بســــــــــــــــــــــــمل
تېره اونۍحامدکرزي دارګ یوې نسبتأمحفوظې ګوښې ته جهادي(تجارتي)یاپه بل عبارت جنجالي اودوزخي مشران ورغوښتي وو.
دتجارانوپه دې غونډه کې دخپل ځان مشر(حامدکرزي)مرستيالانویې فهيم اوخليلي،جهادي سوداګرو صبغت الله مجددي ،سياف،پیرسيداحمدګيلاني، محقق ،دولسي جرګې(غرغرې) رئیس عبدالروف ابراهيمي ، فضل الهادي مسلميار،هدايت امين ارسلا،نعمت الله (شهروراني)دانرژي اواوبو وزارت لوی پاچا محمد اسماعيل ، د ملي امنيت سلاکار (توپکمار)دادفرسپنتا ، عبدالهادي ارغنديوال او دکرزي بوټ پاک حاجي دين محمد ګډون کړی و.
داسلام پورتنیو ټېکدارانوپه یاده غونډه کې لمړی دخپل ټیټ ژوند دپایښت لپاره دامریکا ستراتیژیک تړون په مړوسترګو منلی اوبیایې دسولې خبرولپاره دافغان وسلوالومخالیفینو پرځای پنجابیان بهتر بللي دي .
داخوڅرګنده خبره ده، چې دافغانانو په لاس کې نه دسولې واک شته او نه دجګړې دا خبره ما بار بار په مختلیفو رادیو ګانو کې هم کړې ده .
زما لپاره دخندا وړ داده، چې دکور څښتن چې غلو یې لاس اوپښې پرې تړلي اوهلته کونج ته یې غورځولی وي آیا هغه برمته کس به هم دمرکو او جرګو جوګه وي ؟
او که وي نو بیا به دا جرګې دچا په ګټه ختمیږي ؟
آیا دپاکستان نامشروع غوښتنې کرزی او ورڅخه راتاو داړه ماران منلی شي؟
زه باورلرم، چې کرزي اوورسره مل جنګي جنایتکارانوته زموږ ملي ګټې،ملي هویت اوملي حاکمیت یوه زره هم ارزښت نه لري له همدې کبله کیدای شي دپاکستان ټولې نامشروع غوښتنې ورسره ومني اوپاکستان په مقابل کې افغان وسلوال مخالیفین (طالبان) ددوهم ځل لپاره ورته حلال کړي خو آیادکرزي اوورسره مفت خورودمنلو په صورت کې به دکابل اداره دتل لپاره له پاکستان څخه مسؤنه وي؟
دتعجب وړخو داده، چې زموږ په هر توکم پورې اړوند کسان پنجابیان دال خواره، تورلینګي ،لنګ والا او بې همته بولي خو کرزی بیا همدغو پنجابیانو ته دابدالي شمله په ځمکه ولي .
بله دتاثف خبره خو لا داده، چې دکرزي درسوأ ادارې ددرۍ ګونوقواوو غړو په ځانګړو بهرنیو هېوادونو ځانونه پلورلي او له ډېرې بې همتي اوس غواړي خپل ځانونه په امریکایانو وساتي خوهغه په مقابل کې تور پنجابیان بیاله خپلوملي ګټو څخه یوګام هم په شا نه ځي نه په چا ځانونه خرڅوي نو آیااوس هم تاسوپه کرزي اوور څخه چارپېرولنډغرو کې افغاني همت او کم له کمه نارینتوب وینئ؟
د توپ دوه زره مرمۍ په کونړمېشتو ، نورستان مېشتو او ځینو نورو سېمو را پرېوتې خو دکرزي دوستان لا همداسې په مړو سترګو ورته ګوري اته څلوېښت ۴۸ ښکرور هم ورسره ګډ غوبل کوي کرزی یې اوس په شکریه باریکزۍ راشل کوي واه واه دا دي اتلان سبا به دوی ته هم مډالونه ورقطارکړي .
بله پوښتنه مې داده که کرزی خېل دغو دپاکستان نامشروع غوښتنې ومني دایران نامشروع غوښتنې به څنګه کوي؟
بیا هم وایم، چې داد ګنج قماربازان به دایران ظالمانه غوښتنې هم دخپل موقف ساتلوپه بدل کې ورسره ومني خو زه به دې هېواد دښمنو ته ووایم ، چې آیا تاسو به څوکاله نور ژوندي یاست؟
له تاسو څخه وروسته به ستاسو خودخواه او نازولي اولادونه دیوې ولسوالۍ دادارې توان ولري؟
لنډه داچې موږ افغانانوته دخدای (ج) قهر شوی نه یو بل ته غوږ نیسو نه یو بل زغمو نن د نړۍ هر کمزوری په موږ زورور دی هر بدمخی یې په موږ زده کوي له افغانستان څخه دجګړو او جنجالو ډګر جوړ شوی څومره چې ګډوډي وي هغومره دنننۍ اداره جنګي جنایتکاران ورته خوښیږي .
کرزی له سولې سره وران دی ترسرلیک لاندې ما لا۳ میاشتې دمخه په یوه لیکنه کې د کرزي حالت تشریح کړی و تاسو یې په لاندې لینک کې یو ځل بیا هم لوستلی شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15987
داچې کرزي یو ځل بیا په مرموزو هڅو پیل کړی اوله پاکستان سره مخامخ خبرې غواړي دادستمیانو فرمایش دی تر څو دډېورنډ کرغېړنه کرښه له پاکستان سره ومني خوزه به په لنډو ټکوکې کرزي اوستمیانو ته یې داسې ووایم لکه پخوا مې هم په رادیو کې ورته وېلي و،چې پنجابیان به نه په خیبر راضي کړئ نه په ماهیپرترټولو بهتره لار زموږ ملي یووالی دی چې باید بې له کوم تبعضه یو بل ته دوروري لاسونه ورکړو،خپل هېوادپخپله وساتو او دهیڅچا نامشروع غوښتنې ونه منو.
که په رښتیا هم د ا روانه لس کلنه جګړه دامریکا او وسلوالومخالیفینو(طالبانو) تر مینځ وي نوبیادې پخپله امریکا له وسلوالو مخالیفینو(طالبانو)سره مخامخ خبرې وکړي هغه هم په داسې حال کې چې وسلوال مخالفین دخبرواستقلالیت ولري اودپاکستان له هر ډول اثرڅخه خوندي وي .
که په قطرکې د وسلوالومخالیفینو(طالبانو) لپاره دفتر پرانستل شي په کوم ، چې امریکا هم هوکړه کړې ده دا به یومهم چانس دسولې خبرو او راتګ ته برابر کړي بیابه یې وګورو ، چې څوک واک ته رسیږي او څه ډول چلن له خپل کنډرکنډر هېواد او ولس سره کوي .