که پاکستان ګډون وکړی او یانه دبن کنفرانس جوړیږې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
تمه ده، چې د دو شنبه په ورځ د روان کار د ډسمبر میاشتې په پنځمه نېته د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړېواله غونډه جوړه شي ،د سیاسي او مطبوعاتي کړېو ترمنځ دغه غونډه د بن د دویمې غونډه په نامه نومول شوې، چې شعار یې دی ″له انتقاله تر انکشافه، د بن په دویمه غونډه کې به د شاوخوا پنځوسو هېوادونو استازي ګډون وکړي
، چې دوی به له افغانستان سره د سیاسي اړیکو، د نړېوالو مرسته او افغان ځواکونو ته د امینتي مسوولیت د سپارلو پر مسالو بحث وکړي، دهمدی هدف په خاطر دافغانستان داسلامی دولت ولسمشر حامد کرزى د يوه لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ د بن په دويم کانفرانس کې د ګډون په موخه نن (دجمعه په ور ځ ) ددیسمبر په دوهمه نیټه له غرمې مخکې المان ته روان شو.
حا مد کرزی به آلمان ته د خپل پنځه ورځني سفر په جریان کې د بُن د نړيوال کنفرانس پر پرانیستې سربېره چې په هغه کې به خپله وینا وکړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډو لاسته راوړنو، د سولې د بهیر، له نړۍ سره د ستراتیژیکو همکاریو او دغه راز د هغو ستونزو په اړه چې افغانستان ورسره د امنیت د نشتوالي، د اقتصادي زیربناګانو بیارغونې ته د نه پاملرنې او موازي جوړښتونو په برخه کې مخامخ دی، خبرې وکړي
دغه راز جمهور رئیس به د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي بانکي مون، د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر ګیدو وستروله او د نړۍ له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي، کتنې او خبرې اترې وکړي
د هېواد جمهور رئیس به د دوشنبې په ورځ  د برلین ښار ته لاړ شي او د آلمان له صدراعظمې انګلا مېرکل او جمهور رئیس کریستین وولف سره به وګوري او د آلمان له صدراعظمې سره به په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړي ،د هېواد جمهور رئیس به د بُن د نړيوال کنفرانس له پای ته رسېدو او د آلمان له صدراعظمې او جمهور رئیس او د نړۍ د نورو لوړ پوړو چارواکو سره له کتنو وروسته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د رسمي سفر په موخه د لندن ښار ته لاړ شي ،جمهور رئیس به لندن ته په خپل سفر کې د بریتانیا د صدراعظم دیوید کامرون او د هغه هېواد د ولیعهد شهزاده چارلز سره پر کتنو سربېره، د افغانستان او بریتانیا تر منځ د اوږدمهاله همکاریو موافقه ليک لاسلیک کړي. دغه راز حامد کرزی به د اقتصاد او سیاسي علومو په پوهنتون کې محصلینو او د فکري بنسټونو محقیقینو ته لکچر ورکړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره آلمان ته په دې سفر کې، د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار، ستر وزیر هدایت امین ارسلا، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د کار او ټولنیزو چارو وزیره آمنه افضلی، د عامې روغتیا وزارت سرپرسته ثریا دلیل، د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسن بانو غضنفر، لوی څارنوال محمداسحق الکو، د جمهور رئیس مشاور او د ليږدونې د کمیسیون رئیس ډاکټر اشرف غني احمدزی، د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوی قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس معصوم ستانکزی، د بشر د حقونو د کمیسیون رئیسه سیماثمر، د جمهوري ریاست د عالي مقام ددفتر مرستیاله حمیرا لودین اعتمادي او د ملي شورا او د ځینو ولایتي شوراګانو یو شمېر غړي، ملتیا کوي
