دايمي اډې که دايمي اسارت؟ورورستنۍ برخهمحمدحسن حقياردا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. که اوبه په کرايه ورکول کېږي خاوره هم کېدلى شي خوزما په باور که په افغانستان کې پياوړى، منتخب ، خپلواکه او له هره پلوه پر ځان ويسا دواک او ځواک خاوند حکومت واى چې له امريکا او نورو هېوادونو سره يې خپل تړونونه عملي کولى ، له هغوى پوښتنې او معلومات اخستلى او هغوى يې دخپلو ژمنو تطبيق ته اړوېستلى شواى اوبيايې دلوړې کرايې او امتيازاتو په بدل کې په داسې شرايطو چې دافغانستان ځمکنۍ بشپړتيا، ملي استقلال او خپلواکي پکې خوندي وي ،دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې نه وي ګاونډيانو ته ګواښ او خطر مخ نه وي ،دافغانستان خاوره دګاونډيانو پرضد نه کارول کېږي او افغان حکومت داحق ولري چې هره شېبه ددوى هډې څارلى او لټولى و شي ،ددوى دوسلو دډول او شمېر څخه خبر واوسي ، ددوى ژوند او فعاليت له ښارونو لېرې چېرته په غرونو او صحراوو کې ددوى ترهډو محصور او محدود وي دافغانستان په ښارونو او کليو کې راشه درشه ونکړي ، موخې يې معلومې او پخپلو ژمنو ولاړ وي . داړتيا په وخت کې دافغانستان بهرنى دښمن خپل دښمن او دافغانستان دوست خپل دوست وبولي ،دافغانستان په بيارغونه او دافغانانو دژوند او اقتصاد په پرمختګ کې محسوسه مرسته وکړي ،نوبيا داهډې دافغانستان په ګټه دي .هر ملي او خپلواکه هېواد حق لري چې دخپلو ملي ګټو پربنسټ خپل کانونه پر نورو وپلوري ، هرهېواد کولى شي چې ديوه تړون پر اساس په لنډ مهاله توګه خپلې اوبه چې ددوى له اړتيا ډېرې وي پر نورو وپلوري او يا يې په کرايه ورکړي لکه څنګه چې دافغانستان فقيد صدراعظم ارواښاد موسى شفيق ديوه تړون په بدل کې دافغانستان اوبه ايران ته په کرايه ورکړې وي همداراز دخپلو ملي ګټو لپاره داهم کولى شي چې خپله خاوره په لنډ مهالې توګه چاته داستفادې لپاره په کرايه ورکړي .خو که دا هډې ددې لپاره وي چې له دې ځايه دنورو پر ضد دسيسې او توطيې جوړې شي ، دګاونډيو په کورنيو چارو کې لاسوهنه پيل شي، په نورو دبريد اوتېري لپاره کارول کېږي نوبيا به افغانستان يوځل بيا دنوروتر وسلوال بريد لاندې راځي او هماغه تاريخ او کانې به تکرارېږي چې دسپتمبر ديوولسمې له پېښو وروسته پر افغانستان وشوې .داځکه چې امريکا هم په همدې پلمه پر افغانستان بريد وکړ او دلته يې وسلوال او نظامي حشرجوړکړ چې ګويا افغانستان دمتحده ايالاتو دښمنانو ته پنا او پخپله خاوره کې ځاى ورکړى وو نو که بيا امريکا له دې ځايه دهر هېواد ګټې وګواښي نو بيا خو هغوى هم حق لري چې پر افغانستان بريد وکړي ځکه افغانستان به يوځل بيا دنورو هېوادونو دښمنانو( امريکا ) ته پخپله خاوره کې پناه ورکړي وي ،هېڅ له امکان څخه لېرې نده چې امريکان دلته له نورو هېوادونو سره په جګړو بوخت شي او دنورو هېوادونو دبنديانودساتلو لپاره په افغانستان کې خپلې هډې دګونتانامو په څېر په زندانونو بدلې کړي .