دايمي اډې که دايمي اسارت؟لسمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دايمي اډې که دايمي اسارت؟
لسمه برخه
محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بهرنيان  او پر افغانستان يې  اخلاقي او کلتوري اغيزې
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو شتون   دنورې نړۍ پر څېر پر افغانانو  فکري ،کولتوري او اخلاقي اغيزې لري کله چې امريکا  دويټنام په جګړه کې ماتې وخوړه نودخپلو پوځونو دذهني ستړتيا درفع کولو لپاره يې په الوتکو کې فليپين ته بيول چې هلته دفحشا په هډو کې ساعت تېر کړي. دې کار هلته دفحشا غوړولو ته لا هم لار هواره  کړه ،دانترنيتي پاڼو دخبر له مخې امريکايي سرتېرو هلته هره شپه له لس زرو انجونو سره بدلمني کوله .
دفليپين په اولانګاپوښار کې  دامريکا يي هډو ترڅنګ پنځوس زره فاحشې خپل حرفوي مسلک پر مخ بيايي .
د www.genuinesecurity.org/partners/report/Okinawa.pdf پاڼې دخبر له مخې  دجاپان داوکيناى په جزيره کې دامريکا  نظامي هډه ده او هلته  په پيل کې له دوى سره په هرو دېرش انجونو کې يوه  په فحشا مجبورېدله .خو په ١٩٦٩ زېږديزکال  له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته کله چې دويټنام جګړه روانه وه  ددې ښار دپوليسو په وينا،  ٧٣٦٢انجونې له امريکايي عساکرو سره په فحشا بوختې وې . ځينې  داشمېره ١٠٠٠٠ښيي.  په ١٩٧٢کال د  جاپان پارلمان دفحشا دمنعې قانون تصويب کړ خوګټه يې ځکه ونکړه چې دې  انجونو چې له دې لارې کومې پيسې ترلاسه کولې له بل هرمدرک څخه  ډېرې وې.
دامريکا له اشغال وروسته د افغانستان   په ځينو لويوښارونو کې د فحشاګراف  دافغانستان په تاريخ کې ترټولو لوړ وخوت يواځې په پلازمېنه کابل کې دفحشا لسګونه هدې شته دي ، په اکثروهوټلونو  کې شراب ،  ګډه نڅااوجنسي بې لارۍ شته  خو حکومت پرې ځان کوڼ کړى  دى  .
کله چې عبدالجبار ثابت   لوى څارنوال وونوڅو څو ځله يې   دکابل   په  نوي ښار ، وزيراکبرخان مېنې ،فتح الله کلا او تايمنيوکې دفحاشۍ له هډو لسګونه چينايۍحرفوي فاحشې  ووېستې چې بيا به   په دوهمه ورځ بېرته افغانستان ته راننوتلې .
دپژواک خبري اژانس ارشيف
دنورو چينايي توکيو په څېر ددې چينايي فاحشو نرخ هم ډېر ارزانه آن تر پنځوس شپېتو ډالرو وو .
داسې هم اورېدل کېږي چې ځينې هغه کرايي جنګسالاران چې دپيسو او واک لپاره يې افغانستان ته  د امريکايي پوځيانو په راوستلو کې مرسته کړې اوس دپيسو لپاره هغوى ته حرفوي  فاحشې افغانانې  ورلېږي او خپل کمېشن اخلي .دوى پدې (سپلايي )  ډېرې پيسې هم ترلاسه کړې.
