دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دمحمد صفر خواريکښ ژباړه    
يوولسمه برخه
يارايستل يا ډوبېدل.
يا هګۍ يا چرګوړی.
يا ښاغلی يادښاغلي نوکر.
تجربه

تجربه ترټولو ښه ښوونکی دی.
تجربه دعلم مورده.(انګلستان)
تجربه له کلونوسره راځي.
تجربه له کال سره تړاونه لري،کال  يو ټاکلي وخت وي.(سويس)
تجربه يوه تاج دی،طبيعت يې هغه مهال چې پک(لېنډاګان) شولوراډالۍ کوي.(بلجيم-والونسک)  
دتجربه لرونکی مېلمه کول  ښه دي.(دوايکنګانو دوخت شعري ټوټه)
دبې عقلانو غوندې يې پېل کووخو په تجربې سره هوښيارېږو.(افريقا- ماسايي)
په تجربې سړی هوښيارېږي،خو ډېر کم  شتمن کېږي.
اروپايي
اروپايان  يې ساتی اووژني.(سويلي افريقا-ايسيشوسا(قبيله[ژ])
لکه يواروپايي:ورَسته روغتياخوسره له دې هم غښتلی.(افريقا-تيمني)
وړتيا/استعداد
سړی بايد له وړتيا سره سمه غوښتنه وکړي.
يوښه استعداد، ډېرڅه کوي.
دف توری
خدای دې موږ له درې خطرناکو «ف»وڅخه وژغوري:له فلاسک(بوتل)،فاندن(شيطان)اوفوګدن(دپور دحصول مامور)څخه.(سوېډن)
بڼه،چال چلند
دکاجونو(دبټن سوري) زيات ډولونه شته.(دنمارک-شيليند)
دږيری بڼه دږيرې ړومبنی شرط دی.
پلار
پلار اومور ښه دي ،خو خدای بهتردی.(پيدرلول)
پلارته لږ ورته ،خو دمورپه څېر هيڅ نه .
۵۱

