د مخل د کلمې زده کړه کېدی شي د زړه د درېدو له امله د مړينې مخه ونیسي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: عبدالملک پرهیز

د زړه د درېدو علامې اوس په نښه شوي دي

دغه درې توري مه هيروۍ مخل

د زړه درېدو نښې او علامې

فریدون  د کباب پخولو په ملمستیا کې د ښويدو له امله ولوید. نوموړي خپلو  دوستانو ته  وویل چې حالت يې ښه دی او روغتون ته د تللو اړتیا نه شته. نوموړي د خپل لویدو علت خپل نوي بوټان وبلل چې لا عادت يې ورسره نه دی کړی

او په تيږه پورې د نښتو له امله پر مځکه پريوت. ملګرو  ور سره مرسته وکړه څو ودريږي او د خوړو بل قاب ځان ته واخلي.

فریدون په داسې حال کې چې حالت يې ښه نه ؤ ، ټوله ورځ يې ځان له ملګرو سره بوخت وساته.

د هماغې ورځ په شپه د نوموړي میرمنې خبر ورکړ چې نوموړی يې روغتون ته وړی دی. نوموړی د مازدیګر په شپږو بجو ساه ورکړه. نوموړی په مېلمستیا کې د زړه له حملې سره مخامخ شوی ؤ که د نوموړي دوستان د نوموړي د ناروغۍ په نښو پوه شوي وای نو نن به نوموړی له موږ سره وای.

کله ناکله د زړه حمله سمدلاسه سړی نه وژني خو سړی له مړینې څخه په ناوړه حالاتو کې د ژوند کولو ته اړ باسي.

د اعصابو یو کارپوه اعلان کړی چې که یو څوک چې د زړه حمله پرې راغلې په درې ساعتونو کې روغتون ته و رسول شي له حملې څخه د رامنځ ته شویو عوارضو د بشپړ له منځه وړلو امکان شته. هو په بشپړه توګه!! نوموړی وايې چې د ناروغۍ د نښو پېژاندنه مرسته کوي څو ناروغ ډیر ژر د دریو ساعتونو  په دننه کې روغتون ته ورسول شي.

د زړه درېدو نښې نښانې

کله ناکله ددې نښو پېژاندل یو ډير ستونزمن کار دی.

خو د خلکو بې خبري کېدی شي د نه جبرانیدونکي ناورین سبب شي. د زړه دریدنه کېدی شي مغزو ته زیان ورسوي او دا په داسې حال کې دی چې د ناروغ نژدې کسان د هغه د ناروغۍ نښو نښانو ته متوجه شوي نه دي.

داکتران وايي ناروغ ته نژدې کسان د دریو علامو په ليدو سره د ناروغ  د زړه په ناروغۍ پوهېدی شي.

م: له ناروغ غوښته وکړۍ موسکی شي.

خ: له ناروغ وغواړۍ خبرې وکړي یا یوه لنډه جمله په سمه توګه ووايې. لکه نن آسمان شین دی.

ل: له هغه وغواړۍ خپل دواړه لاسونه پورته کړي.

که ناروغ د نوموړو چارو په ترسره کولو کې ستونزه ولري باید ډیر ژر داکتر ته خبر ورکړی شي او د مرستې غوښتنه وشي.
د زړه دریدو بله نښه داده چې له هغه وغواړۍ خپله ژبه له خولې وباسي. که ژبه يې ښي يا کيڼې خواته کږه وه نو پوه شۍ چې نوموړی د زړه له حملې سره مخامخ دی.