دامن په نوم کورونه چې يواځې په کابل ښارکې څومرکزونه لري دباميانو په څېر دافغانستان په ډېرو ښارونوکې   دموسسو لخوا جوړ شوي دي، پدې کورونو او مرکزونو کې هغو انجونو او مېرمنو ته ځاى ورکول کېږي چې دپلار،مور او ورونو او نورو دوستانو له قهر او غضب سره مخ وي  ددوى  په کورونو کې يې ځاى نه وي ، يا يې هغوى   له شرمه ساتل نه غواړي .، له کورونو تښتېدلي او په نورو ډول ډول اخلاقي کمزرويو اخته وي ، پدې کې شک نشته چې  دلته مېشتې ځينې مېرمنې او انجونې   په رښتيا هم مظلومې او دناروا غوښتنو ښکار شوي دي  خو په ټوله کې ددې مرکزونو  دجوړولو موخه  انجونو او مېرمنو  ته داپيغام ورکول دي چې نور نو ډېر دمذهب، کلتور ، رسم او رواج او اخلاقي ارزښتونو  په کيسه کې مه اوسېږئ او که   له دې ارزښتونو بغاوت وکړئ نو دامن ،   او پوښتنې ځاى مو شته دى .
طبعي ده چې داکار په ټولنه کې دګڼو ستونزو ،  لکه دکورني سپيڅلي نظام او قرنطينو  ډاډمنو جنسي اړيکو  دله منځه تللو ،دښمنۍ او بې نظمۍ ،د نامشروعو بچيانو  او ايډز لامل ګرځي .
رښتيا هم  بهرنيانو  له کورنيو او بهرنيو لېوانو ژغورلي يو
د هډو د جوړېدو ځينې ملاتړي اندېښمن دي  چې دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره به کورنۍ جګړې او تاوتريخوالى اوج ته ورسېږي او که هډې دلته وي نومخه به ېې ونيول شي.پوښتنه داده چې آيا په دې لسو کالو کې دا مخالفتونه حل شوي او که زيات شوي دي؟ آيا دلته هره ورځ  سيمه ييز، مذهبي او نژادي تبعيض ته لمن نه وهل کېږي آيا دلته اقليتونه دلويو قامونو او اکثريت پر ضد نه لمسول کېږي او دهغوى پر ضد نه جنګول کېږي؟  دې  مخالفتونو ته  پخپله امريکااو ښکېلاکي هېوادونه  لمن وهي ، دا لمسونې دهمدوى لخوا دي او ددوى له وتلو سره  دامخالفتونه خپله کمېږي .
دامريکا دنظامي هډو موضوع  دنورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم ولسونه او يو ملت  بېلوي او يوله بل سره يې لاس او ګرېوان کوي  دلته ځينې هغه کسان چې له امريکا او دلته دامريکا له شتون  څخه تغذيه کېږي او معنوي ا وفزيکي وجود  يې په همدوى پورې  اړوند دى دامريکا دهډو پلويان دي خو د ولس پرېکنده  برخه يې مخالف دى . چې همداد هېواد دوېش او خپلمنځيو جګړو پر لور يو ګام دى .
امريکا پر افغان ولس د عربي نړۍ او د جنوبي امريکا په څېر ديکتاتوران او دامريکا ګوډاګيان  واکمن کړيدي   چې همدا اوس يې تر ټولو ښه بېلګه جنګسالاره شمالي ټلواله ده . د شمالي ټلوالې په جرمونو او جنايتونو ټوله نړۍ خبره ده  دافغانانو پر عزت   تېری کوي، هم يې  دولتي څوکۍ په لاس کې دي   او هم اپوزيسيون دی ، په همدې امريکا او اروپا کې يې ډېرې خپلواکې ټولنې  او دبشر حقوقو ادارې د محاکمې غوښته کوي، خو امريکا يې له سياسي او مالي پلوه نوره هم پياوړې کوي .
په دې تېرو نولسو کالوکې چې  افغان ولس له څومره ستونزو او ناخوالو سره مخ شوى نو دامريکا دابدمرغه ډالۍ پکې شريکه ده   . .
امريکا غواړي چې دلته سيمه ييز حکومتونه  او جنګي ډلې پياوړې او مرکزي دولت کمزورى کړي، دوى ددولت پروړاندې قوماندانان،  زورواکان دملېشو خاوندان  او قومي مخور  تقويه او اکمالوي .چې هروخت وغواړي  دولت ته سردرد پيداکړي.
