا ځکه، چې  اوس  د مغرضینو سترګې  په  سیمه کې  خلاسې  شوې ، دوی  ډېر مغروردي  او فکر کوي ، چې ګواکې لاس پوڅي اواجنټان به یې ګټې وساتي خو دا فکر  ورسره نشته، چې دا حماسي سیمه  د امپراتورانو تل  پاتې  هدیره  وه  او وي  به .
د بن  دوهم کنفرانس به هسې  دوخت وژنه  او افغانانو غولونه  وي نورڅه به څوک ترې  جوړنه کړي له  همدې کبله مې  په یوشمېررسنیولکه  دپیام افغان  تلویزیون، آزادي  رادیو اوبي بي سي  رادیوکې  خپلې نیوکې وکړې هیله من یم ستاسودمنلو وړ وګرزي  .
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
که تاسو دافغان  ویبپاڼو د تخنیکي ستونځو له کبله  هغه نه  شئ  اورېدلای نو د لاندې  لینک  په کښېباسلو سره یې اورېدلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17089
په اخېرکې په لنډ ډول  سره یو ځل  بیا  ستاسو خدمت  ته لیکم، چې  دبن  دوهم  کنفرانس ځکه  د غندنې وړ دی، چې  په دې کنفرانس کې به  دمغرضوبهرنیوهېوادونو تر فشارلاندې  په افغان  هیئت  ډېر څه ومنل شي دا ځکه،  چې  یادهیئت دبهرنیانو لخوا تحمیل شوی او تر بن پورې  د را رسېدو په  حال کې دی ځکه خو موږ په لاندې ډول خپل غږ اوچت کړی دی