اميرزېب دُراني
کيسه ليکنه په افغاني ادب او کلتور کې لرغونى تاريخ او ځانګړى ځاى لري، ميندې، پلرونه او مشران يې ماشومانو د خوشحاله ساتلو او د دې لپاره چې يو خيالي نړۍ ته يې بوځي، د شپې لخواء مختلفې کيسې بيانوي، ځيني کيسې ډېرې بېرونکي او نورې يې بيا د ځانګړې مطلب درلودنکي وي، د مشرانو لخواء کشرانو او کوچنيو ګلاليو ماشومانو ته کيسه کول دوه مفهومه لري،
يو داچې ماشوما خوشحاله وساتي او بله دا چې ماشوم د هغه کيسې په مطلب پوره پوه کړي، نيمګړتياوې، او په کيسه کې بيان شوي حقيقت ورته په ګوته کړي، مګر د وخت په تېرېدو افغاني ليکوالانو کيسه ليکنې ته مخه ښه نه ده ويلې، ورځ تر
بلې يې کوښښ کړي، چې حقيقت ته نږدې او داسې کيسې وليکي چې په خپل لنډ غولي کې لوستونکي په کيسه کې په رانغښتل شوي، مطلب، ستونزو او په کيسه کې د ذکرشويو اشخاصو په شجاعت او يا هم په ناځوانمردانۍ پوره پوه کړي، کلونه مخکې چې مطبوعات په دې کچه نه و، چې يو څوک دې ليکل شوې کيسه د نړۍ ګوډ ګوډ ته د لوستونکيو لوستلو لپاره وړاندې کړي، او هغه حقيقت ته متوجه کړي، چې په خپله کيسه کې راوړي وي، په اوسني وخت کې پښتنه ټولنه ډېر کيسه ليکوونکي، شاعران، اديبان او ليکوالان لري، ځينو خو يې دخپل ژوند ډېره برخه په دغه سفر کې تېرکړى وي، او ځيني داسې وي، چې نوي يې دغه برخه کې قد
م ايښى وي، او کوښښ کوي، چې مخ ته ولاړ شي او هېوادوال د خپل ليکل شوي مضمون، کيسې او يا د شعر په ژبه پوه کړي، مګر دا چې څوک څومره لياقت او استعداد لري ،هغه يې دخپل قلم په خوږه اوله معنى په ډکه ژبه خپلو لوستوکيوته دقضاوت په خاطر پرې ايښي دي او دا لوستونکيو ته او په ځانګړې ډول د پښتو ادب مينه والو ته بهتره معلومه ده.
د يو ې ښې کيسې ليکنې لپاره د ښې سوژې انتخاب سره ځانګړي استعداد ته ډېره اړتيا شته، چې ټاکل شوې سوژه په خپل هنري قلم سينګار کړي او هغه واقعيتونو او ناخوالو ته پکې اشاره وکړي، چې زموږ افغان ولس ورسره لاس او ګريوان دي، دا چې تر دې دمه په پښتو ژبه د لنډو کيسو ډېر کتابونه ليکل شوي، او ټولنې ته د لوستلو په موخه وړاندې شوي، مګر پښتو لنډو کيسو په ځينو چاپ شويو کتابونو کې نيمګړتياوې ليدل کېدې، ځينې يې له واقعيته ليرې او د نورو په اشاره ليکل شوې وې او ځينو نورو يې يوازې د مينې څخه بله خبره د خپلو کيسو په اوږدو کې نده راوړې، مګر د پښتو ژبې تکړه ليکوال او خوږ ژب�
� شاعر ښاغلي رفيع الله روشن په خپل لومړنۍ ټولګه (بې موره)کې چې نوې دچاپ په ګاڼه سمبال شوې ده،دا تشه پوره کړې، ټولې يې داسې سوژې انتخاب کړي او داسې کيسې يې ليکلي چې يا کورنى تاوتريخوالى،ياناسم دودونه او يا نېستۍ اوتنګ لاسۍ ته پکې اشاره شوې، د ښاغلي روشن په کيسو کې بله ځانګړنه دا ده، چې د يوې کيسې په لوستلو لوستونکي اړباسي ترڅو ورپسې کيسه په ورين تندي ولولي او لوستلو ته يې وخت ورکړي، ځکه چې په کيسو کې يې د ټولنې عيني پېښې يعني واقعيتونه تمثيل کړي او د جملو تسلسل يې داسې ساتلي چې لوستونکو ځانګړې توجه کيسه لوستلو ته اړوي، ښاغلي روشن د نهيلي کيسې ترس�
�ليک لاندې چې د (بې موره) کتاب په ٤٥م مخ کې ځاى پرځاى شوې، د داسې يو ځوان کيسه بيانوي، چې په ښوونځي کې د ټولو زده کوونکيو د زړونو ساتونکى و، همېشه يې پرمخ مسکا خوره او کوښښ کوي، چې خپل ملګري خوشحاله وساتي، مګر د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان شي، چې په نتيجه کې ونه شي کولاى خپلې زده کړې سرته ورسوي همداسې بلکه کيسه چې په خپلو سترګويې کې ليدلې او بيا يې ورته د خپل ذهين ذهن او هنري ګوتو په مرسته ادبي جامه اغوستې حقيقت يې داسې انځور کړى چې لوستونکي ورته ګوته په ښاغ پاتې کېږي، دا يې داسې يوې مظلومې سوالګرې کيسه بيان کړې، چې ناسم دود په نتيجه کې دې ته
اړ شوې چې هره ورځ د سريناهوټل ترڅنګ د خيرڅادروغوړوي او دخپل ژوند دجوش او ځوانۍ ( ۲۰)کلنۍ کې دې ته اړه شي، چې پخپلو نازکو لاسونو د خپلې خسرګنۍ د ساتنې لپاره سوال وکړي او خوشحاله يې وساتي، ځکه چې د خاوند لخواء ورسره ښه چلند ځکه نه کېږي، چې د خاوند يې خوښه نه وه او پلار يې ورته په خپله خوښه په نکاه کړي وه، د خسرګنۍ لخواء ورته ويل کېږي، چې بايدد دوي د ساتنې لپاره پسې وګټي او که چېرته داسې ونه کړي، نو زوى به يې ورته طلاق ورکړي، سوالګره چې د طلاق د نوم څخه نفرت لري، مجبورېږي، چې د کورنۍ خوشحاله ساتلو لپاره سوال وکړي، دبې موره کيسې ترسرليک لاندې يې د لريو
پرتو کليو کيسه بيان کړې، او ټولو هغو مشکلاتو ته يې پکې اشاره کړې، چې د کلي اوسېدونکي ورسره مخامخ دي، د ښار څخه تر کلي پوري خامه سړک، د برېښنا او په کلي کې د صحي مرکز نشتون يې د کيسې غټ او د توجه وړ ستونزې بللي، چې د همدغه ستونزو په نتيجه کې د باور چې په کيسه کې مرکزي کريکټر په غاړه لري، مجبورېږي، چې خپله ښځه د ښځينه ناروغۍ په وجه له لاسه ورکړي او د کونډتون ژوند اختيار کړي، په ټولو کېسو کې ښاغلي روشن د جملو تسلسل داسې ساتلي، چې د هرې جملې په لوستلو د لوستونکي تنده او تلوسه زياتيږي او دې ته يې اړباسي چې بله جمله او ورپسې کيسه ولولي.