د یادولو وړ ده چې د بُن په نړيوال کنفرانس کې چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ او د فدرالي آلمان په کوربه توب له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه د خبرو اترو په موخه جوړیږي، د نړۍ د سلو هېوادونو پر لوړ پوړو چارواکو سربېره ۱۵ بین المللي سازمانونه هم ګډون کوي د هغو له جملی ځخه،د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندوی الکساندر لوکاشویچ دجمعه په ور ځ وویل چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف به د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان په اړه د بون په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي ،د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې سره سم لوکاشویچ ویلي چې د راروانې دوشنبې په ورځ د بون په کنفرانس کې، چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړېږي، د نړۍ د شپېتو(۶۰) هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو په شمول د اوولس نړیوالو موسسو او ۸۸ هیوادونو استازي ګډون کوي ،ده همداراز ویلي چې د ډله ییز امنیتي تړون(د پخواني شوروي اتحاد د یو شمېرهیوادونو امنیتي تړون) مشر نیکولای باردیوژا او د شانګهای د همکارۍ تړون عمومي منشي مراد بېک ایمان علي یف هم دې کنفرانس ته بلل شوي دي
وروسته له دې چې پاکستان د بون په کنفراتنس کې د ګډون په اړه د افغانستان، جرمني او امریکا بیا بیا غوشتنې رد کړې، امریکا ویلی دی چې که پاکستان د بون په کنفرانس کې ګډون وکړي یا یې ونه کړي دا کنفرانس به په خپل وخت جوړ او د افغانستان پر راتلونکي به خبرې وکړي، که د بون په کنفرنس کې پاکستان نه وي نو د افغانستان په اړه دا غونډه به بیا هم په خپل وخت پر مخ ولاړه شي ، دا به يوه بريالۍ غونډه وي.پنځه اتيا هيوادونه او پنځلس نړيوالې ادارې به د بون په کنفرنس کې برخه ولري. دوی ټولو د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره قوي ملاتړ ښودلی خو موږ غواړو پاکستان هلته ووينو. موږ باور لرو چې پاکستان د دې بهير يوه مهمه برخه ده او زموږ په نظر دا د پاکستان په ګټه ده چې په دې کنفرنس کې برخه واخلي
همدا رنګه د پاکستان د دې پرېکړې په اړه چې وايي، د بن په کنفرانس کې ګډون نه کوي، ښاغلي خلیلزاد وویل چې په افغانستان کې امنیت ته د رسېدو لپاره په هېواد کې دننه پخلاینې او د حل یوې سیمه ایزې او نړیوالې لارې ته اړتیا شته او په دې کې پاکستان یو مهم او اساسي لوبغاړی دی ،د ده په وینا که پاکستان له هغو افراطي ډلو سره چې په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو حملې کوي مرستو ته دوام ورکړي نو ښايي دا جګړه په اسانۍ سره ختمه نشي او د امریکا مالي لګښتونه به هم زیات شي. خلیلزاد امریکا ته مشوره ورکوي چې باید پر پاکستان فشار زیات کړي څو خپل سیاست بدل کړي ځکه د ده په وینا پاکستان نشي کولای په یوه وخت کې هم د امریکا دوست وي هم دښمن. ده زیاته کړه، په تېرو لسو کلونو کې امریکا له پاکستان سره د دوستۍ او همکارۍ لاره خپله کړې وه خو پاکستان له دې سره سره په خپل سیاست کې بدلون رانه وړ ،خلیلزاد داهم ویلی دی چی، په امریکا کې اوس مهال پر پاکستان د فشار او په تېره له دې هېواد سره د مرستو د بندولو خبره ډېره کېږي. د ده په وینا ځینې کړۍ حتی په دې نظر دي چې امریکا باید هغه ډلې چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو حملې کوي په پاکستان کې دننه په نښه کړي ځکه د دوی په نظر داډول فشارونه ښايي اسلام آباد دې ته اړباسي چې د افراطي ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي. خلیلزاد وايي چې یوازې په دې صورت کې به په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لاره اواره شي.پای سلام خان.