جمیل امرخیل
له کله چې د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ نوی حکومت له نن څخه پوره لس کاله وړاندې جوړ او هېواد نوي سياسي ډګر ته داخل شو، د افغانستان ډیری وګړو ته دا هيله او ارزو پيدا شوه، چې هېواد به د ترقۍ او پرمختګ خواء ته ولاړ شي، د يو رهبر تر رهبرۍ لاندې به ژوند وکړي،
�ادو دورو کې ښاغلي کرزي ډېرې لاسته راوړنې درلودې، ټولو افغانانو يې لاسته راوړنو ته خوشحاله وه او د خپل لس کلن راتلونکي فکر يې کاوه، او هر چا به په خپلو خبرو کې يادونه کوله، که چيرته مو همداء (کرزی) ولسمشر شي انشاءالله په راروان لس تر پنځلسو کلنو کې به مو هېواد ښېرازه او آباد شي، ټولو هغه ناخوالو او بدمرغیو ته به د پای ټکی کېښودلای شو، چې زموږ بې ګناه ولس ورسره د تېرو دېرشو کلونو راهيسې لاس او ګريوان وه، د ټولو هېوادوالو د اميد سترګې خپل ولسمشر ته غړېدلې، مګر په ځيني ادارو کې داسې اشخاصو، ګروپونو، مافيايي کړيو او ډلو ټپلو جرړې وکړې، چې د پخواء نه
افغان ولس ورڅخه کرکه او نفرت کوه، ځيني چارواکي د دولت مهم رازونه افشاء کوي، رسمي اسناد د ادارې څخه د باندې وباسي هغه اسناد د اجرااتو لپاره وي، نه د خلکو خبرولو او د وزارت څخه د باندې ويستلو لپاره مګر دا مافيايي کړئ د خپلو شخصي ګټو د حکومت پټ رازونه افشا کوي او کوښښ کوي، چې په هره لاره وي، خپلې ګټې تر لاسه کړي، که څه هم موږ پرخپل ولسمشر وياړ کوو او د ولسمشر شتون د ځان او ټولو افغانانو لپاره افتخار ګڼو، ځکه چې ولسمشر هغه توقع او اميدونو څخه پورته کارونه وکړل، د کومو چې موږ فکر هم نه کاوه، که له يوې خواء زموږ هېواد په داخلي کړکیچ کې اخته وه، هر سمت او �
�رې برخې خپل ځانته جلاء جلاء مشران لرل، له بلې خواء زموږ ګاونډیانو داسې لاسوهنه په هېواد کې شروع کړه چې د وخت په تېرېدو يې زموږ دتنکي ځوانانو او ماشومانو فکرونه واړول، او دې ته يې امده کړل، چې پرخپل ځانونو ماينونه چسپ کړي او بیا د افغان او نړیوالو ځواکونو پرقطارونو، تمځايونو، واټونو او د ښار په کوڅو او مارکيټونو کې ځانونه والوځوي، د همدې دښمن په آند چې ځان ته وسلوال مخالف وايي، د افغانستان هغه وګړي، چې درويشي يې پر تن وي، کافر دي او د کفارو سره جنګ کول او پر خلاف يې وسله پورته جهاد دی، د همدې يوه ټکي او زموږ د تېر دېرش کلنې جګړې څخه په استفاده، ي�
�دو مخالفينو زموږ زياتره تنکي ځوانان، ماشومان او اوس وړې نجونې دې ته وهڅولې چې د افغان حکومت پرخلاف وجنګېږي، ځانونو پسې ماينونه وتړي او ځانونه والوزوي، مګر هر کله چې د افغان حکومت لخواء رالېږل شوي او تربيه شوي ماشومان نيول کېږي د تحقيقاتو په جریان کې اعتراف کوي، چې موږ ته فلانۍ فلانۍ مدرسه کې د دې تدريس راکړل شوی، چې د پولې هغه غاړه (افغانستان) کې ځانونه والوځوۍ ترڅو مو په جنت کې ناستې هورې چې ستاسو انتظار کوي په نصیب شي ، مګر زموږ رحم دله، باشهامته، پښتون، مسلمان او زړه سواند ولسمشر لخواء په داسې حال کې خوشې کېږي، او دا پيغام ورکول کېږي، چې د م�
�ينونو پرځای قلم په لاس کې واخلي، د ځانوژونکي واسکټ پرځای د کتابونو بکسه په شاه واچوي مکتب ته ولاړ شي، چې د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې وکړي، چې هم مو خپل هېواد د ښې راتلونکي لپاره کار کړی وي او هم يې د اخرت لپاره څه توخه برابره کړې وي، د ولسمشر لخواء ۲۰ تنه هغه تنکي ځوانان خوشي کېدل چې د وطن دښمن لخواء ورته د وطن ورانېدو په خاطر چاودېدونکي توکي ورکړل شوي وه، او ځانوژونکو حملو ته اماده شو وه، آزاد شول، که له يوې خواء ښاغلي حامدکرزي یاد تنکي ځوانان د تعلیم او زده کړو کولو ته وهڅول له بلې خواء يې دوطن دښمن ته د هغه سخت زړي او خپله لطف وروښود.