دوى دلته ترخپل سيوري او واک لاندې  بې مېوې حکومت غواړي   دسيوري  ونه مېوه نه نيسي : رحمان بابا پخوا وېلي : ((.... او دسيوري  نخل نه نيسي رطب))
په افغانستان کې د امريکااو ناټو له لس کلن شتون څخه  ښکاري چې دوى دلته موږ له   کورنيو او بهرنيو لېوانو څخه ساتلي نه يو، بلکې لا يې موږ ورته له لاسونو اوپښوتړلي يو او هغوى يې راپسې خوشې کړيدي .
دلته يې له لسو کالو راهيسې  ترخپل سيوري  لاندې بې مېوې حکومت پر افغان ولس تپلى دى  او غواړي چې داحکومت تلپاتې وي .
دا څرګنده ده چې داهډې به دامنيت پرځاى په افغانستان  کې  تلپاتې ناامنۍ ته لار هواره کړي ، ځکه چې داد ولس د ارادې ضد او د ولس له زغم څخه وتلى  کار دى . و لس  ددې هډو پرخلاف راپارېږي اوس چې د ولس لويه برخه چپ ده لامل يې دادى چې هغوى تراوسه دانه ده منلې چې ګويا امريکا دلته دتل پاتې کېدو اراده لري  ، هغوى انګېري چې امريکا لکه څنګه چې په خوله يې وايي دخپل ماموريت له پاى وروسته چې اوس ورته لږو خت پاتې دى  له دې ځايه وتونکې ده او که پوه شي چې دې داړونکي دلته پاخه اړولي دي نوبيا به ټول ولس تريوې قوماندې لاندې راټولېږي او پرضد به يې مبارزه پيلوي .
اوس چې په افغانستان کې جګړه روانه  اوهره ورځ مخالفين پياوړي کېږي  دليل يې په  افغانستان کې دبهرنيو وسلوال شتون دى  او که داشتون دوامدار شي نو ښکاره ده چې جګړه او ورانى  به هم دوامداره  وي .
په څو هډو کې دامريکايانو  راغونډېدل به هغه دمزمل صاحب خبره  دمجاهدينو کار لا هم اسانه کړي .
په لبنان کې دامريکا دنظامي هډو په  شتون کې اوه لس کاله  دقومي ،ژبه ييز او سمتي جګړو لمبې   بلې وې  او ترڅو چې لبنانيانو خپله خپلې ستونزې حل نکړې امريکا يې په حل کې هېڅ ګام وانخست ..
په جنوبي کوريا کې دامريکا هډې دي خو هروخت دشمالي کوريا لخوا په توغنديو ويشتل کېږي . همداراز دپاکستان دجوړېدو له ورځې  يا په بله وينا  له ٤٨ کالو راهيسې په پاکستان کې دامريکا هډې دي څو څو ځله له هند سره ونښت  خو يوځل هم امريکا ورسره دهند پرضد مرسته ونکړه  او آن بنګله دېش هم ترې په ١٩٧١ زېږديزکال ددوى په شتون کې خپلواکي واخسته ..
ځينې وايي  چې دنظامي هډو معنا دانده چې هغوى به بيادافغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهي.
خو په ډېرو هېوادونو کې ددوى دنظامي هډوشتون  جوته کړې  چې دوى هلته دخپلو ګټو لپاره  د هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهي . آن مشروع  نظامونه  رانسکوروي  اودخپلې خوښې نامشروع  نظامونه او خپل ملګري  واک ته رسوي  .
امريکاظاهراً ددموکراسۍ دپلوۍ دعوه کوي خو خپله تل دديکتاتورانه او کودتايي  نظامونو  ترشا ولاړه وي .پاکستان ، فليپين ، دحسنې مبارک دمهال مصر،سعودي،سوريه او اسراييل يې ښې ‌بېلګې دي .
داوکيناوا ټاپو له دوهمې نړيوالې جګړې يا له ١٩٤٥ زېږديز کال وروسته تر١٩٧٢ پورې مستقيماًامريکا اداره کاوه .هلته قانون دامريکانافذ وو  خو  هېڅ تابعيت يې نه درلود چې له ډېرو هلوځلو وروسته په ١٩٧٢ زېږديز کال دجاپان ترتسلط لاندې راغى .