پخوا خو يواځې امريکايانو له سمندر څخه کندهار ، دپکتياژوره او توره بوړه وېشتله داځل به چين ، ايران ، پاکستان روسان او دافغانستان نور ټول ګاونډيان له ټول افغانستان څخه غلبېل جوړ کړي .ر وسان منځنۍ اسيا خو پرېږده آن دافغانستان شمالي سيمې هم دخپل نفوذ ساحه بولي هغوى به هېڅکله په افغانستان کې دنظامي هډو پر وړاندې چپ پاتې نشي .دجهادي مشرانو سکوتله بده مرغه هغه جهادي مشران چې له روسانو دافغانستان ژغورل خپل وياړ بولي او له روسانو سره په جهاد کې ددوى ترقوماندې لاندې شاوخوا يو نيم ميليونه مسلمانان شهيدان او له لسو ميليونو ډېر افغانان ،مهاجر ،بې کوره او له دووميلينو ډېر ورونه او خويندو مو ټپيان او درپه دره شول نن په امريکايي اشغال يا چپ او يا ورسره ملګري دي .افغان ولس له دوى پوښتي چې که پر افغانستان د بهرنيانو واک او اشغال يې خوښېده نو له روسانو سره په جهاد کې يې دا دومره قربانۍ ولې ورکولې او ولې يې دومره شهيدان . معيوبين ، کونډې، ورارې او يتيمان ټولنې ته وړاندې کول ، ولې يې هغه وخت دهېواد دکنډوکپر کېدو مخه نه نيوله . چې اوس پر افغانستان دبهرنيو داشغال پر وړاندې يا چپ دي او يا ورسره ملګري دي .؟دوى ولې او دکوم هدف لپاره پر هرستيژ او منبر دا آيت تلاوت کاوه چې : ((رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ (القصص17) يعنې : (( اى زما ربه دهغه دنعمت (او احسان) له کبله چې پر مادې کړى، نو هېڅکله به دظالمانو ملا ونه تړم ))نن ولې د نړيوالو مجرمينو ملاتړي او پرخپل سکوت د هغوى شتون ته مشروعيت ورکوي؟ .دامريکا لخوا دافغانستان پردايمي اشغال دجهادي زعامت چوپتيا ددوى درضا او خوښې په معناده .ولس ددوى پر پخوانۍ مبارزه او له روسانو سره دجهاد پرنيت هم شکمن شوى دى او داسې ښکاري چې له روسانو سره دهغوى دجګړې موخه هم شهرت ، شتمني ، دبيت المال چور ، واک او اقتدار او له څو څو ښکليو انجونو سره ودونه وواو دې موخو ته ورسېدل .ولس به داډول مشران چې دخپلوشخصي موخو لپاره يې ولس قرباني کړ هېڅکله ونه بخښي اودامريکايانو ددې هډو دجوړېدو په جنايت کې يې شريک بولي .له بده مرغه موږ ټولمنلى او رښتونى ولسي او سياسي قيادت نلرو ، موجود جهادي ا وسياسي مشران پخپلو ګټو فکر کوي ، خپلې ګټې ترمهمو ملي ګټو وړاندې بولي .په هېواد کې دپرديو دنظامي هډو په اړه خو ددې مجاهدو مشرانو له دريځ څخه د هغه کمونست حفيظ الله امين دريځ ښه وو ډاکتر نبي مصداق ليکي :چې روسانو په ١٣٧٩ هـ لمريزکال له هغه څخه دايران پرضد دشين ډنډ هوايي ډګر وغوښت خو وريې نکړ او دايې دافغانستان دځمکنۍ پشپړتيا ضد کار وباله چې له همدې له امله هغوى وواژه .او روسانو مستقيمه مداخله وکړهامريکايانو زموږځينې جهادي زعامتونه تطميع کړي ،سياسي او مادي رشوت يې ورکړى ا ودتبر خوله يې پر لمسي نيولې ده .نوموږ ته رښتونى ملي ، مجاهد او سوچه افغاني قيادت په کار دى په نورو پورې تړلي او دنورو پر اخورشخوندوهونکى قيادت نه ..