پلارپوهيږي څه وخت(کله)،مورپوهېږي له کوم ځايه.(روسيه)
پلارکېدل اسان دي خوسخته ده چې پلاراوسی.(المان)
ته يې خپل پلارته مه زده کوه چې ماشومان  سړی څنګه روزي.(هنګري)
کله چې يې مېړه کوهې کې پروت و ،مېرمن وويل:«پلار چې چېرته وغواړي ډډه اچولی شي».(سوېډن)
دوعا
هغه له خپلې مهمې دوعا نه زيات کولې شي(هغه زياته تجربه لری)
دلته مرسته کوي چې هوګه کومه ده او ارزښتناکه دوعا کومه..
غورځېدل/لوېدل
داسخته ده چې پر يوه ډبره دوه ځله ولوېږې.
غورځېدل شرم نه دی،مګر چې  څملې(پروت يې) .
هغه چې پر ځمکه پروت وي ،نه غورځېږي.
هغه لکه زوړکورپه خپله رالوېږي.
داچې له بامه راوغورځې ښه ده چې له  کړکۍ وغورځېږې.(لاتين)
لټ ولوېد پاڅېدی نه شي.
چېرته چې يو سړی راغورځېږی ،هلته بل راپاڅېږي.
خاڼي خپل خواړه دبازانو ښار کې نه ږدي.(کريتا[ديونان سويل کې ټاپو دی-ژ.])
احسانمند باز کارغه خپله ټوټه کوي.(روسيه)
هوښيارباز خپله هوښيارتياپټوي.(جاپان)
هيڅ بازله لمرنه لوړالوتلی نه شي.(روسيه)
بدل/کم اصل/ټګ
بدل(کم اصل) له اصيلوپوستکولاندی اوسېږي.(فيرور[دنمارک کې ټاپو-ژ.])
کم اصله خپل  بادار په مرۍ کې وهي.
له ټګۍ اوتقلب نه څوک نه شتمن کېږي.
ټګۍ ستانوم ښځه ده.
کورنۍ
کورنۍ ډېره ښه ده ،چې کله  هريوخپله کوډله ولري.(شيلېند)
تراسمان لاندې يوازې يوه کورنۍ ده.(چين)
په هم انده(متحده) کورنۍ کې نېکمرغي په خپله پراخېږي.(چين)
هيڅ کورنۍبې عېبه نه وي.روسيه)
يوه چټله کورنۍ دخوګانوله ځالی غوجل  نه ښه ده.(انتيلرن-انګرېزي)
سپين سړی هيڅ کورنۍ نه لري دهغه کورنۍ پېسې دي.(افريقا-تونګو)
کورنۍ نوم دګلانو په څېر دی،په غونچه کې غوړېږي.(افريقا-اشانتي)
۵۲
«داپه کورنۍ کې وي»،مېړه وويل او دمېرمنې خواړه يې هم وخوړل.
شېطان
شېطان کوډله خپله جوړوي.
شيطان خپل هر څه تر پايه وړي.
شېطان نه بيدېږي.(سوېډن)
شېطان او مړی دتره زامن دي.(يونان)
شېطان رنګ پټولې نه شي.
شېطان په ټولو ژبوګړېږي.
شېطان په چوغکه پسې ډبره نه ګوزاري.(سوېډن)
شېطان د کم ارزښتودوست نه دی.(روسيه)
شېطان دجنرالانوپلوي کوي،خو هيڅکله دووړبريدمن سپکاوی نه کوي.(سوېډن)
شېطان بيبل لولي،لکه ددوسيې څېړونکی چې قانون لولي.(ناروې)
شېطان له شېطان سره خپلولي لري.(ايسليند)
شېطان مخکې له دې چې واده وکړي ، نه پوهېده چې دوزخ څنګه  دی.
شېطان دومره تورنه دی ،لکه سړی چې وايي.
شېطان سهارهيڅکله دومره تاوده غول نه کوي ،چې ترماښامه ساړه نه شي.(اووم فيدر)
کله چې شېطان غول کوي ،پوره ډېران غول کوي.
کله چې شېطان  چېرته نه شي تللی هلته استازی لېږي.(انګلستان)
خپله زړورتيا د شېطان زياته خرابي ده،مګرهغه  دڅه شي په وړاندې ښه نه دی. (ايسليند)
چې شېطان دې ماما وي په اسانۍ دوزخ ته تلی شی.
هغه،چې شېطان يې انډيوال وي،په دوزخ کې خوښ وي.
کله چې هرڅوک خپله برخه واخلي،شېطانه ته څه نه پاتې کېږي.
هغه ،چې شېطان يې بايدولري،ترلاسه کوي يې.
داسې خلک شته،چې شېطان يې په خپله هم نه غواړي.
کله چې شېطان کوڅې نيولي وي،نوپرېږده چې غرڅه له ځان سره بوزي.
کله چې دشېطان په باب غږېږی ،راځي.
کله چې شېطان ته کچۍ ګوته  ورکړې ټول لاس نيسي.
شېطان ته دمېلمستيا بلنه ورکول اسان دي ،خوله کورنه ايستل يې سخت دي.
يوشېطان خوشې کوي ،يوبل هغه بيا تړي.(ناروی)
دپايلې لورته سيالۍ کې غواړي شېطان ورسره وي.
هرسړی دځان له پاره ،اوشېطان وروستی اخلي.(دامريکا متحدايالتونه)

