محمدحسن حقياردا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بسم الله الرحمن الرحيم
سعود کورنۍ او حرمين
له شک پرته دسعود کورنۍ واکمنان ډېرې سياسي او شخصي نيمګړتياوې لري داکورنۍ مسبتده اودکتاتوره ده ،خپل ولس ته نه دبيان ازادي ورکوي ،نه دنظردښکارولو، لاريونونو اونه دغږ لوړولو حق، دحکومت پر درې ګونو قواوو حاکمان دي،په ټولو لوړو څوکيو همدوى ناست دي،
دې موضوع ته وروسته راځو خوله دې ټولو نيمګړتياوو او کمزوريو سر ه يې حرمينوته پرخدمتونو سترګې پټول ناځواني او بې انصافي ده،دوى حرمينوته نه هېرېدونکى خدمتونه وکړل، ددوى خدمتونه، حاجيانوته برابرې کړې آسانتياوې او دحرمينو ظاهري اوباطني ښکلا ماليدلې او په هره برخه کې مې يادښتونه هم اخستي دي خو زما معلومات کافي هم ندي او په ځينو برخوکې دحرم دمتواګانواو مستخدمينوله خولې دي چې شمېرې ،نېټې کرکټرونه او،،،،،يې ډېر دقيق بللى نشم، دحرم دمعلوماتو څانګې ته ورغللم خو هغوى ددومره معلوماتو راکولوته چمتو نشول، په دې اړه تکړه ليکوال او هڅاند ورور ښاغلي عبدالملک همت په خپل کتاب (زموږ دقبلې تاريخ)کې دسعودي کورنۍ دخدمتونو په اړه ځينې معلومات راټول کړي دي، دده مراجع او ارقام دقيق دي،خو دده لخوا دمعلوماتو له راټولوهم لس کاله تېرېږي. پدې لسو کالو کې په حرم کې ډېر بدلونونه او پرمختګونه راغلي ډېر کارونه شوي دي زه لومړى د ښاغلي همت معلومات را لېږدوم،وروسته به په خپل يون کې چېرې چې زه ګرځم په خپلو ليدلواواورېدلوکې تاسودرانه لوستونکي له ځانه سره و ګرځوم.
دملک عبدالعزيزپه پير کې دمسجدالحرم بيارغونه
(کله چې ملک عبدالعزيزبن عبدالرحمن الفيصل آل سعود په ١٣٤٣ هـ س کال پر حجاز واکمن شو يو کال وروسته يې دمسجدالحرام د ودانولو اراده څرګنده کړه،نو هغه وو چې دمسجدالحرام د هغه مهال د اوقافو مدير دمسجدالحرام په بيا جوړولو ،ترميم او اصلاح لاس پورې کړ،چې داترميم دهمدغه کال د حج د موسم تر رارسېدو پاى ته ورسېد.
بياپه ١٣٤٦ هـ س کال ملک عبدالعزيز آل سعود دټول مسجد الحرام دباندې برخې دبياودانولو امر صادر کړ او داکار يې شيخ عبدالله دهلوي ته وسپاره ،کوم چې دزبيدې دچينې په کارولو کې يې څوکلونه زيار اېستلى وو او په دې هلکه يې ښه کر جوت شوى وو.
عبدالله دهلوي د مسجد الحرام دبيا رغولو ټول لازم مواد برابر کړل او له هغو کسانو څخه يې مرسته وغوښته چې دزبيدې د چينې په آبادولوکې يې دده سره مرسته او کار کړى وو داکار نوموړي دهمدې کال د ددوهمې خور په مياشت کې پيل کړ او دمسجدالحرام په هره برخه کې يې ترميم،اصلاح تزئين او نوى والى راووست.