دحرمينو هندارهدوه ويشتمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دحرمينو هنداره
دوه ويشتمه برخه
محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بسم الله الرحمن الرحيم
په دوه تنو ديو سل او شپېتو حاجيانو سرخرييل
اوس راته يو دسر خرييل پاتې وو چې له احرامه ووځو اوخپلې جامې واغوندو .
مولنا موږته وويل چې دلته سرونه مه  خرېيئ ځکه چې نايان  لس پنځلس رياله اخلي ،هلته په عماره کې هلکان شته که پنځه پنځه رياله ورکړئ ښه په راحت به يې درته وخريي موږ هم هلته سرونه ونه خرېيل نا بلدي هم وه خو چې عماروته راغلو دمجيب اونعمت په نوم دوه افغان هلکان  وو او موږله يوسل اوشپېتو تنوډېر ووفکر مووکړ چې که دوى ته انتظار کوواونوبت ته کېنو ښايي ډېر وځنډېږو مولناته موهم غوسه راغلله چې ولې يې غلط وپوهولووروسته پوه شو چې مجيب دمولنا اوښى اوله نعمت سره يې هم دخپلوئ کومه اړيکه وه ده غوښتل  داپيسې ددوى  په جېب کې ولوېږي .
ماملګروته مشوره ورکړه چې راځئ خپله  يودبل سرونه وخرېيو. لومړى زه يوه ملګري ته چې لامې نه پېژانده کېناستم اوسر يې راته وخرېيه،داوېښته ماپنځلس کاله نه ووخرېيلي او په همدې هيله مې  ساتلي وو چې دا به په حج کې خرېيم،او الله ج مې داهيله تر سره کړه،درې نيمې بجې له عمرې فارغ شو،احرام موووېست، جامې مو واغوستې.  څه ملګري ويده شوه ځکه چې ډېر ستړي وودشنبې شپه ،دشنبې ورځ ديکشنبې شپه ټول په سفر او ګرځېدو تېرشول خو زه بېرته حرم ته لاړم لار  اسانه وه پر سړک بياهم خلک نه ځايېدل ،لمانځه ته وخت کم وو لاندې په مطاف کې  دطواف اجازه نه ورکول کېده تهجد مو وکړل او په کعبه کې په جماعت دلومړي لمانځه وياړ راپه برخه شو.
په مکه کې لومړۍ ورځ اوددوستانو ليدل
سحر له لمانځه وروسته مې طواف وکړ بيا مې  خپل ماما حبيب الرحمن  استاد ته ټېليفون وکړ، هغه هم په حرم شريف کې ووهغه له ماڅخه د يارلس ورځې وړاندې تللى وو،دحرم شريف په حوېلۍ کې د ساعت له يو کوچني برج سره مو وعده وکړه زه چې ورغللم هغه هلته تيار ولاړوو. د يو بل په ليدلو ډېر خوښ شو له سلام او ستړي مشي وروسته له هغه سره دهغه اطاق ته روان شوم له حرم څخه ورته ٣٥دقيقې پلى مزل وو،دده په ليدو مې ټوله ستومانتيا ووته ،له هغه سره مې د سحر چاى وڅښه دکور او کلي د خبرو تر څنګ يې په مدينه منوره   او مکه معظمه کې دخپل ديارلس ورځني ژوندپه اړه هم معلومات راکړل،ويل يې چې مدينه منوره ډېر ښکلى او پاک ښاردى، ښه هوا،ښه فضا،پراخ سړکونه ،پراخ چاپېريال نسبت مکې ته ارزاني ،پکې شته ده  د نبوي مسجد ډېره ستاينه يې وکړه. حبيب الرحمن استاد زما ماما او ترما کوم شل کاله مشر دى خو ټول عمر موسره يو ځاى تېر کړى دى د سکه مشر ورور په څېر يې له موږ سره چلند کړى لکه چې کور ،ګټه او تاوان مو يو وي.
ده راته وويل چې زموږ کليوال غلام دستګير، حاجي شېرزمان او شېر زموږپه خواکې په ١٣٢عماره کې اوسي هلته ورغلو خو دعمارې عرب څوکېدار دننوتلو اجازه رانکړه ،ماما مې خپل ملګري ډاکټر عبدالقدير ته چې په مدينه منوره کې ورسره د اطاق ملګري او د ننګر هار ولايت  دسره رود د ولسوالۍ  دفتح ابآد(فتيوات) اوسېدونکى دى ،ټېليفون وکړ هغه هم په همدې عماره کې اوسېده، ډاکټر عبدالقدير راښکته شو،لومړى يې خپل اطاق ته بوتللو هغوى کبان پاخه کړي وو خو موږ ماړه ووهسې مو يوه مړۍ ورسره  و اخسته خوډېر خوندور وو.