دا سې قيادت مو په کار دى چې په ډاګه او په پوره جرئت اعلان وکړي چې : : ((رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ (القصص17) يعنې : (( اى زما ربه دهغه دنعمت (او احسان) له کبله چې پر مادې کړى، نو هېڅکله به دظالمانو ملا ونه تړم )) او په رښتيا هم دکفارو او مجرمانو ملاونه تړي، بلکې برعکس پر ضد يې غږ پورته کړي ، ولس ته رښتيا ووايي ا و پدې حساسو ا وبرخليک ټاکونکيو شېبو کې داسلام له غوښتنو سره سمه قومانده ورکړيزموږ جهادي قيادت بايد وپوهېږي چې امريکا لدې لارې غواړي چې په سيمه کې موجود اسلامي خوځښتونه وځپي په افغانستان کې دروسانو او له هغوى وروسته دامريکا دښکېلاک پر ضد مبارزې په نړۍ کې اسلام ديو ژغورونکي دين په توګه وځلاوه او داسلامي نړۍ په اسکېرلو ځوانانو کې يې دخوځښت او پاڅون روحيه لا ژوندۍ کړې ده داڅپه له افغانستان څخه منځنۍ اسيا او اروپا ته صادره شوې ده، هلته اسلام دهرې ورځې په تېرېدو سره پرمختګ کوي او دښکېلاک پر ضد دمبارزې لپاره نوي سنګرونه پرانستل کېږي چې دا د امريکا لپاره دزغم وړنده هغوى ددې خوځښتونو مخنيوى غواړي دا هغه جهادي خوځښتونه دي چې زموږ جهادي مشرانو به خپل ګڼل او په هغو هېوادونو کې مبارزه کوي چې همدې مشرانو به خپله او داسلامي خلافت له تن څخه بېله شوې خاوره ګڼله او اودعوه به يې کوله چې اسلام سرحد اوپوله نه مني او ددې هېوادونو له ازادۍوروسته يې ورسره داسلامي کنفدراسيون جوړول غوښتل .محمدحسن حقيار
که اوبه په کرايه ورکول کېږي خاوره هم کېدلى شي خو
زما په باور که په افغانستان کې پياوړى، منتخب ، خپلواکه او له هره پلوه پر ځان ويسا دواک او ځواک خاوند حکومت واى چې له امريکا او نورو هېوادونو سره يې خپل تړونونه عملي کولى ، له هغوى پوښتنې او معلومات اخستلى او هغوى يې دخپلو ژمنو تطبيق ته اړوېستلى شواى اوبيايې دلوړې کرايې
او امتيازاتو په بدل کې په داسې شرايطو چې دافغانستان ځمکنۍ بشپړتيا، ملي استقلال او خپلواکي پکې خوندي وي ،دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې نه وي ګاونډيانو ته ګواښ او خطر مخ نه وي ،دافغانستان خاوره دګاونډيانو پرضد نه کارول کېږي او افغان حکومت داحق ولري چې هره شېبه ددوى هډې څارلى او لټولى و شي ،ددوى دوسلو دډول او شمېر څخه خبر واوسي ، ددوى ژوند او فعاليت له ښارونو لېرې چېرته په غرونو او صحراوو کې ددوى ترهډو محصور او محدود وي دافغانستان په ښارونو او کليو کې راشه درشه ونکړي ، موخې يې معلومې او پخپلو ژمنو ولاړ وي . داړتيا په وخت کې دافغانستان بهرنى دښمن خپل دښمن او دافغانستان دوست خپل دوست وبولي ،دافغانستان په بيارغونه او دافغانانو دژوند او اقتصاد په پرمختګ کې محسوسه مرسته وکړي ،نوبيا داهډې دافغانستان په ګټه دي . هر ملي او خپلواکه هېواد حق لري چې دخپلو ملي ګټو پربنسټ خپل کانونه پر نورو وپلوري ، هرهېواد کولى شي چې ديوه تړون پر اساس په لنډ مهاله توګه خپلې اوبه چې ددوى له اړتيا ډېرې وي پر نورو وپلوري او يا يې په کرايه ورکړي لکه څنګه چې دافغانستان فقيد صدراعظم ارواښاد موسى شفيق ديوه تړون په بدل کې دافغانستان اوبه ايران ته په کرايه ورکړې وي همداراز دخپلو ملي ګټو لپاره داهم کولى شي چې خپله خاوره په لنډ مهالې توګه چاته داستفادې لپاره په کرايه ورکړي .