محمد نقیب تره خیل بلجیم
که موږ انصاف خوښه ونکي شو نو باید دا ومنو چې تاریخ هر هغه څه چې په ځان کې لري او د قدرت خاوندان یې موږ ته را زده کول غواړي.د پېړیو پېړیو څخه تاریخ د مهار شوي اوښ په څير د بریالېو ځواکونو تر شاه روان دی.(هنري سټیل کومېګر) که د تاریخ لوستونکي او اورېدونکي له ځانه وپوښتي.
آیا تاریخ چې د کومو سړیو ذکر او د کارنامو تفصیلات موږ ته ښیی هغه واقعاً ریښتني دي؟
د دې پوښتنې ځواب دادي چې موریخینود ژبې،قوم او ایډیا په تړاو، یا چې د وا کمنو او آمیرانو نوکران پاتې شوی دي. دخپلې خوښۍ او ناخوښۍ پر بنسټ یې پېښې ورانې کړي او د تعین شوي پروګرام له مخی یې تاریخونه لیکلې، په هغو کې یې خپل باداران بې کچې ستایلې او دهغو پر شخصیت یې تر اندازې زیاتې مبالغې کړي.دوی ته د همدې کار په وجه لوړې تنخاوې ورکول شوی.آیا له دوې نه دا هیله کول پرځای ده چې دوی دې د خپلو ممدوحینو په هکله موږ ته سهې او ریښتنې حال لیکلای
په لودېځ کې د ولسواکه حکومتو نه پخوا په ټوله نړۍ کې له پخوانیو زمانو څخه نيولې تر نن پوري تاریخ لیکونکو،واکمنو اوځواکمنو ډلو ته یی په تاریخ کې اساسې او مرکزي ځاي ورکړیدي.لامل یې دادي چې پدې هېوادونوکې ځاني، کورني او خود کامه واکمنۍ وې. زموږ په تاریخي کتابونو کې د واک لرونکو ډلو تاریخ په کې شته خو دعوامو خلکو دا نشته،د مذهبي علماوو دا شته د هغو دمنونکو دا نشته،د ځمکه والو دا شته د بزګرانو دا نشته،د قومندانانو شته،د افرادو دا نشته،د پانګه والو دا شته د مذدورانو دا نشته.
موريخینو په ځان د مینو مغرورو حاکمانو د لښکر کښیو،اتلولیو دځمکو د لاندې کولو دولسونو د یرغمل کولو د شتمنیودغنیمت کولو پېښې تاریخ جوړه ونکې ګڼلې .له الفاظو نه یې د الماسو امیلونه جوړکړي د مستبدو او ظالمو چار واکو نومونه یې پرې رنګارنګ ښکلي کړي.بل لوري ته چې د یادو پېښو دروند پېټې ټولنۍ پرېکړې او په خاموشۍ سره یې اغیزمنه کړی،او تهذیبي بدلون یې په کې راوستی خو تاریخ پوهانو پرې خپلې رڼې سترګې ړندې اچولي او په پوره بې غوري سره یې له پامه غورځولي.
پنجشېري مسعود چې یو نوم ورکی کس وه په هېواد باندې ناببرو تاریخي پېښو دهغه غم لړلې بخت وځلوه او د هغه نا پاکو هیلو او آرمانو پوره کولو ته زمینه برابره کړه.مالي او پوځي امکانات یې په لاس ورکړل وهلو،شړلو،وژنو لوټلو،ړنګولو اوسېزلو د شهرت لوړ معراج ته ورسوه.همژبو،هم لارو، ملاتړو او وارثینو یې ”سردارې سردار نامدارې جهان مسعود عزیز قهرمان“ او په لا زرینو القابو یې پدې وجه ستایي چې مسعود هم په ژوند ینې اوهم پس له مرګه د چا یې د غنیمت په مالو ضمیر وروژلی او د چې یې په سیاسې رشوت.