خو ښاغلی ولسمشر!!! ملت چې له کومو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی غواړم په لاندې څلورو ټکو کې يې ستاسو حضورته وړاندې کړم.
لمړی: د ادارو تر منځ نه همغږي: په مرکز کابل او په ولایاتو کې د ادارو تر منځ د همغږۍ څرک نه لېدل کېږي په ځانکړي ډول د هغه اشخاص او ادارو مسوولينو تر منځ چې ولسمشر پرې ډېر اعتماد کړی او د ولسمشر په حکم صادرولو مقرر شوي، د وزیر څخه نيولي تر معین، والي او د مستقيلو ادارو رئیسانو پورې پخپل منځ کې هېڅ همغږي او کاري ارتباطات نه لري، ځيني يې خپل وختونه تېروي او کوښښ کوي چې نور هم د کاره وباسي ځيني لوړپوړي چارواکي داسې فکر کوي، چې د ولسمشر د دورې اخيرې کلونه دي یوازې وخت تېروي، ځيني نور بیا په ډلو ټپلو جوړولو بوخت دي، د افغانستان د جوړېدو لپاره هڅې کول د هر �
�فغان دنده او مسوليت دی، که هغه د ګوند يا د کومې ډلې په چوکاټ کې وي او که په انفرادي ډول وي، مګر هر کله چې يو شخص ته رسمي دنده سپارل کېږي، باید بيا نور د ډلو ټپلو جوړولو څخه لاس واخلي او یوازې هغه څه ته ملاوتړي چې ولسمشر د خپل خاص لطف او پيرزوينې لخواء ورکړی وي، مګر دا حالت اوس برعکس شوي، ځيني لوړپوړی چارواکی کوښښ کوي، چې د خپل موقف څخه استفاده وکړي، او د خپل ګوند او ډلې لپاره کار وکړي، پرځای د دې چې دوی خپل کاري پلانونه جوړ، عملي کار پرې شروع او وروسته يې تعقيب کړي متاسفانه چې دوی په ډلو ټپلو جوړولو بوخت دی همداء لامل دی چې د ادارو ترمنځ د نه همغږۍ ف�
�اء خوره شوې
دوهم: په قضايي برخه کې: دا چې قضايي ارګانونه د يو هېواد اساسي ارګان څخه شمېرل کېږي، او د ياد ارګان سالمه پرېکړه د هېواد په نافذه قانون رغنده تاثیر لري، ولې متاسفانه چې اوس د همدې ارګان د بې کفایتۍ له وجهې نه په مرکز او نه هم د ولایاتو په محبسونو کې نوم لرونکي او دهشت خپرونکي غله، شوکماران، قاتلين او لوټماران پاتې دي،داسې هم شوي، چې د يو مشهور غل، تروريست او شوکمار په ټس کې يو غریب، بېچاره او مظلوم انسان بندي شوی ټول هغه شواهد او ثبوتونه چې د غل په مقابل کې وي، په بې وزله او بې کسه شخص تپل کېږي او د جابر قاتل او شوکمار پرځای مظلوم انسان بندي کېږي.
دوی خپله ځانونه د مشهورو غلو، قاتلينو، تروريستانو، او شوکمارانو وکيلان انتخابوي، ځکه د هغوی لخواء ورته پيسې ورکول کېږي، او پرمخ کې ټول پراته شواهد له منځه وړي، د څارنوالانو پروړاندې کوم څوک عمل ځکه نه شي کولای ، چې وروسته ورته دوسیه جوړوي، او پدې نوم چې د خپل وظیفې يې ناوړه ګټه اخيستې څارنوالۍ ته کش کوي، سره له دې چې يو څوک باید د لیاقت په وجهه په کوم پوست مقرر شي، مګر متاسفانه چې زموږ زیاتره څارنوالان صاحب د روابطو په واسطه مقررېږي، دا پرځای او حقیقت خبره ده، چې د افغانستان قاضي القضات او لوی څارنوال صاحبان مسلمانه او مخصله شخصیتونه دي، مګر �
�اد ارګان قوي ټيم او کلک حمایت ته اړتيا لري، ترڅو یادو مشکلاتو ته د حل لاره پيداکړلای شي، د یادو تشو ترڅنګ یوه بله تشه چې بايد ګوته ورته ونيول شي، هغه د قاضيانو او څارنوالانو په ولاياتو کې خپلو وظیفو ته پر وخت نه حاضرېدل دي، د ولایاتو قاضيان او څارنوالان زیات وخت په پلازمينه کابل او یا هم په بهر کوم بل ملک یې تېروي، مرکزي حکومت ترې ځکه نه وي خبر، چې په ولایاتو کې پر نورو ادارو برسېره قضایي ارګانونه د مرکز کابل څخه کلک نظارت نه لري، د وزارتونو او لوی رياستونو اړونده ولایتي ادارې تقریباً ټولې د مرکز څخه بې نظارته پاتې شوي دي، خو که چیرته بیا د ولاي�
�ي ادارې رهبري ورڅخه د نشتون د علت پوښتنه کوي، د څارنوالانو او قاضيانو ځواب دا وي، چې دوی مستقل دي، د یاد ارګانونو او نورو ادارو ستونزې په واقعیت کې ولايتي ادارې ته متوجه وي، د دوی همدې کړنو اوعملونو د اعتماد او باور فضاء له منځه وړې او د پرسټیج يې راښکته کړی، او هر کله چې يې چېرته ګټې او لاسته راوړنې نه وي، بیا په يو او بل نوم ځانونه تبديلوي او کوښښ کوي، چې د ياد ځايونو پښې سپکې کړي.
