مذهبي توندلاري د پنجاب او ایران د یرغل غشي !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مذهبي توندلاري د پنجاب او ایران د یرغل غشي !
مذهبي توندلارې او سخت دریځه اوس هم  د پخوا پشان ، افغانستان کې د ایران او پنجاب د ګټو او موخو لپاره کاریږي . نوموړو هیوادو له دغو ډلو څخه په اتیا او نوي لسیځو کې د افغانستان په ورانۍ او بربادۍ کې پوره ګټه واخیسته . له هغه ځایه چې دا ډلې ملي او ولسپاله تګلار نلري او د افغانانو ملي ارزښتونو ، ګټو او ارمانونو ته ژمن نه دي تل د سیمې او لري پرتو هیوادونو د ګټو لپاره د یوې وسیلې پتوګه استعمالیږي !
دوی چې ولس کې د شپو ځای نلري ، د پردیو د کوتک او ټوپک په زور ولسونه یرغمل نیسي . د ولسي وګړو په وژنې ، ډارونې او د وحشت او بربریت په خپرولو سره غواړي ولس کې ځای پیداکړي .
د خیبر درې په دواړو غاړو ، لروبر او لوی افغانستان کې مذهبي توندلارې او سخت دریځه د هیڅ قوم او سمت د استازيتوب دعوه نه شي کولای .په تېرو ټاکنو کې په لره پښتونخوا کې ټولو میشتو مذهبي سخت دریځو وبایلله او ټاکنو کې د پښتونخوا ملتپالو ګوندونو او استازو وګټله . هلته هم توندلاري د ولسونو د ارادي او ګټو ساتندوی نه دي . افغانستان کې هم ټاکنې اسلامي جمعیت او نورو سخت دریځو وبایللې ، د ملاعمر او د ګلبدین سخت دریځو ټاکنو کې برخه وانه خیسته او په پایله کې ټاکنې د کرزي په مشرۍ نسبتآ منځلاروځواکونو وګټلې .
اوس ددې ټاکنو پایله یوخوا په جمعیت او نظارشورا کې د مذهبي او سیکټاریستي سخت دریځو او بلخوا د ملاعمر او ګلبدین مذهبي توندلارو تر سخت فشار او دباو لاندې دی . نظارشورا او جمعیت دولت له دننه خوري ، هغه سبوتاژ کوي او غواړي د غښتلي او پیاوړي مرکزي دولت مخه ونیسي . همدارنګه دوی هڅه کوي د کابل د اداري ، پوځي او اقتصادي دریځ  په مقابل کې مزار د داسې دریځ خاوند کړي او په اوږدمهال کې افغانستان د سیمې د ځینو هیوادولکه ایران او تاجیکستان د ګټو قرباني کړي . په روستیو کې رباني چې د مذهبي سخت دریځو تر منځ په سیالۍ کې په مذهبي غشو سوری شو، د دوی لخوا د همداسې موخو په نیت ، یو وړ لارښود ګڼل کېده .
بېځایه نه ده چې امرالله او عبدالله اوس له دې مرګه د حضرت عثمان کمیس جوړوی او د رباني په بېلتون ژاړي او ګریوانونه څيروی !
« برهان الدين رباني يكي از شخصيت هاي برجسته و شناخته شده اي بود كه به اجلاس بيداري اسلامي در تهران دعوت شده و در اين اجلاس مخصوصا به دليل جايگاه و سابقه اسلامي و مبارزاتي خود حضور چشمگير و موثري داشت . اجلاس ، بيداري اسلامي را پيش روي ملت هاي مسلمان گشوده است »
ایران سره د اسلامۍ ورورۍ تر چتر لاندې او ددې ورورۍ په مرسته رباني او پلویانو يي غوښتل چې افغانستان او سیمه کې د پښتنو دریځ په نښه کړي ، پښتانه څنګ ته کړي او پر ځای يي داسې واکمني رامنځته کړي چې په لویه کې د ایران د اخوندانو په شپول کې وي ، رباني او پلویان يي یوازې د ایالتي واکمنۍ استازي وي . پوښتنه دا ده  که اسلامي جمعیت او نظارشورا چې د جمعیت پوځي برخه ده د داسې موخو لپاره نه وي رامنځته شوی ، افغانستان کې د شریعت او اسلام چې سیمه کې ساری نلري څه نیمګړتیا ده چې ایران يي په بیا رغونه او سمون کې ونډه ادا کړي ؟ د ایران لخوا داسې رغول شوی اسلام د افغانانو کوم درد ته دوا کېدای شي ؟  خو هلته د اسلام په نوم د بیا ویښتیا سندره دا ځل د فارسي ژبي دولتونو د حوزې ، د لوی ایرانیستان او شیعه ای فاشیزم د لړۍ د ادامې بله بڼه ده چې افغانستان کې ددې ویښتیا لپاره د رباني او د هغه د پلویانو هڅونه د یادو شویو موخو لپاره ترسره کیږي .