په تاریخ کې ناببرو پېښو ډېر ستر بدلونونه راوستلي.بریالي قوتونه یې ناکام او ناکام یې بري ته رسولی.او د تاریخ مخ یې په حېرانوونکي بڼه په څټ ګرځولې .مثلاً د پاني پت په دویم جنګ کې نږدې وه چې ”هيمو“ جګړه ګټلې وه چې ناببره یې په سترګه غشی ولګېد . یو دم دجګړې لوري وڅرخيد اکبر بریالي شو.او دمغولو دکاواکه سلطنت د ټينګښت سبب وګرځیده،یا د واټرلو په جګړه کې د ناپليون په نس درد شو او د ناکامې سره مخامخ شو. په افغانستان کې د تېروڅلورولسیزو ناببره پېښو مسعود دسیاست په کرونده کې اسلا میست نهال کړ. د ۱۳۵۷سم کال اسلامې ضد کودتا يې حوادثو په پوځي سیاست کې دفعاله لوبېدولار ورله پرانسته.کال وروسته په هېواد باندي د وخت دشوروي دحکومت د ېرغل په وړاندې دافغا نانو تند ملي مقاومت په خاص ډول دپښتونو لخوا په اشغالګرو باندې مرګونو ګذارونو د کرملین د ماڼې ستنې وجړیقه ولې. د افغانانو په وینو نااټکل شوو حوادثو او کړکېچنو شرایطو سرې امپرا تورۍ ته د ناکامۍ ازانګې واورهولې. شوروي مشران پدې پوه شول چې په مخامخ جګړه کې د ملي لښکرو تاب نلري نو پرې د بري په هیله دمقاومت په دننه کې د لستوڼي د مار په لټه کې شول.هاغه وه چې مسعود یې وموند.د کې جې بې څارګرو په اسلامیست مسعود کې سکتارلستي پېوند ولګوه. په ۱۳۶۲تم کال کې د دواړو خواوو ترمینځ د ډز بندې سند لاسلیک شو.روسانو په پټه دهغه مالې،پوځي او سیاسي ملاتړ کاوه په مطبوعاتوکې یې داتل ګوریلایې قومندان په نامه تبلیغه وه.په بدل کې مسعود د توپک شپیلې داشغالګرو پوځونو له لوري چپه د مقاو مت دجنګياليو خواته وګرځوله. پدې وجه جګړه لس کاله اوږده شوه او افغان ضد میدیاوو پدې موده کې هغه سل برابره غټ غبرګ او ستر رکلام کړ.که چېرې د مقاومت جنګیالیو د کرملن دچارواکو زړونه نه وه په ټکان کړي او یا یې خدای مه کړه د مسعود په شان د خپلواکۍ د پلورمعامله یې له غلیم سره کړی وه.لشکه پرته مسعود به د فلمي نړۍ د جېمز بان په څېر خیالې او هوسي سوپر مان نه وه شوي.
ديرغلګر پوځ په وړاندې چې د ډېره کېو لخوامقاومت تند او پراخېده اشغالګرو له قهر نه دلږه کېو نه ملاتړ ډېره وه. روسانو له ډېره کيو څخه دماتې د غچ آخستوپه خاطر یې په پای کې د مسکو پلوه د پښتون نجیب الله پر حکومت مالې او پوځي مرستی چورلټې بندي کړې د دولت مخالف د لږه کیو داستازي او د مسکو ضد مسعود؟ ته یی هراړ خیزې مرستې پیل کړي.
د روسانو سترګې نه غړېدي او نه غړيږي چې د ګټونکو ډېره کیو حکومت په کابل کې وویني.له ايران او هند سره یې سیاسي،پوځي او اقتصادې اړیکو دا ضمینه ورته برابره کړه چې هغوي هم دمسعود ملاتړ ته رامات کړي.خو دایران اودهند سیاستوال لا ړومبي لږه کيو ته مرسته پیل کړيوه.
هرد پاک ضمیر انسان دې قضاوت وکړي که د مسعود وفاداري روسانو ته د خپلو د ۱۵۰۰۰ د مړو شوو عسکرو د ۳۵۰۰۰ټپي پوځېانو او د سوونومیلیاردو ډالرو د لګښت څخه زیات ارښت نه لره،نو روسانو خپل طرفدار ۱۴کلن حکومت په ۱۳۷۲یم کال کې مسعود ته سپاره؟
د شلمې پېړۍ وروستې لسیزه چې د کرملن د مشرانو لپاره د مالې بحران کلونه وه او د مفلسۍ له وجی یې د سختو شرطونو په منلوسره یې له غربي نړۍ پوراخسته. بیاهم یې څلور کاله په کابل کې او شپږو کاله د خنجان او خواجه بهاوالدین په څمحوکې د مسعود رباني حکومت له مالې او پوځي درکه سپوټ کړ.
