پښتون لیکوال اوادیب لائق زاده لائق جرمني ته راورسید

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جرمني:۳نوامبر۲۰۱۱

د پښتو ژبی وتلی او پیاوړی لیکوال ، منلی شاعر ، څیړونکی ،افسانه لیکونکی، ژورنالست  او د پيښور راډیو رئیس (ډایرکټر) ښاغلی لائق زاده لائق  تیره ونئ  اروپا ته د کلتوري او ادبي سفر په موخه جرمنی ته رارسیدلی دی.


ښاغلی لائق زاده لائق د پښتني کولتور خدمت ته ملا تړلی ده او د خپل کلتوراو ژبی  د بډایني او دقامې احساس د رابیدارولو لپاره هر اړخیزی هلی ځلی کوی، په مجلو، اخبارونو او رسالو کی ئې بی شمیره ارزښناکی لیکنی کړی  او د شعر،نظم او نثر (۲۰) شل  پنډ پنډ کتابونه ئی ټولنی ته وړاندی کړی دی .

دی به په اروپا ئی هیوادونو کی دمیشتو پښتنو ادیبانو، سیاستوالو، لیکوالانو، او هیوادوالوسره د  پښتو اوپښتنوپه اوسنیو حالاتو او ورپیښو ستونزو لیدنی کتنی ولری.

پدی لړ کی په جرمني کی  د ښاغلي لایق صیب په ویاړ د یوادبي بنډار دجوړیدو تابیا هم شوی ده چی د بنډار  وخت ، ځای او نیټه به وروسته  په ګوته  شی.

په درناوی

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.