عبدالودود پښتونځارتېرو څه له پاسه دېرشوكالوجګړو نه يواځې د افغانستان ودانۍ، كورونه، سړكونه او نور مادي وسايل ړنګ كړي، بلكې د دې ترڅنګ يې معنوي ارزښتونو ته هم سخت زيان اړولى دى او په معنوي لحاظ په وطن كې ډېر ارزښتونه له مينځه تللي دي.افغانستان په خپل وخت كې ډېر پياوړي عالمان او مفكرين درلودل چې د نړۍ دعصري علوموپه اساس ايښودلو كې يې مهم رول درلودلى. په رياضي، ستورپېژندنه(نجوم) روحياتو، فلسفه، منطق، ....ژبپوهنه او نورو پوهنو كې يې په سلګونو تحقيقي اثار ليكلي چې اوس هم دنړۍ په ګوټ، ګوټ كې ترې ګټه اخيستل كيږي.په دې ډله كې پاڼيڼى ابو نصرفارابي،ابن سينا،امام غزالي، البيروني، سيدجماالدين افغان او په لسګونو نور پوهان د يادونې وړ دي،چې په خپل وخت كې يې د نړۍ په پوهنو خپل اغېز ښندلى او هان تراوسه يې په اروپا او نوره نړۍ كې له اثارو څخه ګټه اخيستل كيږي.خو بدبختانه په زرګونه اوسلګونه كلونه وړاندې موستر، ستر عالمان درلودل خو په يوه ويشتمه پېړۍ كې چې پوهنې هم د پام وړ پرمختګ كړى ددغې كچې دسترو پوهانو له كمښت سره مخامخ يو.په هېواد كې د روان بحران د غځېدلوتر ټولو ستر لامل ناپوهي،د علم او معلوماتو كموالى ګڼل كيږي.په كومو بشري ټولنو كې چې علم او پوهنه كمه وي، هلته هر څه دقبايلي عادتونو او دودونو له مخې تر سره كيږي،خو كله چې پوهنه رامينځته شي هلته تفكر راځي او ټولنه په فكري عقلي معقولو بنسټونو دريږي، بنياد يې ټينګيږي او هره شخړه دسالمو نظرياتو او علمي اصولو له مخې هواريږي.نو پر همدې بنسټ كه څوك په رښتينې مانا غواړي چې په افغانستان كې هم ستونزې له بېخه وركې او هېواد كې ارامي راشي، يوه اډياله ټولنه رامينځته شي، هر انسان ته له بل سره مساوي وګڼل شي، نو يوه لاره يې داده، چې علمي ډګرونو مو پاخه او مستحكم كړاى شي. ځوانانو ته د زده كړو زمينه برابره شي. ځوانان په هېواد كې دننه او له هېواد څخه د باندې په علمي ارزښتونه سمبال كړاى شي او دنړۍ له ټولو مروجو علمونوسره بلد كړاى شي. همداشان په هېوادكې دننه د پوهنې د حصول لپاره بيلابيلې اسانۍ(د انټرنيټ، پرانيستوپوهنتونو، لنډ مهالو روزنيزو كورسو، حرفوي مركزو، مسلكي مركزو... له لارې) ��امينځته كړاى شي.نو يو وار بيا هيله ده چې د افغانستان دپوهنې ، لوړو زده كړو اودحج او اوقافو درانه وزارتونه او نورې اړوندې ادارې په دې برخه كې خپل مسووليت ادا كړي اود هېوادوالو د پوهنې دكچې دلوړاوي لپاره بشپړې هلې ځلې وكړي ،چې په هېواد كې دمادي بيا رغونې ترڅنګ معنوي بيارغونې ته هم كار وشي، ځكه كه يواځې په مادي او اقتصادي برخه كې بيا رغونه وشي او معنوي برخه له پامه وغورځول شي نو په راتلونكي كې ټولنه له ډېرو ستونزو سره مخامخيداى شي او دټولنې خوښي او خوشحالي هم له مينځه تلاى شي او جګړه هم لاغځېدلاى شي! (پاۍ)
عبدالودود پښتونځار
تېرو څه له پاسه دېرشوكالوجګړو نه يواځې د افغانستان ودانۍ، كورونه، سړكونه او نور مادي وسايل ړنګ كړي، بلكې د دې ترڅنګ يې معنوي ارزښتونو ته هم سخت زيان اړولى دى او په معنوي لحاظ په وطن كې ډېر ارزښتونه له مينځه تللي دي.افغانستان په خپل وخت كې ډېر پياوړي عالمان او مفكرين درلودل
چې د نړۍ دعصري علوموپه اساس ايښودلو كې يې مهم رول درلودلى. په رياضي، ستورپېژندنه(نجوم) روحياتو، فلسفه، منطق، ....