مسعود د واکمنۍ او له واک نه دشړل کېدو په ټوله موده کې خپلې ټولې هیلې ځواک ته سپارلې وی.قدرت ته د رسېدو په وخت کې یې نورې کمواکې اولږه کې قوتونه یې هم د ډېره کیو د پوپنا کولو په هیله له ځان سره مل کړيوه.خو حوادثو چې ژر ګیچ او بې سده کړ.په مخدره مواد دمعتاد کس په شان یې پخپلو ملګرو مخه راواړوله او په جګړه کېوت. هم یې پښتنو باندې بمونه اورهول اوهم يې هزاره او ازبکو باندې.د هغه دغضب له وجې دقامنو ترمنځ رقابت،دښمنۍ او کرکه داسې شدت وموند چې په ماشومانو،تورسرو اوسپین ږيرو هم مراعت نه کېده.
د مسعود پیروان خپل پیرد ټول افغانستان ساتونکي نوموي او دټول ملت غمخور یې ګڼي او په همدي اوتو بوتو کرزي ملي اتل نومولې.خو هغه چې د ځینو په ان د ۴کالو او دلاره ویانو په ادعا یې ۱۰کاله د هېواد د دفاع وزیر پاتې شوی.وزیر صیب دپلازمېنې سربېره د پروان،کاپیسا بغلان تالقان،بدخشان او مزارشریف ولایتو ته ځیني وخت ځکه تللې چې په یادو ولایتو کې تاجکان د نورو قامونو په پرتله زیات مېشت دي ترڅو دجګړو لپاره ترې سرباز ګيري وکړي. پدې دوه علتو کې خو به یو حتماً سهی وي.چې د افغانستان ساتونکي ته؟نور ولایتونه پره دي ښکارېدل او که اوسېدونکو د ورتګ اجازه نه ورکوله؟ په غربي نړۍ کې قضاوت عجولانه نه وي.پوليس او محاکم د جانبین شکایات او ادعاوې اوري.ثبوت او مشاهدات راټولوي.قضیه په مدار څېړي بیا پرې فیصله کوي.
په ترافیکي اشارو کې که نصب شوې کامرې په سره اشاره کې د تیر شوی موټرعکس هم اخستي وي،خوموټر چلونکي دعکس د لیدو سربېره پولیسو ته دلائل وایي.ترهغه جریمې ته غاړه نه ږدې چې په محکمه کې قاضي ته بې ځوابه شوی نه وی.خو سیاسي قضیې په کې برعکس دي .پرپېښو له قضاوت دمخه فیصله کیږي. پر امریکې د ۱۱د سپتمبر په پېښه کې مړي لا دخښتو د انبارو لاندې وه.ټپیان لا روغتونو ته نه وه وړل شوي د نړېدلو ودانیو دوړې او دودنه لا پورته کېدل چې ولسمشر بوش پر افغانستان د یرغل فیصله وکړه .د دنیا د اخر سر ناببرې پيښې د ماته خوړلې او وژل شوی مسعود ناکامه اروا یې کامیابه راژوندۍ کړه او دهغه لاره ویان یې دسیاسي ابدي مرګ نه وژغورل .که بوش د خپل د هېواد د استراتیزیکو ګټو په بنیاد یرغل نه وه کړی،او د مسعود وارثینو د افغانستان په اشغال کې ورسره مرسته شوی نه وه.اوس به د کوهې صافي د قومندان مولوي شفیع الله د بګرامیو د قومندان ضابظ ځلمي د زرمت دقومندان مولوي منصور ،دغزنې دقومندانانو قاري بابا اوسیدجګړن ....او د نور ورته قومندانانو په شان به د مسعو د نوم هم جنازې سره یو ځای خښ شوي وه. محمد نقیب تره خیل بلجیم ۱۴-۹-۲۰۱۱