له هغوى څخه د شېرزمان دوى خونې ته لاړو.
په دې خونه کې يو حاجي شېرزمان و چې دسره رود  ددوه سرکې اوسېدونکى دى  تر ما ډېر مشر دى خو انقلابى مجاهد او په وينا يې موحد سړى دى ،زموږ دوستان دى ملګرتوب مې هم ورسره دى په کابل او پېښور کې په يوه مېنه کې اوسېدو.
غلام دستګير زموږ کليوال ډېر نېک سړى له ښو اخلاقو او اوږدې ږيرې يې د شيخ لقب ګټلى .
دابل شېرزمان زموږ قومي اوعزيز دى،زما ترور زى هم دى،ښايي کوم کال له ماکشر وي،په سر خرود کې زموږ او دوى تر منځ يو خوړ دى.
له نېکه مرغه ددوى خواته ګلاجان هم راغلى وو ګلاجان ددې کشر شېرزمان مشر ورور دى، هغه هم له يو شرکت سره تر دوى وروسته او تر مامخکې راغلى وو او حرم ته نږدې په يوه عماره کې اوسېده.
يوساعت بنډار مووکړ يوولس بجې شوې، ټول حرم شريف ته دماسپښين د لامنځه لپاره ولاړ شو، ماسپښين لمونځ په پاو باندې دولس بجو اداکېده،خو له لمانځه او جنازې چې تر څو غارفېدلو نو يوه بجه وه .
له لمانځه وروسته خپل اطاق ته لاړم ډوډۍ مو وخوړه زموږ په اطاق کې يو شنه غالۍ، درې تخته، پر هر تخت يو غټ اسفنج ،درې کوچني بالښتونه يوه بړستن يوه روجايي ،يو ايرکنډېشن يو پکى دوه راډونه وو. زما داطاق ملګرى دهرات ښار اوسېدونکى مولوي محمود احمدي وو احمدي دهرات په محکمه کې قاضي هم وو موږچې په کومه عماره کې اوسېدو، داڅلور پوړه وه په هر پوړ کې دوه دوه اپارتمانه او په هر اپارتمان کې دوه خونې، يو کمود ،يوتشناب له تفت سره ،يود لاس وينځلوځاى (دستشوى) له نغر يو او لوازمو سره يو پخلنځى او يو فريج (يخچال)وو.

بسم الله الرحمن الرحيم

محمدحسن حقيار

په دوه تنو ديو سل او شپېتو حاجيانو سرخرييل 
اوس راته يو دسر خرييل پاتې وو چې له احرامه ووځو اوخپلې جامې واغوندو .مولنا موږته وويل چې دلته سرونه مه  خرېيئ ځکه چې نايان  لس پنځلس رياله اخلي ،هلته په عماره کې هلکان شته که پنځه پنځه رياله ورکړئ ښه په راحت به يې درته وخريي موږ هم هلته سرونه ونه خرېيل نا بلدي هم وه

خو چې عماروته راغلو دمجيب اونعمت په نوم دوه افغان هلکان  وو او موږله يوسل اوشپېتو تنوډېر ووفکر مووکړ چې که دوى ته انتظار کوواونوبت ته کېنو ښايي ډېر وځنډېږو مولناته موهم غوسه راغلله چې ولې يې غلط وپوهولووروسته پوه شو چې مجيب دمولنا اوښى اوله نعمت سره يې هم دخپلوئ کومه اړيکه وه ده غوښتل  داپيسې ددوى  په جېب کې ولوېږي . ماملګروته مشوره ورکړه چې راځئ خپله  يودبل سرونه وخرېيو. لومړى زه يوه ملګري ته چې لامې نه پېژانده کېناستم اوسر يې راته وخرېيه،داوېښته ماپنځلس کاله نه ووخرېيلي او په همدې هيله مې  ساتلي وو چې دا به په حج کې خرېيم،او الله ج مې داهيله تر سره کړه،درې نيمې بجې له عمرې فارغ شو،احرام موووېست، جامې مو واغوستې.  