خو بلخوا که جمعیت او نظارشورا له نورو اړخونو وڅېړل شي خبره نوره هم پيچلې کیږي . په  لیږدیځ ۵۰ کلونو کې اسلامي جمعیت په پاکستان کې غښتلی اوغوښن کیږي او د پنجاب لخوا د ټوپک او کوتک په مټ افغانستان کې د سوچه اسلام د خپراوي په نوم هڅول کیږي . دوی هغه مهال د سردار محمد داوودخان دولت تر یرغل لاندې نیسي او له دې لورې د افغانانو ملي ګټې په نښه کوي او د پنجاب په اشاره پر کابل د افغانانو د واکمنۍ پر ضد کاریږي . په ۹۰ ومه زیږدیځ لسمه کې بیا هم د افغانستان لپاره د دوکتور نجیب الله او ملګرو ملتو د سولې تګلاره شنډوي او افغانستان کورنې جګړې ته ټېل وهي .
که په لنډه توګه ووایو اسلامي جمعیت او نظارشورا د ایران او هم د پنجاب له لورې د اسلام تر پردې لاندې ، د افغاني واکمنۍ پر وړاندې لوبول شوې او په دواړو سنګرونو کې اوس هم لوبول کیږي .
خو د مذهبي توندلارو نورې ډلې د ملاعمر او ګلبدین په مشرتوب هم ، د افغاني ګټو پرځای د پنجاب او د توندلارې پان اسلامیزم ګټو ته ژمن ګڼل کیږي  . دوی په کابل د داسې یوې واکمنۍ مخه نیسي چې هغه د افغانانو ملي ګټو ته ژمنه وي . دوی نه غواړي پر کابل داسې واکمني وچلیږي چې هغه افغانان له پېړیو پېړیو روسته والې څخه وژغوري ، د نړۍ د پرمختګ او تمدن له کاروان سره يي همغږي کړي . یا افغانان د ایران او پنجاب له چلوټو څخه وساتي .
دا ډلې ، جمعیت او نظارشورا یوازې په تاکتیکونو کې توپير لري ، که نه په لری موخو او تګلارو  کې سره ګډ او یوشان مذهبي توندلاري او سخت دریځه دي . یوازیني توپير چې جمعیت او نظارشورا يي له دوی څخه لري هغه مذهبي توندلارۍ سره سره ، خپلو سیکټایستي موخو ته ژمنتیا ده. یانې جمعیت او نظارشورا غواړي سیکټاریستي موخې په مذهبي توندلارۍ او سخت دریځۍ سره ترلاسه کړي . په همدې لامل پنجاب او ایران ته په لکۍ وهلو او خوش خدمتۍ سره هڅه کوي د هغوی ملاتړ او پاملرنه ځانته راواړوي .
خو د ګلبدین ، ملاعمر ، سیاف او حقانې توندلاري بیا ټينګار کوی چې سوچه او اصیل سخت دریځي یوازي دوی دي او په توندلارتوب کې بل څوک د ځان  سیال نه شمېری . دوی د ملي ګټو په قصه کې نه دي . دوی د اسلام تر چتر لاندې چمتو دي ټول افغانستان په پنجاب او یا په کوم بل تش په نوم اسلامي هیواد او یا ډلې وپلوري . دوی د پان اسلامیزم په نوم پنجاب ، عربستان او یا کوم بل هیواد سره د افغانستان پوله په رسمیت نه پيژني ! دوی ته د افغانستان او افغانانو ګټې پوچې خبرې دي . د دوی په تګلارو کې د ملت او ملي ګټو ، افغانیت او افغاني ګټو په نوم څه نه ځاییږي . د کابل حکومت پر وړاندې د دوی جګړه د افغانانو د ملي ګټو لپاره نه ده بلکې د پنجاب او نورو په خوله غواړي افغانان له یوې ملي واکمنۍ څخه بې برخې وي . که نظارشورا او جمعیت په کور دننه ، دولت سبوتاژ کوي او پښو لګېدو ته يي نه پریږدي ، دوی له بهر څخه افغانستان کې مرکزي حکومت په پنجابي او چینايي غشو ولي ، جوړېدو او پیاوړتیا ته يي نه پریږدي .
