آياديوال چين دخلاڅخه ترسترګوکيږې ؟؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ژ: مسيح الله عصام
دنفوس په کچه دنړۍ ترټولو لوى هيواد سربېره د چين هيواد  پيژندګلوى يوشميرنورې ځانګړتياوې هم لرې ، چې يو يې ديوال چين هم ياديږې او د نړۍ په ٦ عجائبوکې هم شيمرل کيږې د ٤٥٠٠ ميله څخه زيات اوږد دغه د انسانانو پرلاسونو جوړشوي ديوال چې پيل يې ٥ پيړۍ وړاندې قبل مسيح عليه السلام څخ د ١٦ پيړۍ پورې د بېلابېلو مرحلو څخه تيرشوې
او اوسنى شکل يې اختيارکړې ، دديوال په چين په اړه داسې ويل کيده چې ، په کره يې زمکه واحد شئ دى ، چې انسانى سترګه يې بغيرد کومې آلې څخه اوآن ترسپوږمۍ څخه ليدل کيږې. .
مګر ساينسپوهانو دغه خبره ناسمه بللې او حقيقت دادى چې ، ياد ديوال يوازې هغه وخت ليدل کيږې کله چې ، دلمرسترګى رڼا په خاص ډول پرديوال پريوزې ، اوپه دغه وخت کې چې کره ارض موسم هم په يو خاص کيفيت کې وى ( هغه ځاى  چې دزمکې دسطحې څخه ١٦٠ کيلوميترو نه تر ٢٠٠٠ کيلو ميترو پورې لوړدى ) وخت وى او په زړه پورې خبره داده ددې ديوال په مقابله کې يو ډيرغيراهم شيان ترستوګيږې ، دبيلګې په توګه په دښتوکې جوړشوې اوږده سرکونه دخلاء څخه ليدل کيږې .
دديوال چين په اړه اول ځل بحث په ١٩٣٢ هغه وخت مخې ته راغى کله چې ، مشهور کارټون Riple's   Believe lt or Not  کې داسې وانګيرل شوه چې ، د انسانانو په لاس جوړشوى ديوال د سپوږمۍ څخه  ليدل کيږې  Riple's   Believe lt or Not   له امله ياده  خبره ومنل شوه د خلايې دور په پېل کې هم د ديوال چين په دغه (اعزاز ) چاهم شکونه نه کول ، مګر ددې لوى ديوال په هکله شکونه اوشبهات هغه مهال پيداشو کله چې ، په ١٩٦٩ کال دسپوږ مۍ څخه راغلې  نيل آرم  سټروګ څخه بيابيا وپوښتل شول چې ، ددغې سيارى څخه ديوال چين څه ډول ښکاريده ؟
نيل چې ، کوم ځواب ورکړ، کوم چې ، اوس مهال د ناساد جانسن سپيس سنټرپه تړاو يو پروګرام يوځل بيانشرکړاى شو ، نيل ويلې ؤ چې ، هغه د سپوږمۍ څخه ضرور براعظم ليدلې او داسې د اوبو حوضونه يې ليدلې ، مګرهغه د ٢٣٠٠٠٠  ميله څخه لري دانسانانوپه لاس جوړشوې کوم شي ليدلوباندې نه دې بريالې شوې ، سوال داپيداکيږې چې زمکې د سطحې څخه اوچتي خلاء څخه ديوال چين څه ډول او څنګه ښکاريږې ؟
ددې سوال ځواب دناسا مخکنې خلاباز جيفرې هوفمين ورکړې کوم چې ، ١٩٨٥ نه تر ١٩٨٩ ع کلونوکې د خلاته تلونکيو پنځه واړه سپيس شټل ميشنونوکې يې برخه درلوده ، هغه ويلې پردغه مهال سپيس شټل څو وارې د ديوال چين د پاسه تللې مګر زما سترګو د ديوال چين د ليدلو څخه محرومه وې ، اصل مشکل دادې چې انسانې سترګو ته هغه شي په ښکاره ډول ليدل کيږې ، دکوم شيانو رنګونه چې د شاوخوا شيانوسره توپيرولرې  په ديوال چين کې دسياحت کونکو لپاره څوځايونه بيارغول شوې ، مګر دهغې ډيرى برخې زړې شوې لدې سربيره دهغې په جوړلو کې ډيرې ډبرې کاريدلې چې له هغې وجې څخه د انسانې سترګې لپاره دخلا څخه ديوال اود هغې د شاوخوا څخه توپيرکول ډېر ستونزمن او ناشونې دې ، لدې وجې ، هوفمين چې اوس مهال د ميساچوسټس انسټيټيوټ آف تکنالوژې کې د ايرو سپيس انجينرنک پرفيسردې ويلې  د ديوال چين په څيرد فراعنه مصرد اهرامونو دليدو څخه هم محروم شوې ، مګر هغه  وايې چې،  هوايې ميدانونوکې دالوتکولپاره سرکونه او نهرونه چې ، دهغې د شاوخوا ځايونوڅخه  ،توپير ولرې په اسانۍ سره پيژندلى شې ، ځينو امريکايې خلابازانو په ځانګړې Eugehe Cemah او Ed  Lu  ويلې ، دې چې هغوې دخلا څخه ديوال چين ليدلې مګر داپه هغه وخت ترسترګوکيږې ، کله چې ، لمرسترګه راخيژې اوياهم ډوبيږې ولې چې دغه وخت درڼا له امله د ديوال چين سيورې ډير اوږد وې چې د شاه خوا څخه يې توپيرکيږې اودوى ديوال ليدلې .
