دمحمدصفرخواريکښ ژباړه
دوولسمه برخه
چاغ
دا يوازې يوزوړسپي ويني ،چې غوړشی داوبو پرسرروان دی.(فارسي)
داړتيا له مخې سړی خپله چاغي کموي.
غوړه ډوډۍ اوغټه خبره هيڅکله سره نه جوړېږی.
يوټوټه بې مالګې غوړه ډوډۍ لکه يوه بې مينې ښکلونه.
دچاغ خوګماهي له پاره څوک په وازګه څه کوي.(ايسليند)
په وازګه (لم) سړي موږک نيسي.
جاروکول/پاکول
که هرڅوک دخپلې دروازې مخه جارو کړي ،ډېرژربه يوپاک ښار ولرو.(انګلستان)
ډېر دګاونډي ددروازې مخه پاکوی اوله خپلې تېرېږي.(سوېډن)
نوې جارو ښه پاکول کوي.
ډار
هغه چې ډارېږي مخ يې شاته وي.
ډارن ځان ته احتياط کار اوممسک ځان ته سپماکوونکی وايي.(لاتين)
که ډارن وهلوته اړايستل شي،نوهغه به دېو په خپله ووژني.(انګلستان)
چې تېروتنه ګوري اونه يې سموي ،نوسمولو ته به اړايستل شي .(چين)
تېروتنه
يوه تېروتنه انساني ده(له انسان نه کېږي).(لاتين)
تېروتنه انساني ده ،اوپوښل يې هم انساني دي.(دامريکا متحد ايالتونه)
تېروتنه انساني ده ،خوخدايي احساسېږي.(سوېډن)
سړی خپله تېروتنه يوازې دنورو په سترګوکتلی شي.(سويس-جرمني)
له هغوسره مينه وکړه چې تاپه ګوښه ځای کې خپلوتېروتنو ته متوجه کوي.(زړه يهودي ژبه)
سړی دنورو تېروتنه ليدلی شي،خوخپله تېروتنه يې پر ملا ليکل شوې ده.
خپل بددولي(اوږو)منځ دی دنورو بددکلي منځ.(افغانستان-پښتو[ژ])
خپله تېروتنه پرنورومه وراچوه.(فيليپيني)
دخپلې تېروتنې دفاع کول بيايوه بله تېروتنه ده.(سوېډن)
هغه چې د تېروتنولټون کوي،له تېروتنو پرته بل څه نه مومي.(انګلستان)
ديوسړي تېروتنه کېدي شي ديوغرهومره غټه وي،مخکې تردې چې پرې پوه شي.(سکاتليند)
۵۶
کله چې مينه کمېږي،تېروتنې زياتېږي.(انګلستان)
که هوښيار سړی تېروتنه کوي نو ستره تېروتنه کوي.(يونان)
هوښياره مرغۍ په دوه لمو کې نښلي.(افغانستان- پښتو[ژ])
کله چې سړی دتېروتنې په ليدلو پسې ګرځي ،بايدزره بين ونه کاروي،مګر هنداره کارولی شي.
هغه چې هيڅ نه تېروځي،هيڅ نه کوي.(روسيه)
هرعمرزړه تېروتنه اصلاح کوي اونوې کوي.(انګلستان)
پنځه
پنځه حواسه ګناه ته پنځه پرانيستې دروازې دي.
هغه ديوګاډي پنځم ګاړی دی.
پرېږده چې پنځه برابروي(له پنځو سره دمساوي اجازه ورکول).
ميلمستيا
نن مېلمستيا،سبا روژه نيول.(لاتين)
له مېلمستيا وروسته سړی خپله ټنډه نيسي.(فرانسه)
ميلمستيا ښه ده،ترهغې چې دلګښت حساب يې راځي.(انګلستان)
هغه ،چې هره ورځ مېلمستياکوي،هيڅکله منظم خواړه نه شي خوړی.(انګلستان)
موندل
هغه يې هروخت دنوروله ورک کولو نه مخکې هغه مومي.
کولې شي ووايي سړی يې هغه وخت مومي چې پرې وغورځېږي.
هغه يې ښه مومي (پېداکوي) چې چا ايښي وي.(اووم پيدر)
خزانه دهغه چا ده چې ايښي يې وي.(افغانستان-پښتو[ژ])
ګوته
ګوتې مخکې ترهغې چې پنجه پېدا شي په ترتيب کېږي اولاسونه مخکې ترچړې(کارد).(انګلستان)
يوه ګوته ورګه نه شي نيولی.(دامريکامتحدايالتونه – دتورپوټکو متل)
له ګوتو پرته څوک ځان تر اخره نه شي ګرولي.(بلجيم – والون)
په هرسوري ګوتې مه منډه،کېدې شي ماران په کې وي.(ايران – کوردي)
څوک ،چې غواړي په هرسوري کې ګوته ننه باسي ،کله به يې چټله راوباسي.( پيدرلول)
کومه ګوته چې دبل په کارکې يې وهی نوهغه سوزي .( پيدرلول)
سړی ګوته په ځمکه کې ننه باسي اوبوي کوي يې،چې سړی چېرته دی.