ترڅو چې د یادشویو مذهبي توندلارو په وړاندې ، د منځلارو ځواکونو یو پراخ ملي غورځنګ جوړ نه شي او په سیاست کې دا ډلې ګوښه نشي ، افغانستان به د پنجاب او ایران له ګواښونو او تیري سره مخ وي او په کور دننه به افغانستان هیڅ لاسته راوړنه ونه لري !
کېدای شي ځیني شنونکي نیوکه وکړی په داسې حالاتو کې چې افغانستان د پنجاب د مخامخ پوځی یرغل لاندې دی ، هیواد کې دننه د مذهبي توندلارو او ملیپالو خبره رامنځته کول ، ښايي د افغانانو یووالي چې نن سبا تر هرمهال زیات اړین دی کمزوری کړي خو که د مذهبي توندلارو په وړاندې زړه نا زړه سیاست غوره شي او پریکنده او غوڅ چلند ونشي ، افغانستان به د نیستۍ ګړنګ ته ټېل وهل شي . همدا اوس چې د افغانستان پر خاوره د پنجاب یرغل دوام لري ، ددغو ډلو ټپلو څخه حتی د یو تبلیغاتي غبرګون څرک نه لېدل کیږي !
ددغو ډلو شتون افغانستان له پښو غورځولی . ددغو ډلو په شتون کې پیاوړی مرکزی حکومت نه جوړیږي . ددغو ډلو له لاسه افغانانو ته ټولې نړیوالې مرستې هډر لاړې . ددغو ډلو شتون کې به جګړه او د هیواد وراني ادامه لري .
کرزی چې د منځلارو او افغان ولس په مټ د واک پر ګدۍ ناست دی ، باید له ځانه چاپير مذهبي توندلارې او سخت دریځي چې لا هم د جهاد او مقاومت لاپې وهی ، وشړي او د هغو پر ځای منځلارو ، روشنفکرانو او د ولس ریښتینو استازو ته په واک کې برخه ورکړي .
هغوی چې ځانته ملتپال او روشنفکران وايي ځانونه باید د مذهبي توندلارو له افسون څخه وژغوري او د هغو لیکې پریږدي ، کرزی وهڅوي او د هیوادپالني پر محور راټول شي .
د هیواد د ژغورون بله لار نشته .
اخځونه :
افغان ـ جرمن انلاین بریښناپاڼه
د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی

سرلوڅ مرادزی

مذهبي توندلارې او سخت دریځه اوس هم  د پخوا پشان ، افغانستان کې د ایران او پنجاب د ګټو او موخو لپاره کاریږي . نوموړو هیوادو له دغو ډلو څخه په اتیا او نوي لسیځو کې د افغانستان په ورانۍ او بربادۍ کې پوره ګټه واخیسته . له هغه ځایه چې دا ډلې ملي او ولسپاله تګلار نلري

او د افغانانو ملي ارزښتونو ، ګټو او ارمانونو ته ژمن نه دي تل د سیمې او لري پرتو هیوادونو د ګټو لپاره د یوې وسیلې پتوګه استعمالیږي ! دوی چې ولس کې د شپو ځای نلري ، د پردیو د کوتک او ټوپک په زور ولسونه یرغمل نیسي . د ولسي وګړو په وژنې ، ډارونې او د وحشت او بربریت په خپرولو سره غواړي ولس کې ځای پیداکړي .     د خیبر درې په دواړو غاړو ، لروبر او لوی افغانستان کې مذهبي توندلارې او سخت دریځه د هیڅ قوم او سمت د استازيتوب دعوه نه شي کولای .په تېرو ټاکنو کې په لره پښتونخوا کې ټولو میشتو مذهبي سخت دریځو وبایلله او ټاکنو کې د پښتونخوا ملتپالو ګوندونو او استازو وګټله . هلته هم توندلاري د ولسونو د ارادي او ګټو ساتندوی نه دي . افغانستان کې هم ټاکنې اسلامي جمعیت او نورو سخت دریځو وبایللې ، د ملاعمر او د ګلبدین سخت دریځو ټاکنو کې برخه وانه خیسته او په پایله کې ټاکنې د کرزي په مشرۍ نسبتآ منځلاروځواکونو وګټلې . اوس ددې ټاکنو پایله یوخوا په جمعیت او نظارشورا کې د مذهبي او سیکټاریستي سخت دریځو او بلخوا د ملاعمر او ګلبدین مذهبي توندلارو تر سخت فشار او دباو لاندې دی . نظارشورا او جمعیت دولت له دننه خوري ، هغه سبوتاژ کوي او غواړي د