ليکوال روشن په خپله لومړۍ ټولګه کې۲۲ لنډو کيسو ته ځاى ورکړى او په ۱۴۰مخونو کې په رنګه پښتۍ د (بې موره) په نوم د خوست ولايت مقام په مالي لګښت چاپ کړى، د ۲۲ کيسو کې د عيني واقعيتونو د بيانولو ترڅنګ د لوستونکو لپاره يې نه يوازې دا چې کورنى تاوتريخوالى،ناسم دودونه او يا نېستۍ اوتنګ لاسۍ ته پکې اشاره کړي، بلکه داسې کيسوته هم پکې ځاى ورکړل شوى ، چې ځوان نسل ترې خوند او لذت اخلي او ټوله کيسه يې په مينه سرخي، خو بايد يادونه وکړم، د ميني کيسې (مينه،کليواله، کورنۍ وظيفه، نيمګړې مينه او ګټه به زما وي) هغه کيسې دې، چې د مينې ترڅنګ پکې غټ مطالب پراته دي، د ښاغ�
�ي روشن په هره کيسه خبرې کول ډېر وخت ته اړتيا غواړي، او هره کيسه يې ساعتونه ساعتونه غواړي چې خبرې پرې وشي.
دا چې هغه روشن د ليکوالۍ او ادب په بڼ کې نوى قدم اېښي په همدې اړه د پښتو ژبې تکړه شاعر او ليکوال قاضي محمدحسن حقيار وايي (دروشن دزړه په نړۍ د لمبوغرونه او دخيالي سل پوړيزواسمانڅکو دشاعرانه مهندسۍ وړتيا ددې لامل شوه چې هغه په ډېرکم وخت کې انګشت نمااو وځلېږي، که نه،نه دده زماني عمر او نه يې هم ادبي عمر دومره دى ،ښاغلى روشن به دشل،يوويشت کالوځلمى وي خو دادب او ليکوالۍ په ډګر کې يې عمرله تي خوره کوچني ډېرندى،مينه او اشتياق يې پرخپل ځاى خوايله دوه کاله کېږي چې ده ته په ادبياتوکې د ګام ايښودنې عملي زمينه برابره شوېده .) خو ټولې کيسې يې مثبتي ارزيابي کو�
�، خوشحالي څرګندوي او د لوى ذات(ج) له درباره ورته د لاپرمختګ هيله کوي، له بل لوري د پښتو اودري ژبو تکړه ليکواله او خوږ ژبې شاعره او د پښتو په ادب مينه زرلښت حفيظ يې د الفت دبڼ، ګل بولي او زياتوي (چې نن بيا د الفت صاحب په ګلبڼ کې يو داسې ګلبوټى زرغون شوى چې دپښتو ادب ته به ډېر د ښايست ګلونه وڅپړي اوپه اوربل کې به يې ورته کېږدي)
دا چې ښاغلي رفيع الله روشن په دغه ډګر کې نوى قدم اېښې پخپله هم پدغه خبره اعتراف کوي، چې شايد په کيسو کې نيمګړتياوې موجودې وي، خو کوښښ به کوي، چې په آينده کې دغه نيمګړتياوې ياخوپوره اوکه پوره نه وي نوډېرکمى به پکې راولي، خو تر کومه چې ما د روشن صيب کيسې لوستي ځانګړى خوند مې ورڅخه حس کړي او د هرې کيسې په لوستلو مجبور شوى يم، چې له نورو ملګرو سره يې هم شريکه کړم، او هغوى هم مجبور کړم، چې يو ځل خامخا يې کيسه ولولي، زه په خپل وار محترم ورور ليکوال او شاعر ښاغلي رفيع الله روشن د دې د کتاب د چاپ کېدو مبارکي وايم او د لوى الله (ج) ورته د کاميابۍ هيله کوم. او تا
سو محترم لوستونکيو څخه هيله کوم، چې يو ځل د روشن (بې موره) ټولګه ولولئ او خپله قضاوت وکړئ، چې پاک ذات(ج) د روشن په قلم کې څومره زور اچولي او څومره استعداد يې ورکړي.
په مننې
اميرزېب دُراني