هغه چې بايد پاکې ګوتې ولري،هغه بايد دبل پزه سوڼ کړي.
سړی بايدکله دګوتو له منځه وګوري (يوڅه ناليدلی وګڼي).
په لسوګوتوکې اوږدې اولنډې دواړه شته.(چين)
دهرسړي ګوتې دځان خواته کږېږي.(شوروي اتحاد-وتياکي[ديوشمېروګړوژبه ده.ژ] )
۵۷
کله چې ګوتې ټلۍ(ددروازې زنګ )ووهله نجلۍ چنه(په پېراوپلورکې چنه) ووهله.(اووم پيدر)
هغه چې اوږدې ګوتې لري ،بايداوږده هډوکي ولري.
له يو چنګک نه پنځه ګوتې ښې دي.(سوېډن)
ښه
ښه، بايدداسې وي ، څه چې ارزښت لري.
ښه، بايدداسې وي ، که څه هم دپور ډوډۍ وي.
.« ښه، بايدداسې وي»بې حيا ښځې چې کله پر شا لښته وخوړه، ويې ويل:
ښه خلک ښې موضوعګانې لري.(المان)
د لاس جوړې شوې ښې مرغۍ ځان ته ډېرې مرغۍ راکاږي.(انګلستان)
ښې جامې،ښې څوکۍ.(سوېډن)
ښه ترين خوک ترين(چټل ترين) دي.
خاڼی
که خاڼی په شا پروت وي،نو له دی امله چې مړدی.(افريقا- فولب)
که خاڼي دڅارويوخوراکه وې نودومره عادی به نه وای.(هايتي- فرانسوي)
ټيزاوپسکۍ
تيز ستړيا اوپسکۍ خوښي درکوي.(دنمارک- سوېلي يولېند)
همزولی همزولی لټوي،ټيزن دپسکنې لور پېداکړه.(پيدرلول)
موږک پسکۍ اچوي نه داس په شان،دکونې له سوري پرته يې اچوي(پيدرلول).
پسکۍ زړه خوشالوی.(اووم پيدر)
دانه يوه مېرمن ده چې ددرباروړوي اونه دخپلو ميتيازوپسکۍ لري.(پيدرلول)
هرڅوک دخپل ټيز بوي ښه پېژني.
کله چې څوک هيڅ پسکۍ نه اچوي،اياهلته هيڅ بدبوي نه شته.(شوروي اتحاد- وتياکي[ديوشمېروګړوژبه ده.ژ])
کله چې يوغلی سړی بالاخره بادخوشی کړي،اووه ورځې بدبوي کوي.(جاپان)
دوه ښکاره پسکۍتردې چې يوه ترمېزلاندي وي غوره دي (دوه ښکاره پسکۍ له يوې پټې نه غوره دي). (سليسوې[په المان کې دنمارک ته نږدې يو ښاردی.ژ])
هغه چې ړومبی يې ټيز اچولی،دټيزن پلارو.(دنمارک- يولېند)
هغه چې نه غواړي ټيزواوري،هيڅ خوګ هم نه شي لرلی.(دنمارک- شيلېند)
کب اوکب نيول
کب خوښ وي ،چې کله وغواړي ويې څښي.(اووم پيدر)
هغه کب،چې غواړي نوروخوري،زيات وخت چنګک کې نښلي.(مون[ددنمارک يوټاپو.ژ])
هغه کب چې خوښ ژوندغواړي،بايدله کرکديل سره دوښمني ونه کړي.(هند- بهوجپوري)
غټ کبان واړه کبان خوري.(هند- هندي)
۵۸
کوچني کبان دلويوکبانوخوراک وي.(افغانستان- پښتو[ژ])
کب نن له چنګک نه ځان ساتي،سبا په جال کې ننوزي.(شوروي اتحاد- ليتوانيايي)
دااحمق کب وي چې په يوپوټي دوه ځله نيول کېږي.(انګلستان)
دکبانو قبردکب خورکب خوله ده،اودکب خورکب قبر کټۍ(دېګ) ده.(فنليند)
دغټوکبانودښکاروخت په توپان کې وي،چې وروځغلي.(هند- هندي)
ډېرکوچني کبان توپان هم ودرولې شي.