ژبپوهنه او نورو پوهنو كې يې په سلګونو تحقيقي اثار ليكلي چې اوس هم دنړۍ په ګوټ، ګوټ كې ترې ګټه اخيستل كيږي.په دې ډله كې پاڼيڼى ابو نصرفارابي،ابن سينا،امام غزالي، البيروني، سيدجماالدين افغان او په لسګونو نور پوهان د يادونې وړ دي،چې په خپل وخت كې يې د نړۍ په پوهنو خپل اغېز ښندلى او هان تراوسه يې په اروپا او نوره نړۍ كې له اثارو څخه ګټه اخيستل كيږي.
خو بدبختانه په زرګونه اوسلګونه كلونه وړاندې موستر، ستر عالمان درلودل خو په يوه ويشتمه پېړۍ كې چې پوهنې هم د پام وړ پرمختګ كړى ددغې كچې دسترو پوهانو له كمښت سره مخامخ يو.
په هېواد كې د روان بحران د غځېدلوتر ټولو ستر لامل ناپوهي،د علم او معلوماتو كموالى ګڼل كيږي.په كومو بشري ټولنو كې چې علم او پوهنه كمه وي، هلته هر څه دقبايلي عادتونو او دودونو له مخې تر سره كيږي،خو كله چې پوهنه رامينځته شي هلته تفكر راځي او ټولنه په فكري عقلي معقولو بنسټونو دريږي، بنياد يې ټينګيږي او هره شخړه دسالمو نظرياتو او علمي اصولو له مخې هواريږي.
نو پر همدې بنسټ كه څوك په رښتينې مانا غواړي چې په افغانستان كې هم ستونزې له بېخه وركې او هېواد كې ارامي راشي، يوه اډياله ټولنه رامينځته شي، هر انسان ته له بل سره مساوي وګڼل شي، نو يوه لاره يې داده، چې علمي ډګرونو مو پاخه او مستحكم كړاى شي. ځوانانو ته د زده كړو زمينه برابره شي. ځوانان په هېواد كې دننه او له هېواد څخه د باندې په علمي ارزښتونه سمبال كړاى شي او دنړۍ له ټولو مروجو علمونوسره بلد كړاى شي. همداشان په هېوادكې دننه د پوهنې د حصول لپاره بيلابيلې اسانۍ(د انټرنيټ، پرانيستوپوهنتونو، لنډ مهالو روزنيزو كورسو، حرفوي مركزو، مسلكي مركزو... له لارې) ��امينځته كړاى شي.
نو يو وار بيا هيله ده چې د افغانستان دپوهنې ، لوړو زده كړو اودحج او اوقافو درانه وزارتونه او نورې اړوندې ادارې په دې برخه كې خپل مسووليت ادا كړي اود هېوادوالو د پوهنې دكچې دلوړاوي لپاره بشپړې هلې ځلې وكړي ،چې په هېواد كې دمادي بيا رغونې ترڅنګ معنوي بيارغونې ته هم كار وشي، ځكه كه يواځې په مادي او اقتصادي برخه كې بيا رغونه وشي او معنوي برخه له پامه وغورځول شي نو په راتلونكي كې ټولنه له ډېرو ستونزو سره مخامخيداى شي او دټولنې خوښي او خوشحالي هم له مينځه تلاى شي او جګړه هم لاغځېدلاى شي! (پاۍ)