۵۳
کله چې شېطان يودروازه تړي،څښتن تعالی لس پرانيزي.
کله چې شېطان زوړشي،دراهبانو کورته ځي.
دشېطان خندا،دخلکو نه ده.
شېطان پرېږده چې ژاړي، هغه غټې سترګې لري.(سوېډن)
هغه ښايي مخامخ وګوري،هلته بايد شېطان وډاروي.
ديو مقابل کې يو ،دشېطان مقابل دوه.
پلار له خدای سره مل اوشېطان يې شاته ،نو ليدلی يې نه شی.(دنمارک-شيليند)
دالارښوونه دشېطان ښه بېلګه ده.(سوېډن)
خلک خدای ته توبه باسي،مګرشېطان پسې ځغلي.
شېطان  چې کليساته ننوزي،غواړي سملاسي دوينامېز(منبر)ته وخېژي.
خدای هګۍ درکوي،شېطان هغه خوټکوي.
شېطان دخطرپه مهال مچان خوري.
کله چې کشيش مړشو،شېطان وويل :«اوس زما نوبت دی».
نيول/ښکارکول
سړی بايدمرغۍ ښکارکړي،نه چې منځ ته يې ډبره ګوزارکړي.
احمقان په غوړه مالۍ،سوۍ په سپي اوښځې په سروزرو ښکارکېږي .
سړی په يوکاچوغه شاتو تريوې چاټۍ(بوشکې) سرکې ډېر مچان ښکارکولی شي.(فرانسه)
خطر
دلته په ځنډېدوکې خطر دی.(لاتين)
هغه چې په جګړه کې نه دی،له خطرنه بهر نه دی.(انګلستان)
که غواړې له خطرنه بچ اوسې نو له دام/لټ سره لوبې مه کوه.
خطر تېر،خدای هېر.(انګلستان)
کله چې خطر تېرشي،ژمنه هېره شي.
خطردادی چې؛ له لاسه ورکولو هيڅ ونه لرې.
داخطر نه دی ،بربنډسړی ډارن نه دی.
خطراواحساسات پر يوې تنې وده کوي.(انګلستان)
هغه چې خطرراپاروي،له ور پېښېدو مخکې يې اړباسي .(لاتين)
يوخطر،چې له مخکې منتظريې،په نيمه لارکې دفع شوی دی.(انګلستان)
وړاندې(ليرې) خطردښکاره ويلو ژبه درکوي.(اووم فيدر)
زرين چرګ
که زرين چرګ لوړ اواز ونه کړي،نه ويشتل کېږي.(جاپان)

۵۴
روژه
هغه چې په هوښيارۍ يې خوري ،پوره روژه نيسي.(انګلستان)
کله چې ګېډه ډکه وي،دروژې نيولووعظ اسان دی.(لاتين)
په ناپايه روژه کې څوک نه ژغورل کېږي.(روسيه)
وږی تردې چې هيڅ ونه لري ،ښه ده چې روژه ونيسي.(اووم پيدر)
هغه ته چې  پرمېز/دسترخوان/ يې کب پروت وي روژه اسانه ده.(پيدرلول)
غريبي
غريبي څه ګناه نه ده،خوډېربدشی دی.(روسيه)
غريبي هيڅ شرم نه دی،خووړاندې هيڅ مرسته نه کوي.(ناروې)
غريبي ډېره درنه ده،خوهغه هم ډېردي چې وړي يې.(سوېډن)
دغريبۍ ستايل اسان دي خوزغم يې سخت دی.
ډېرله غريبۍ ډارېږي نه له دوزخ نه.
دشتمن نه مړېدونکې وږسترګي ده،چې هغه ځان غريب احساسوي.(هند-بيهار )
هغه شتمن چې ددی غم نه خوري چې په پېسويې بېوزلوته کارورکړی،پرغريبانو زړه سوی وکړي،دهغه ژوندبې ګټې دی.(هند-هندي)
شتمن دراتلونکې په باب فکر کوي،غريب يوازې داوسنۍ شېبې په باب.(ايتاليا)
دشتمنودپيسوشرنګ تل دبېوزلودشکايت اواز غلی کوي.
شتمن ناروغ وي،غريب نشه .(ګواينا-انګرېزي)
شتمن هغه دی چې قانع وي.(ايتاليا)
قناعت ښه شتمني ده.(افغانستان-پښتو[ژ.])
شتمن ډارن وي.
شتمن سړي،هوښياره مېرمن،نرمې وړۍ،ښکلې غالۍ.(تبت)
دخپلو کڼاوو(له لرګيو جوړې شوې کوښې)له توږلو څوک نه شتمن کېږي.
هيڅوک دومره شتمن نه  دی ،چې نورونه غواړي.
ټول پوښتي چې سړی شتمن دی،دښه والي په باب يې هيڅو ک نه پوښتي.
چاغ اوخوار
کله چې چاغان خوارشي،دغه خواران په مرګ وږي کېږي.(زړه يهودي)
سړی بايدله چاغوسره خوارهم واخلي.(انګلستان)
چاغ (پړسېدلی) هميشه دپاسه روان وي.
چاغ سړی د ټولو خوښ وي.(لاتين)
سړی خوک هسې نه چاغوي.

۵۵