غښتلي او پیاوړي مرکزي دولت مخه ونیسي . همدارنګه دوی هڅه کوي د کابل د اداري ، پوځي او اقتصادي دریځ  په مقابل کې مزار د داسې دریځ خاوند کړي او په اوږدمهال کې افغانستان د سیمې د ځینو هیوادولکه ایران او تاجیکستان د ګټو قرباني کړي . په روستیو کې رباني چې د مذهبي سخت دریځو تر منځ په سیالۍ کې په مذهبي غشو سوری شو، د دوی لخوا د همداسې موخو په نیت ، یو وړ لارښود ګڼل کېده . بېځایه نه ده چې امرالله او عبدالله اوس له دې مرګه د حضرت عثمان کمیس جوړوی او د رباني په بېلتون ژاړي او ګریوانونه څيروی !« برهان الدين رباني يكي از شخصيت هاي برجسته و شناخته شده اي بود كه به اجلاس بيداري اسلامي در تهران دعوت شده و در اين اجلاس مخصوصا به دليل جايگاه و سابقه اسلامي و مبارزاتي خود حضور چشمگير و موثري داشت . اجلاس ، بيداري اسلامي را پيش روي ملت هاي مسلمان گشوده است »   ایران سره د اسلامۍ ورورۍ تر چتر لاندې او ددې ورورۍ په مرسته رباني او پلویانو يي غوښتل چې افغانستان او سیمه کې د پښتنو دریځ په نښه کړي ، پښتانه څنګ ته کړي او پر ځای يي داسې واکمني رامنځته کړي چې په لویه کې د ایران د اخوندانو په شپول کې وي ، رباني او پلویان يي یوازې د ایالتي واکمنۍ استازي وي . پوښتنه دا ده  که اسلامي جمعیت او نظارشورا چې د جمعیت پوځي برخه ده د داسې موخو لپاره نه وي رامنځته شوی ، افغانستان کې د شریعت او اسلام چې سیمه کې ساری نلري څه نیمګړتیا ده چې ایران يي په بیا رغونه او سمون کې ونډه ادا کړي ؟ د ایران لخوا داسې رغول شوی اسلام د افغانانو کوم درد ته دوا کېدای شي ؟  خو هلته د اسلام په نوم د بیا ویښتیا سندره دا ځل د فارسي ژبي دولتونو د حوزې ، د لوی ایرانیستان او شیعه ای فاشیزم د لړۍ د ادامې بله بڼه ده چې افغانستان کې ددې ویښتیا لپاره د رباني او د هغه د پلویانو هڅونه د یادو شویو موخو لپاره ترسره کیږي .    خو بلخوا که جمعیت او نظارشورا له نورو اړخونو وڅېړل شي خبره نوره هم پيچلې کیږي . په  لیږدیځ ۵۰ کلونو کې اسلامي جمعیت په پاکستان کې غښتلی اوغوښن کیږي او د پنجاب لخوا د ټوپک او کوتک په مټ افغانستان کې د سوچه اسلام د خپراوي په نوم هڅول کیږي . دوی هغه مهال د سردار محمد داوودخان دولت تر یرغل لاندې نیسي او له دې لورې د افغانانو ملي ګټې په نښه کوي او د پنجاب په اشاره پر کابل د افغانانو د واکمنۍ پر ضد کاریږي . په ۹۰ ومه زیږدیځ لسمه کې بیا هم د افغانستان لپاره د دوکتور نجیب الله او ملګرو ملتو د سولې تګلاره شنډوي او افغانستان کورنې جګړې ته ټېل وهي . که په لنډه توګه ووایو اسلامي جمعیت او نظارشورا د ایران او هم د پنجاب له لورې د اسلام تر پردې لاندې ، د افغاني واکمنۍ پر وړاندې لوبول شوې او په دواړو سنګرونو کې اوس هم لوبول کیږي .خو د مذهبي توندلارو نورې ډلې د ملاعمر او ګلبدین په مشرتوب هم ، د افغاني ګټو پرځای د پنجاب او د توندلارې پان اسلامیزم ګټو ته ژمن ګڼل کیږي  . دوی په کابل د داسې یوې واکمنۍ مخه نیسي چې هغه د افغانانو ملي ګټو ته ژمنه وي . دوی نه غواړي پر کابل داسې واکمني وچلیږي چې هغه افغانان له پېړیو پېړیو روسته والې څخه وژغوري ، د نړۍ د پرمختګ او تمدن له کاروان سره يي همغږي کړي . یا افغانان د ایران او پنجاب له چلوټو څخه وساتي . دا ډلې ، جمعیت او نظارشورا یوازې