درېیم: امنيتي سکتور برخه: دا چې افغان مجاهد او ځورېدلي اولس تېر دېرش کلن مزل په ډېرو سختو قدمونو لنډ کړی او اوس خپل منزل ته رسېدلي مګر اوس هم د امنتي ارګانونو لخواء په آرامه نه پاتې کېږي، په ټول افغانستان کې د ورځې په اوږدو کې په سلګونه نفر په داسې حال کې نیول کېږي، چې نه شمېرېدونکي ټانګونه او رنجيرې یې د کور شاوخواء تاو شي، یاد عملونه یاد پخواني حزبي او یا اوسني سمتي مخالفتونو باندې ولاړ وي، د نیولو بعد په تلویزنونو کې یې په ډېر جرایت د نوم يادونه کېږي، نقاب شوی مخ او یا يې شا وښودل شي د خبر په جریان کې پسې دوه درې داسې خبرې وکړي، چې لیدونکي فکر کو�
� امنيتي ارګانونه ډېر پیاوړي شوي چې داسې اشخاص يې ونیول، مګر د څو ورځو په تېرېدو سره بیا هغه اشخاص د بند له دروازو وزي او برایت حاصلوي، پوښتنه دلته پیداکېږي، چې که چیرې نیول شويو کسانو ګناه کړې وي، ولې خوشې شول، او که ګناه یې نه وي کړي ولې یې نیولي؟ هر کله چې نیول شوی کس د زندان له پنجرو ووځي، کورنۍ یې په دې خاطر چې بې ګناه کس یې امنيتي ارګانونو بې موجبه له ځانه سره وړی وه، فاصله پیدا کوي، او ورو ورو د مخالفت خواء ته میل کوي، که چیرته دا حالت همداسې روان وي، شايد په راتلونکي څو کلونو کې ډیری هېوادوال د خپل حکومت څخه فاصله پیدا کړي، د دې ټولو خبرو باو
جود د باصلاحیته مشرانو لخواء ورته د ځينو کړنو په مقابل کې د ښه کارکردګۍ کولو په وجه نقدي مرسته، مډال، ستاينلیک او رتبه ورکول هغه څه دي، چې یادې نه منوونکې کړونو ته یې د پروژې بڼه وربخښلې، د همدې بې مسولیته امنیتي ارګانونو د غلطو او شفاهي راپورونو له وجهې چې نړیوالو ځواکونو ته یې ورکوي په سلګونه بې ګناه هېوادوال شهیدان کېږي، په همدومره شمېره ټپيان کېږي او په همدومره شمېره بې کوره او بې سرپرسته کېږي، همداء وجه ده چې ملکي تلفات ورځ تر بلې زیاتېږي.