هغه چې په سمندرکې لامبي،ټول ښه کبان نه دي.(ايسليند)
چېرته چې هيڅ کب نه وي ،يوصدف ښه دی.(سليسوې)
چېرته چې هيڅ کب نه موندل کېږي،چنګاښ کب دی.(روسيه)
هغه سړي چې له چنډښ نه ګردچاپېرتاوېده راتاوېده وويل:« په کبانو کې توپير دی».
هيڅ کب بې هډوکي اوهيڅ سړی بې نيمګړتيانه وي.
سړی په رغيو(کمو) اوبوکې غټ کب نه شي نيولی.(اووم پيدر)
هغه چې غواړي غټ کب ونيسي بايد غټ چنګک ولري.
غټ کب جال ريښې ريښې کوي.(اووم پيدر)
که څه هم کب چنګک کې ځان ته ټکان ورکوي،نوايا کب نيوونکي به هغه پرېږدي؟(هند- تاميل)
که غټ کب رانه کاږي ،کوچني درنه تښتي.
له تش لوښي نه کوچنی کب ښه دی.(دانمارک- فيروټاپو)
يوکب په لاس کې ښه دی تردي چې دوه دسمندر په غاړه وي.
دجهيل له دوه کبانوڅخه په تبخي کې يوکب غوره دی.(سوېډن)
څوک،چې کب نيسي،ياکب ترلاسه کوي يا نری سپڼسی.
هغه،چې زيات وخت کوچنۍ کښتۍ(اوبو ته )راباسي،بالاخره کب نيسي.(دانمارک- فيروټاپو)
ناآرامه اوبه دکب نيولو له پاره ښې دي.(هاليند)
هغه چې نه غواړی پښې يې لمدې وي،خراب کب نيوونکی دی.(المان)
وچ کب په درد نه خوري.(دنمارک - يوليند)
کب اوورځپاڼه هغه وخت ښه دي،چې تازه وي.
کب چې تازه وي خوره يې،لورچې ځوانه وي ودوه يې.
کب اومېلمه په درېمه ورځ بدبوي کوي.
دکب خوسا کېدل له سر نه پېل کيږي.
کب له سره خوساکېږي .(افغانستان- پښتو[ژ])
دکب بدبويي دسر له خوا پېلېږي.(المان)
له څښاکه پرته کب زهردی.(فرانسه)
۵۹
کب بايددرې ځله ولامبي:ړومبی په اوبوکې،بيا په سوس(دپخلي له پاره اوبلنه ماده ده) کې اودريم ځل په واينو(شرابو) کې.(انګلستان)
هغه چې له هروخت خواړوسره شراب غواړي وويل: «کب ټول خواړه دي»
له وچ کب نه دوينې غوښتنه.(مالېزيا)
بڼکه
په لاس کې يوه بڼکه دهواله يوې مرغۍ نه غوره ده.(انګلستان)
په پورشويوبڼکو ځان سينګارول.(ايزوپ- زړه يوناني)
پورشوې بڼکه اسانه جلاکېږی .(ناروې)
دپوربڼکه هم بڼکه ده.
سړی له بڼکې پوهېږی چې مرغۍ څه ډول ده .(شوروی اتحاد- لاتويايي)
ښايسته بڼکې دښايسته مرغۍ وي.(فرانسه)
هغه چې اوږدې بڼکې لري،لوړالوزي.(لاپي (سامی ژبه)[ژ])
بته خپلو بڼکوته اړه لري لکه چوغکه چې يې خپلوته لري.(سوېډن)
سړی بايدداسې ونه کړي چې ټولې چرګې ته يوه بڼکه پرېږدي.
بوتل
بوتل ښه چوپړی دی،خوچټل مېړه دی.
هغه چې دبوتل په بېخ کې دي،خلک پرې نېشه کېږي.
ړومبی سړی بوتل اخلي،بيابوتل سړی اخلي،اوپه پاي کې شېطان دادواړه اخلي.
هغه چې بوتل ته خوشالېږي،په کڅوړه کې لږ څه پېداکېږي.
زيار/کوښښ
زياردپرمختګ مور ده.
زيار ډوډۍ ورکوي،لټي(تنبلي)مړينه.
کوښښ غرلېږدوي.
دزيارکښ له پاره هيڅ ناشونی نه وي.(لاتين)
خپل زيارسړي سره تل دهغه دشهرت ژمنه کوي.
کوښښي هروخت دسرته رسولو له پوره څه لري.
کوښښي لاس بايدتنبل رعيت کارته اړباسي.(بيبل)
سيند
سيندونه چينې لري،ونې ريښې(جرړې).(چين)
سيندخپل تَل نه هېروي.(اندونيزيا- سونداني)
يوسيندله خپلو کوچنيوسيندونو ډکېږي.(ګامبيا- شونا)
ټول سيندونه بهرسمندرته تويږي.(منګوليا)
۶۰