په تاکتیکونو کې توپير لري ، که نه په لری موخو او تګلارو  کې سره ګډ او یوشان مذهبي توندلاري او سخت دریځه دي . یوازیني توپير چې جمعیت او نظارشورا يي له دوی څخه لري هغه مذهبي توندلارۍ سره سره ، خپلو سیکټایستي موخو ته ژمنتیا ده. یانې جمعیت او نظارشورا غواړي سیکټاریستي موخې په مذهبي توندلارۍ او سخت دریځۍ سره ترلاسه کړي . په همدې لامل پنجاب او ایران ته په لکۍ وهلو او خوش خدمتۍ سره هڅه کوي د هغوی ملاتړ او پاملرنه ځانته راواړوي . خو د ګلبدین ، ملاعمر ، سیاف او حقانې توندلاري بیا ټينګار کوی چې سوچه او اصیل سخت دریځي یوازي دوی دي او په توندلارتوب کې بل څوک د ځان  سیال نه شمېری . دوی د ملي ګټو په قصه کې نه دي . دوی د اسلام تر چتر لاندې چمتو دي ټول افغانستان په پنجاب او یا په کوم بل تش په نوم اسلامي هیواد او یا ډلې وپلوري . دوی د پان اسلامیزم په نوم پنجاب ، عربستان او یا کوم بل هیواد سره د افغانستان پوله په رسمیت نه پيژني ! دوی ته د افغانستان او افغانانو ګټې پوچې خبرې دي . د دوی په تګلارو کې د ملت او ملي ګټو ، افغانیت او افغاني ګټو په نوم څه نه ځاییږي . د کابل حکومت پر وړاندې د دوی جګړه د افغانانو د ملي ګټو لپاره نه ده بلکې د پنجاب او نورو په خوله غواړي افغانان له یوې ملي واکمنۍ څخه بې برخې وي . که نظارشورا او جمعیت په کور دننه ، دولت سبوتاژ کوي او پښو لګېدو ته يي نه پریږدي ، دوی له بهر څخه افغانستان کې مرکزي حکومت په پنجابي او چینايي غشو ولي ، جوړېدو او پیاوړتیا ته يي نه پریږدي . ترڅو چې د یادشویو مذهبي توندلارو په وړاندې ، د منځلارو ځواکونو یو پراخ ملي غورځنګ جوړ نه شي او په سیاست کې دا ډلې ګوښه نشي ، افغانستان به د پنجاب او ایران له ګواښونو او تیري سره مخ وي او په کور دننه به افغانستان هیڅ لاسته راوړنه ونه لري !کېدای شي ځیني شنونکي نیوکه وکړی په داسې حالاتو کې چې افغانستان د پنجاب د مخامخ پوځی یرغل لاندې دی ، هیواد کې دننه د مذهبي توندلارو او ملیپالو خبره رامنځته کول ، ښايي د افغانانو یووالي چې نن سبا تر هرمهال زیات اړین دی کمزوری کړي خو که د مذهبي توندلارو په وړاندې زړه نا زړه سیاست غوره شي او پریکنده او غوڅ چلند ونشي ، افغانستان به د نیستۍ ګړنګ ته ټېل وهل شي . همدا اوس چې د افغانستان پر خاوره د پنجاب یرغل دوام لري ، ددغو ډلو ټپلو څخه حتی د یو تبلیغاتي غبرګون څرک نه لېدل کیږي !  ددغو ډلو شتون افغانستان له پښو غورځولی . ددغو ډلو په شتون کې پیاوړی مرکزی حکومت نه جوړیږي . ددغو ډلو له لاسه افغانانو ته ټولې نړیوالې مرستې هډر لاړې . ددغو ډلو شتون کې به جګړه او د هیواد وراني ادامه لري .کرزی چې د منځلارو او افغان ولس په مټ د واک پر ګدۍ ناست دی ، باید له ځانه چاپير مذهبي توندلارې او سخت دریځي چې لا هم د جهاد او مقاومت لاپې وهی ، وشړي او د هغو پر ځای منځلارو ، روشنفکرانو او د ولس ریښتینو استازو ته په واک کې برخه ورکړي .هغوی چې ځانته ملتپال او روشنفکران وايي ځانونه باید د مذهبي توندلارو له افسون څخه وژغوري او د هغو لیکې پریږدي ، کرزی وهڅوي او د هیوادپالني پر محور راټول شي .د هیواد د ژغورون بله لار نشته . اخځونه :  افغان ـ جرمن انلاین بریښناپاڼهد ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر ۲۷ مه سرلوڅ مرادزی