ع. شريف زاد
ادب د خپل جوهر، اهميت، معنا او مفهوم په لحا ظ دوه ډوله دى: لمړى ځاني يا فردى ادب او دوم مشترک يا ګډ ا د ب. ځاني يا فردى ادب چې د بيان له لطف، مرحمت ، خوږوالي څخه او بې د بديع احساس له تحريک بل مقصد او بله غايه په کې نه وي او له ريا نه په کيلومتره ليرې فاصله ولري لکه : ځيني عشقي غزلي چې د رحمن بابا، حميد ، خوشحال خان ا ونورو.......... شاعرانو په ديوانونو کې ګورو يا ځينې منثور اشعار چې د طبيعي مناظرو، احساساتو او عواطفو تمثيل په کې وي او بل ق�
�لب نه مني . ګډ يا مشترک ادب دې ته وايي چې يو اديب کوم تاريخي، علمي، اجتماعي مطلب په ادبي پيرايه کې راوړي او ادبي رنګ ورکړي، نو دلته اد ب واسطه ده او به لومړي صورت کې غا يه ده. دلومړي ډول ا د ب په لحا ظ داد ب موضوع شاعرانه احساسا ت، عواطف، روحي کيفيتونه، حسن اوجمال، د طبيعت ښکلي مناظر، نغمې اغيزې او قلبي تمايلات ګڼل کيږي خو دوم ډول ادب هر څه په غايه کې نيسي او کيداى شي چې سړى سيا نس ، تخنيکي او رياضي مسايلو ته هم ادبي رنګ ور کړي او ادب په هر څه کې ګډ کړي . زمونږ په کلام الله کې د ادب وېش، اخلاق، ميزان، تناسب او نسبت په مجموعي تو ګه په بشپړ ډول بې له هر ډ
ول تفاوت او مظا هرو څخه د انساني لارښوونې لپاره نازل شوى چې په هغه کې هيڅ کږي نه ليدل کيږي يا دغه ټول الفا ظ د ذيعوج په چوکات کې دپوره علم او عر فان سره ملګري دي، که تاسې يي په ځيرسره ولولي ډيره اوچته معنا او مفهوم باندي سرته رسيدلي دي . تاسې وګوري چې په سوره رحمن کې د قضيي او ثبوت څومره ښا يسته تحليل شوى او مونږ کولاى شو له نږدې دغه مطلب وڅيړو. انساني ادب له انساني کرامت او انساني کرامت بيا له انساني رسالت او انساني رسالت له انساني بشپړې مرستې، پوهې، لطف او برکت سره او په تيره بيا د مهربانې روحيي سره کلک اړيکې لري بې له دې نه چې هرډول سياست، پال�
�سي، يو رنګ او بل رنګ، شفاهې او بيمعنا نقد او نظر، ويره او نفرت ، پلمه او نا اګاهانه دليل د کورنۍ، کلي، ښار، هيواد په ټولو برخو کې د خلکو په منځ کې مطرح شي .
په درناوي