محمدحسن حقياردا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بهرنيان  او پر افغانستان يې  اخلاقي او کلتوري اغيزې 
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو شتون   دنورې نړۍ پر څېر پر افغانانو  فکري ،کولتوري او اخلاقي اغيزې لري کله چې امريکا  دويټنام په جګړه کې ماتې وخوړه نودخپلو پوځونو دذهني ستړتيا درفع کولو لپاره يې په الوتکو کې فليپين ته بيول چې هلته دفحشا په هډو کې ساعت تېر کړي. دې کار هلته دفحشا غوړولو ته لا هم لار هواره  کړه
،دانترنيتي پاڼو دخبر له مخې امريکايي سرتېرو هلته هره شپه له لس زرو انجونو سره بدلمني کوله .دفليپين په اولانګاپوښار کې  دامريکا يي هډو ترڅنګ پنځوس زره فاحشې خپل حرفوي مسلک پر مخ بيايي . د www.genuinesecurity.org/partners/report/Okinawa.pdf پاڼې دخبر له مخې  دجاپان داوکيناى په جزيره کې دامريکا  نظامي هډه ده او هلته  په پيل کې له دوى سره په هرو دېرش انجونو کې يوه  په فحشا مجبورېدله .خو په ١٩٦٩ زېږديزکال  له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته کله چې دويټنام جګړه روانه وه  ددې ښار دپوليسو په وينا،  ٧٣٦٢انجونې له امريکايي عساکرو سره په فحشا بوختې وې . ځينې  داشمېره ١٠٠٠٠ښيي.  په ١٩٧٢کال د  جاپان پارلمان دفحشا دمنعې قانون تصويب کړ خوګټه يې ځکه ونکړه چې دې  انجونو چې له دې لارې کومې پيسې ترلاسه کولې له بل هرمدرک څخه  ډېرې وې. دامريکا له اشغال وروسته د افغانستان   په ځينو لويوښارونو کې د فحشاګراف  دافغانستان په تاريخ کې ترټولو لوړ وخوت يواځې په پلازمېنه کابل کې دفحشا لسګونه هدې شته دي ، په اکثروهوټلونو  کې شراب ،  ګډه نڅااوجنسي بې لارۍ شته  خو حکومت پرې ځان کوڼ کړى  دى  . کله چې عبدالجبار ثابت   لوى څارنوال وونوڅو څو ځله يې   دکابل   په  نوي ښار ، وزيراکبرخان مېنې ،فتح الله کلا او تايمنيوکې دفحاشۍ له هډو لسګونه چينايۍحرفوي فاحشې  ووېستې چې بيا به   په دوهمه ورځ بېرته افغانستان ته راننوتلې .دپژواک خبري اژانس ارشيف دنورو چينايي توکيو په څېر ددې چينايي فاحشو نرخ هم ډېر ارزانه آن تر پنځوس شپېتو ډالرو وو .داسې هم اورېدل کېږي چې ځينې هغه کرايي جنګسالاران چې دپيسو او واک لپاره يې افغانستان ته  د امريکايي پوځيانو په راوستلو کې مرسته کړې اوس دپيسو لپاره هغوى ته حرفوي  فاحشې افغانانې  ورلېږي او خپل کمېشن اخلي .دوى پدې (سپلايي )  ډېرې پيسې هم ترلاسه کړې.  دامن په نوم کورونه چې يواځې په کابل ښارکې څومرکزونه لري دباميانو په څېر دافغانستان په ډېرو ښارونوکې   دموسسو لخوا جوړ شوي دي، پدې کورونو او مرکزونو کې هغو انجونو او مېرمنو ته ځاى ورکول کېږي چې دپلار،مور او ورونو او نورو دوستانو له قهر او غضب سره مخ وي  ددوى  په کورونو کې يې ځاى نه وي ، يا يې هغوى   له شرمه ساتل نه غواړي .، له کورونو تښتېدلي او په نورو ډول ډول اخلاقي کمزرويو اخته وي ، پدې کې شک نشته چې  دلته مېشتې ځينې مېرمنې او انجونې   په رښتيا هم مظلومې او دناروا غوښتنو ښکار شوي دي  خو په ټوله کې ددې مرکزونو  دجوړولو موخه  انجونو او مېرمنو  ته داپيغام ورکول دي چې نور نو ډېر دمذهب، کلتور ، رسم او رواج او اخلاقي ارزښتونو  په کيسه کې مه اوسېږئ او که   له دې ارزښتونو بغاوت وکړئ نو دامن ،   او پوښتنې ځاى مو شته دى .طبعي ده چې داکار په ټولنه کې دګڼو ستونزو ،  لکه دکورني سپيڅلي نظام او قرنطينو  ډاډمنو جنسي اړيکو  دله منځه تللو ،دښمنۍ او بې نظمۍ ،د نامشروعو بچيانو  او ايډز لامل ګرځي .