څه ملګري ويده شوه ځکه چې ډېر ستړي وودشنبې شپه ،دشنبې ورځ ديکشنبې شپه ټول په سفر او ګرځېدو تېرشول خو زه بېرته حرم ته لاړم لار  اسانه وه پر سړک بياهم خلک نه ځايېدل ،لمانځه ته وخت کم وو لاندې په مطاف کې  دطواف اجازه نه ورکول کېده تهجد مو وکړل او په کعبه کې په جماعت دلومړي لمانځه وياړ راپه برخه شو. په مکه کې لومړۍ ورځ اوددوستانو ليدل سحر له لمانځه وروسته مې طواف وکړ بيا مې  خپل ماما حبيب الرحمن  استاد ته ټېليفون وکړ، هغه هم په حرم شريف کې ووهغه له ماڅخه د يارلس ورځې وړاندې تللى وو،دحرم شريف په حوېلۍ کې د ساعت له يو کوچني برج سره مو وعده وکړه زه چې ورغللم هغه هلته تيار ولاړوو. د يو بل په ليدلو ډېر خوښ شو له سلام او ستړي مشي وروسته له هغه سره دهغه اطاق ته روان شوم له حرم څخه ورته ٣٥دقيقې پلى مزل وو،دده په ليدو مې ټوله ستومانتيا ووته ،له هغه سره مې د سحر چاى وڅښه دکور او کلي د خبرو تر څنګ يې په مدينه منوره   او مکه معظمه کې دخپل ديارلس ورځني ژوندپه اړه هم معلومات راکړل،ويل يې چې مدينه منوره ډېر ښکلى او پاک ښاردى، ښه هوا،ښه فضا،پراخ سړکونه ،پراخ چاپېريال نسبت مکې ته ارزاني ،پکې شته ده  د نبوي مسجد ډېره ستاينه يې وکړه. حبيب الرحمن استاد زما ماما او ترما کوم شل کاله مشر دى خو ټول عمر موسره يو ځاى تېر کړى دى د سکه مشر ورور په څېر يې له موږ سره چلند کړى لکه چې کور ،ګټه او تاوان مو يو وي.ده راته وويل چې زموږ کليوال غلام دستګير، حاجي شېرزمان او شېر زموږپه خواکې په ١٣٢عماره کې اوسي هلته ورغلو خو دعمارې عرب څوکېدار دننوتلو اجازه رانکړه ،ماما مې خپل ملګري ډاکټر عبدالقدير ته چې په مدينه منوره کې ورسره د اطاق ملګري او د ننګر هار ولايت  دسره رود د ولسوالۍ  دفتح ابآد(فتيوات) اوسېدونکى دى ،ټېليفون وکړ هغه هم په همدې عماره کې اوسېده، ډاکټر عبدالقدير راښکته شو،لومړى يې خپل اطاق ته بوتللو هغوى کبان پاخه کړي وو خو موږ ماړه ووهسې مو يوه مړۍ ورسره  و اخسته خوډېر خوندور وو.له هغوى څخه د شېرزمان دوى خونې ته لاړو.په دې خونه کې يو حاجي شېرزمان و چې دسره رود  ددوه سرکې اوسېدونکى دى  تر ما ډېر مشر دى خو انقلابى مجاهد او په وينا يې موحد سړى دى ،زموږ دوستان دى ملګرتوب مې هم ورسره دى په کابل او پېښور کې په يوه مېنه کې اوسېدو.غلام دستګير زموږ کليوال ډېر نېک سړى له ښو اخلاقو او اوږدې ږيرې يې د شيخ لقب ګټلى .دابل شېرزمان زموږ قومي اوعزيز دى،زما ترور زى هم دى،ښايي کوم کال له ماکشر وي،په سر خرود کې زموږ او دوى تر منځ يو خوړ دى.له نېکه مرغه ددوى خواته ګلاجان هم راغلى وو ګلاجان ددې کشر شېرزمان مشر ورور دى، هغه هم له يو شرکت سره تر دوى وروسته او تر مامخکې راغلى وو او حرم ته نږدې په يوه عماره کې اوسېده.يوساعت بنډار مووکړ يوولس بجې شوې، ټول حرم شريف ته دماسپښين د لامنځه لپاره ولاړ شو، ماسپښين لمونځ په پاو باندې دولس بجو اداکېده،خو له لمانځه او جنازې چې تر څو غارفېدلو نو يوه بجه وه .له لمانځه وروسته خپل اطاق ته لاړم ډوډۍ مو وخوړه زموږ په اطاق کې يو شنه غالۍ، درې تخته، پر هر تخت يو غټ اسفنج ،درې کوچني بالښتونه يوه بړستن يوه روجايي ،يو ايرکنډېشن يو پکى دوه راډونه وو. زما داطاق ملګرى دهرات ښار اوسېدونکى مولوي محمود احمدي وو احمدي دهرات په محکمه کې قاضي هم وو موږچې په کومه عماره کې اوسېدو، داڅلور پوړه وه په هر پوړ کې دوه دوه اپارتمانه او په هر اپارتمان کې دوه خونې، يو کمود ،يوتشناب له تفت سره ،يود لاس وينځلوځاى (دستشوى) له نغر يو او لوازمو سره يو پخلنځى او يو فريج (يخچال)وو.