د امنيتي ارګانونو ترمنځ د همغږﺉ نه شتون هغه لویه تشه ده، چې باید ژرترژره ورته د حل لاره پیدا شي، نه همغږي یوازې د مرکز مشکل نه دی بلکه یادې ستونزې سره ولایات هم لاس او ګریوان دي، د دې ترڅنګ ځيني چارواکي د رسنیو سره پر خپل سر مصاحبې کوي او غواړي چې ځانونو ته کاذب شهرت پیدا کړي، چې له جملې یې د فراه ولایت د څارګرې ادارې مشر یادونه کولای شو چې د یوې رسنۍ سره یې د مصاحبې په ترڅ کې پر ولايتي ادارې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې باید ولايتي رهبري بدله شي، د دې خبرې د اورېدو سره مو سم دختيځوولایاتو د سرحدي پوليسو د قومندان هغه ګواښونه ترسترګو کېږي، چې څو م
یاشتې مخکې یې کول او د مرکزي حکومت څخه د رسمي مکتوب، تلیفون او یا ایمیل پرځای د مطبوعاتو له لارې د استفا د ورکول او ژر ترژره د منظوره ولو غوښتنه کوله، دميدان وردګو والي هغه وخت په ملي پوځ نیوکه وکړه، کله چې په یاد ولايت کې د ملي امنیت او ملي پوليسو څلورکارکوونکي د مخالفينو له لوري ونیول شوه، کله چې د میدان وردګو والي د ملي اردو څخه غوښتنه وکړه، چې بايد ژرترژره دې په یاده سیمه کې عملیات ترسره کړي، مګر د ملي پوځ منسوبینو لخواء ورته منفي ځواب پدې ټکو کې ورکړل شو، چې موږ ته د مرکزڅخه امر نه دی شوی، کله چې د یادو څلورو نفرو مړي ځیايي خلکو وموندل او ولای
ت ته یې انتقال کړ، نو د والي اواز د ميډیا له لارې پورته شوه، همداشان د پکتیا والي د قولي اردو د قومندان سره هېڅ اړیکه نه لري لکه څنګه چې د ميدان وردګو والي سره ملي پوځ همکاري نه کوي همداء حال په پکتيا کې هم دی، چې ملي پوځ له ولايتي ادارې سره مرسته او کومک نه کوي، په ولاياتو کې زیات وخت د یو کار انجام کوونکی خپله پړه پر بل چا اچوي او ځانونه پرې ناخبره کوي.
د دې هر څه ترڅنګ هر امنيتي ارګان خپل ځانته جلاء جلاء مشاورين لري، پرځای د دې چې د مشاورینو څخه سالمه فایده واخلي او کوښښ وکړي چې هدف ته پرې ځانونه ورسوي داسې بې ځايه او بې بنسټه غلط معلومات یادو مشاورینو ته ورکوي، چې د هغوی ذهنونه مشوش کوي، او لویه ستونزه منځ ته راوړي.
څلورم: ملکي سکتور برخه: دا چې د نړۍ نور هېوادونه زموږ د هېوادوالو ، ملکي او نظامي ادارو کارکوونکو سره د نورو ډېرو مرستو ترڅنګ د ښه زده کړو د زمينې برابرلو مرسته کوي، او تدریسي برسونه رالېږي، په ځيني ملکي ادارو کې چې کله کوم بهرني هېواد ته برس راشي، بې له دې چې یو وړ کس ورته وټاکل شي، دا ټاکنه هم سمتي، ژبني، حزبي او نژادي توپیرونو پوړی تړل شوی، د دغو اړیکو دې حد ته د رسېدو لامل کرځيدلی چې اکثره ادارې فلج شوي د ادارو امرین په ځانګړي توګه د ادارو رییسان په يو او بل نوم په میاشتو میاشتو مرکز کې وختونه تېروي او خپل شخصي کارونه مخ ته وړي، همداء وجهه ده، چ
ې زیاتره ولايتي ادارې (ریاستونه) خپله بودیجه پر خپل وخت نه شي انتقالولی او نه يې پر خپل وخت په مصرف رسولی شي، د ټولو خالیګاو شتون زیان ولس ته اړوي، ولس په ولاياتو کې د لویو لویو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی، موږ د خپل مرکزي حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوه، چې په ادارو کې باید سمون راوستل شي، سمون راوستل په کمېسیونونو جوړولو نه بلکه د ولسمشر په قاطع عمل او اوامرو صادرول، د اوامر تعقیبول او د اولې درجې مامور څخه اخيره پورې ټولو ته خپل صلاحیتونه او مسوليتونه سپارل هغه څه دي چې يادو ناخوالو او بدمرغیو ته د پای ټکی کېښودلی شي.
د خپلو لوړپوړچارواکو څخه مو غوښتنه دا ده، چې ټول بايد د ښاغلي ولسمشر لارتعقیب کړو، وزیر، معین، مشاور، د مستقلو ادارو ریسان، واليان او په ټوله کې ټول چارواکي افغانستان ته د سولې او ثبات راوستلو کې خپل رغنده رول ولوبوي، د خپل ولسمشر لاره تعقیب کړي او کوښښ دې وکړي، چې ځانونه په يو او بل نوم نه تېرباسي، افغان مظلوم ولس ته د چل ورکولو پرځای داسې امیدونه او هيلې ورکړل شي، چې د ټولو دردېدلو هېوادوالو زړونه ټکور شي، کړيدلي اولس ته داسې عملي کارونه وشي، چې هم روان او هم راروان نسلونه ترې سالمه فایده واخیستلای شي.
د همدې ورځې په هیله
جمیل امرخیل