رښتيا هم  بهرنيانو  له کورنيو او بهرنيو لېوانو ژغورلي يو
د هډو د جوړېدو ځينې ملاتړي اندېښمن دي  چې دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره به کورنۍ جګړې او تاوتريخوالى اوج ته ورسېږي او که هډې دلته وي نومخه به ېې ونيول شي.پوښتنه داده چې آيا په دې لسو کالو کې دا مخالفتونه حل شوي او که زيات شوي دي؟ آيا دلته هره ورځ  سيمه ييز، مذهبي او نژادي تبعيض ته لمن نه وهل کېږي آيا دلته اقليتونه دلويو قامونو او اکثريت پر ضد نه لمسول کېږي او دهغوى پر ضد نه جنګول کېږي؟  دې  مخالفتونو ته  پخپله امريکااو ښکېلاکي هېوادونه  لمن وهي ، دا لمسونې دهمدوى لخوا دي او ددوى له وتلو سره  دامخالفتونه خپله کمېږي .  دامريکا دنظامي هډو موضوع  دنورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم ولسونه او يو ملت  بېلوي او يوله بل سره يې لاس او ګرېوان کوي  دلته ځينې هغه کسان چې له امريکا او دلته دامريکا له شتون  څخه تغذيه کېږي او معنوي ا وفزيکي وجود  يې په همدوى پورې  اړوند دى دامريکا دهډو پلويان دي خو د ولس پرېکنده  برخه يې مخالف دى . چې همداد هېواد دوېش او خپلمنځيو جګړو پر لور يو ګام دى .  امريکا پر افغان ولس د عربي نړۍ او د جنوبي امريکا په څېر ديکتاتوران او دامريکا ګوډاګيان  واکمن کړيدي   چې همدا اوس يې تر ټولو ښه بېلګه جنګسالاره شمالي ټلواله ده . د شمالي ټلوالې په جرمونو او جنايتونو ټوله نړۍ خبره ده  دافغانانو پر عزت   تېری کوي، هم يې  دولتي څوکۍ په لاس کې دي   او هم اپوزيسيون دی ، په همدې امريکا او اروپا کې يې ډېرې خپلواکې ټولنې  او دبشر حقوقو ادارې د محاکمې غوښته کوي، خو امريکا يې له سياسي او مالي پلوه نوره هم پياوړې کوي .   په دې تېرو نولسو کالوکې چې  افغان ولس له څومره ستونزو او ناخوالو سره مخ شوى نو دامريکا دابدمرغه ډالۍ پکې شريکه ده   . . امريکا غواړي چې دلته سيمه ييز حکومتونه  او جنګي ډلې پياوړې او مرکزي دولت کمزورى کړي، دوى ددولت پروړاندې قوماندانان،  زورواکان دملېشو خاوندان  او قومي مخور  تقويه او اکمالوي .چې هروخت وغواړي  دولت ته سردرد پيداکړي.دوى دلته ترخپل سيوري او واک لاندې  بې مېوې حکومت غواړي   دسيوري  ونه مېوه نه نيسي : رحمان بابا پخوا وېلي : ((.... او دسيوري  نخل نه نيسي رطب))په افغانستان کې د امريکااو ناټو له لس کلن شتون څخه  ښکاري چې دوى دلته موږ له   کورنيو او بهرنيو لېوانو څخه ساتلي نه يو، بلکې لا يې موږ ورته له لاسونو اوپښوتړلي يو او هغوى يې راپسې خوشې کړيدي .