٢٠٠٤ ع امريکايې خلاباز Leroy Chiao  دبين الاقوامې خلائې سټيشن بيجنګ څخه ٢٠٠ ميله لرې د شمالې منګوليادپراخې سيمې دهغه وخت يو انځور اخيستې کله چې ، د لمرسترګه د ديوال چين په حق کې وه ، او وروسته دناسا ځينوپوهانو ددې خبرې پخلې او تصديق کړې چې ، په انځورکې دديوال چين په څير يو خړانځورپه سترګوکيږې ، انسانې سترګې په پرتله ماشينونه ډيرښه کارکوې په خلاء کې تاويدونکى مصنوعې سيارو باندې داسې آلات نصب شويدې چې ، د خړوالې او وريځواخوا د ليدو صلاحيت لرې ، مګر دسترګو لپاره ددغو حايلوشيانو څخه اخوا کتل ناشونې خبره ده ، ځينې مصنوعې سيارې د بيلګې په توګه امريکايې جيولوجيکل د سروى سټيلائټ Landsat  کوم چې د زمکې څخه ٤٣٨ ميله لوړ په خلاکې دى ، يوازې په ځانګړې موسمې صورت حال کې انځورونه اخيستلاى شې ، امريکايې جيوجيګل سروى د(( لينډ ريموټ سينسک پروګرام )) دانفارميشن اسپشليسټ رونالډ بيک ويلې ، له موږ سره داسې انځورونه دې چې په هغې د ديوال چين شاوخوا له واورى څخه ډک ښکارې چې ، له امله يې دغه په انسانې لاسونو جوړ ديوال ترسترګوکيږي .
چينې وګړو ډيره زمانه پدې خبره فخرکاوه چې ، دخلاڅخه په سترګوکيدو يواځنۍ شي چې په انسانې لاسونو جوړ دې ديوال دهغوې په هيواد کې شتون لرې .
په ٢٠٠٣ ع کال کې چې ، کله د چين اولنۍ خلاته تلونکى Yahy Liwei دزمکې د مدار د چکر راستون شو هغه د ا انکشاف وکړچې ، دخلاڅخه د ديوال چين د ليدولو څخه محرومه دى ، نو په چينايانو کې د نااميدۍ خبرې رامنځته شوې ،په دغه وخت کې په چين هيواد کې د ديوال چين د خلاڅخه په نظرراتلو اونه راتلو په اړه بحثونه پيل شوچې ، تر ننه پورې دوام لرې .
مګر چينې عوام لا څه کوې د چين اکيډمې آف سائنسز د انسټيټيوټ آف ريموټ سينسګ ايپلي کيشينز پروفيسر Wei Chengjie  وايې موږ ته اوسمهال دلاډيرو تجربو کولو اود خلابازانو لپاره په نوې بڼه کارکولو ته اړتياده  ، مګر ددې خبرې دامطلب نه دې چې د هغه خبره سل فيصده صحې ده اوداهم ويل کيږې  چې سپيس شټل دومره په تيزۍ سره تګ کوې چې ، په کوم ځاى بآندې د سترګو د نظرودريدل ناشونې دى
/    /5/2005 ډيلې ايکپرسي نيوز
ژ: مسيح الله عصام