خو که دا هډې ددې لپاره وي چې له دې ځايه دنورو پر ضد دسيسې او توطيې جوړې شي ، دګاونډيو په کورنيو چارو کې لاسوهنه پيل شي، په نورو دبريد اوتېري لپاره کارول کېږي نوبيا به افغانستان يوځل بيا دنوروتر وسلوال بريد لاندې راځي او هماغه تاريخ او کانې به تکرارېږي چې دسپتمبر ديوولسمې له پېښو وروسته پر افغانستان وشوې .داځکه چې امريکا هم په همدې پلمه پر افغانستان بريد وکړ او دلته يې وسلوال او نظامي حشرجوړکړ چې ګويا افغانستان دمتحده ايالاتو دښمنانو ته پنا او پخپله خاوره کې ځاى ورکړى وو نو که بيا امريکا له دې ځايه دهر هېواد ګټې وګواښي نو بيا خو هغوى هم حق لري چې پر افغانستان بريد وکړي ځکه افغانستان به يوځل بيا دنورو هېوادونو دښمنانو( امريکا ) ته پخپله خاوره کې پناه ورکړي وي ، هېڅ له امکان څخه لېرې نده چې امريکان دلته له نورو هېوادونو سره په جګړو بوخت شي او دنورو هېوادونو دبنديانودساتلو لپاره په افغانستان کې خپلې هډې دګونتانامو په څېر په زندانونو بدلې کړي .پخوا خو يواځې امريکايانو له سمندر څخه کندهار ، دپکتياژوره او توره بوړه وېشتله داځل به چين ، ايران ، پاکستان روسان او دافغانستان نور ټول ګاونډيان له ټول افغانستان څخه غلبېل جوړ کړي .ر وسان منځنۍ اسيا خو پرېږده آن دافغانستان شمالي سيمې هم دخپل نفوذ ساحه بولي هغوى به هېڅکله په افغانستان کې دنظامي هډو پر وړاندې چپ پاتې نشي .
دجهادي مشرانو سکوت له بده مرغه هغه جهادي مشران چې له روسانو دافغانستان ژغورل خپل وياړ بولي او له روسانو سره په جهاد کې ددوى ترقوماندې لاندې شاوخوا يو نيم ميليونه مسلمانان شهيدان او له لسو ميليونو ډېر افغانان ،مهاجر ،بې کوره او له دووميلينو ډېر ورونه او خويندو مو ټپيان او درپه دره شول نن په امريکايي اشغال يا چپ او يا ورسره ملګري دي .افغان ولس له دوى پوښتي چې که پر افغانستان د بهرنيانو واک او اشغال يې خوښېده نو له روسانو سره په جهاد کې يې دا دومره قربانۍ ولې ورکولې او ولې يې دومره شهيدان . معيوبين ، کونډې، ورارې او يتيمان ټولنې ته وړاندې کول ، ولې يې هغه وخت دهېواد دکنډوکپر کېدو مخه نه نيوله . چې اوس پر افغانستان دبهرنيو داشغال پر وړاندې يا چپ دي او يا ورسره ملګري دي .؟دوى ولې او دکوم هدف لپاره پر هرستيژ او منبر دا آيت تلاوت کاوه چې : ((رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ (القصص17) يعنې : (( اى زما ربه دهغه دنعمت (او احسان) له کبله چې پر مادې کړى، نو هېڅکله به دظالمانو ملا ونه تړم )) نن ولې د نړيوالو مجرمينو ملاتړي او پرخپل سکوت د هغوى شتون ته مشروعيت ورکوي؟ . دامريکا لخوا دافغانستان پردايمي اشغال دجهادي زعامت چوپتيا ددوى درضا او خوښې په معناده . ولس ددوى پر پخوانۍ مبارزه او له روسانو سره دجهاد پرنيت هم شکمن شوى دى او داسې ښکاري چې له روسانو سره دهغوى دجګړې موخه هم شهرت ، شتمني ، دبيت المال چور ، واک او اقتدار او له څو څو ښکليو انجونو سره ودونه وواو دې موخو ته ورسېدل . ولس به داډول مشران چې دخپلوشخصي موخو لپاره يې ولس قرباني کړ هېڅکله ونه بخښي اودامريکايانو ددې هډو دجوړېدو په جنايت کې يې شريک بولي . له بده مرغه موږ ټولمنلى او رښتونى ولسي او سياسي قيادت نلرو ، موجود جهادي ا وسياسي مشران پخپلو ګټو فکر کوي ، خپلې ګټې ترمهمو ملي ګټو وړاندې بولي . په هېواد کې دپرديو دنظامي هډو په اړه خو ددې مجاهدو مشرانو له دريځ څخه د هغه کمونست حفيظ الله امين دريځ ښه وو ډاکتر نبي مصداق ليکي :چې روسانو په ١٣٧٩ هـ لمريزکال له هغه څخه دايران پرضد دشين ډنډ هوايي ډګر وغوښت خو وريې نکړ او دايې دافغانستان دځمکنۍ پشپړتيا ضد کار وباله چې له همدې له امله هغوى وواژه .او روسانو مستقيمه مداخله وکړه امريکايانو زموږځينې جهادي زعامتونه تطميع کړي ،سياسي او مادي رشوت يې ورکړى ا ودتبر خوله يې پر لمسي نيولې ده .نوموږ ته رښتونى ملي ، مجاهد او سوچه افغاني قيادت په کار دى په نورو پورې تړلي او دنورو پر اخورشخوندوهونکى قيادت نه ..دا سې قيادت مو په کار دى چې په ډاګه او په پوره جرئت اعلان وکړي چې : : ((رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ (القصص17) يعنې : (( اى زما ربه دهغه دنعمت (او احسان) له کبله چې پر مادې کړى، نو هېڅکله به دظالمانو ملا ونه تړم )) او په رښتيا هم دکفارو او مجرمانو ملاونه تړي، بلکې برعکس پر ضد يې غږ پورته کړي ، ولس ته رښتيا ووايي ا و پدې حساسو ا وبرخليک ټاکونکيو شېبو کې داسلام له غوښتنو سره سمه قومانده ورکړي زموږ جهادي قيادت بايد وپوهېږي چې امريکا لدې لارې غواړي چې په سيمه کې موجود اسلامي خوځښتونه وځپي په افغانستان کې دروسانو او له هغوى وروسته دامريکا دښکېلاک پر ضد مبارزې په نړۍ کې اسلام ديو ژغورونکي دين په توګه وځلاوه او داسلامي نړۍ په اسکېرلو ځوانانو کې يې دخوځښت او پاڅون روحيه لا ژوندۍ کړې ده داڅپه له افغانستان څخه منځنۍ اسيا او اروپا ته صادره شوې ده، هلته اسلام دهرې ورځې په تېرېدو سره پرمختګ کوي او دښکېلاک پر ضد دمبارزې لپاره نوي سنګرونه پرانستل کېږي چې دا د امريکا لپاره دزغم وړنده هغوى ددې خوځښتونو مخنيوى غواړي دا هغه جهادي خوځښتونه دي چې زموږ جهادي مشرانو به خپل ګڼل او په هغو هېوادونو کې مبارزه کوي چې همدې مشرانو به خپله او داسلامي خلافت له تن څخه بېله شوې خاوره ګڼله او اودعوه به يې کوله چې اسلام سرحد اوپوله نه مني او ددې هېوادونو له ازادۍوروسته يې ورسره داسلامي کنفدراسيون جوړول غوښتل .