دلته يې له لسو کالو راهيسې  ترخپل سيوري  لاندې بې مېوې حکومت پر افغان ولس تپلى دى  او غواړي چې داحکومت تلپاتې وي .دا څرګنده ده چې داهډې به دامنيت پرځاى په افغانستان  کې  تلپاتې ناامنۍ ته لار هواره کړي ، ځکه چې داد ولس د ارادې ضد او د ولس له زغم څخه وتلى  کار دى . و لس  ددې هډو پرخلاف راپارېږي اوس چې د ولس لويه برخه چپ ده لامل يې دادى چې هغوى تراوسه دانه ده منلې چې ګويا امريکا دلته دتل پاتې کېدو اراده لري  ، هغوى انګېري چې امريکا لکه څنګه چې په خوله يې وايي دخپل ماموريت له پاى وروسته چې اوس ورته لږو خت پاتې دى  له دې ځايه وتونکې ده او که پوه شي چې دې داړونکي دلته پاخه اړولي دي نوبيا به ټول ولس تريوې قوماندې لاندې راټولېږي او پرضد به يې مبارزه پيلوي .اوس چې په افغانستان کې جګړه روانه  اوهره ورځ مخالفين پياوړي کېږي  دليل يې په  افغانستان کې دبهرنيو وسلوال شتون دى  او که داشتون دوامدار شي نو ښکاره ده چې جګړه او ورانى  به هم دوامداره  وي .په څو هډو کې دامريکايانو  راغونډېدل به هغه دمزمل صاحب خبره  دمجاهدينو کار لا هم اسانه کړي . په لبنان کې دامريکا دنظامي هډو په  شتون کې اوه لس کاله  دقومي ،ژبه ييز او سمتي جګړو لمبې   بلې وې  او ترڅو چې لبنانيانو خپله خپلې ستونزې حل نکړې امريکا يې په حل کې هېڅ ګام وانخست .. په جنوبي کوريا کې دامريکا هډې دي خو هروخت دشمالي کوريا لخوا په توغنديو ويشتل کېږي . همداراز دپاکستان دجوړېدو له ورځې  يا په بله وينا  له ٤٨ کالو راهيسې په پاکستان کې دامريکا هډې دي څو څو ځله له هند سره ونښت  خو يوځل هم امريکا ورسره دهند پرضد مرسته ونکړه  او آن بنګله دېش هم ترې په ١٩٧١ زېږديزکال ددوى په شتون کې خپلواکي واخسته ..ځينې وايي  چې دنظامي هډو معنا دانده چې هغوى به بيادافغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهي. خو په ډېرو هېوادونو کې ددوى دنظامي هډوشتون  جوته کړې  چې دوى هلته دخپلو ګټو لپاره  د هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهي . آن مشروع  نظامونه  رانسکوروي  اودخپلې خوښې نامشروع  نظامونه او خپل ملګري  واک ته رسوي  .امريکاظاهراً ددموکراسۍ دپلوۍ دعوه کوي خو خپله تل دديکتاتورانه او کودتايي  نظامونو  ترشا ولاړه وي .پاکستان ، فليپين ، دحسنې مبارک دمهال مصر،سعودي،سوريه او اسراييل يې ښې ‌بېلګې دي .داوکيناوا ټاپو له دوهمې نړيوالې جګړې يا له ١٩٤٥ زېږديز کال وروسته تر١٩٧٢ پورې مستقيماًامريکا اداره کاوه .هلته قانون دامريکانافذ وو  خو  هېڅ تابعيت يې نه درلود چې له ډېرو هلوځلو وروسته په ١٩٧٢ زېږديز کال دجاپان ترتسلط لاندې راغى .