لنډه چینایي کیسه
ژباړه عبدالملک پرهیز
په تیرو زمانو کې په چین کې یو ستر واکمن ؤ چې پراخه او ټينګه امپرتوري يې لرله. یو وخت د پاچا پولیسو یو کوچنی غل نیوه او زندان ته يي واچوه. کوچنی غل ډیر وخت په زندان کې پروت ؤ.
یوه ورځ کوچنی غل د پولیسو مشر ته وویل چې غواړي له پاچا سره وویني او یو ډیر ارزښتناک سوغات پاچا ته ورکړي.
کوچنی غل د پاچا مخې ته په ګونډو شو او ويې ویل:« ستره واکمنه زه تاسې ته یو ارزښتناک سوغات لرم! دا یو ډیر مهم سوغات دی.»
نوموړی له خپل جیبه د آلوبالو زړی یا تخم را وایست او پاچا ته يې وړاندې کړ.
پاچا ترې پوښتنه وکړه چې دا خو د آلوبالو زړی دی! ددې ارزښت په څه کې دی چې ته يې ماته ډالۍ کوې؟
کوچنی غل وویل ، هو دا د آلوبالو زړی دی خو دا عادي آلوبالو نه دی او له نورو توپیر لري!
پاچا بیا پوښتنه وکړه څه توپیر لري؟
کوچنی غل وویل، که دغه زړی په ځمکه کې ښخ کړۍ نو له هغې به ونه شنه شي او دا ونه چې کله لویه شي نو آلوبالو به ونیسي!
پاچا وخندل او ویل يې دآلوبالو ټولې ونې آلوبالو نیسي! نو ددې ونې کمال څه دی؟
غل ویل هو! خو ددې ونې میوه عادي میوه نه ده! ددې ونې میوه عادي آلوبالو نه دي د سره زرو آلوبالو دي ! او تاسې به ډېر ژر د نړۍ تر ټولو شتمن واکمن شۍ!
پاچا وویل چې که ستا خبره سمه وي! نو بیا ولې ته دا ماته راکوې! او ولې ته يې پخپله په ځمکه کې نه کرې!؟
کوچنی غل وايې: داځکه چې زه یوغل یم او دا ونه هغه وخت د سره زرو میوه نیسي کله چې دغه زړی د یو صادق او پاک انسان پر لاس په ځمکه کې وکرل شي. نو ما فکر وکړ چې داسې انسان یوازې تاسې یاست نو ولې يې تاسې ته درنه کړم!
پاچا له ځانه سره فکر وکړ، او ور په یاد شوه چې په کوچنیتوب کې يې له خپلې مور څخه کله کله شیریني پټوله. نو کوچني غل ته يې وویل زه هم دومره پاک او صادق نه یم ، نو ښه به وي دا د پولیسو مشر ته ورکړو ځکه هغه د خلکو امنیت نیسي او خلکو ته د آرامه ژوند حالات برابروي او لکه تا غوندې غله زندان ته اچوي.
او د آلوبالو زړی يې د پولیسو مشر ته وړاندې کړ.
خو د پولیسو مشر هم د هغې له اخیستلو ډډه وکړه او ويې ویل: کله چې ما دا کوچنی غل ونیوه نو کرتۍ مې ترې واخيستله او خپل ورور ته مې ور کړه. نو ځکه زه هم ددې زړي د اخیستلو وړتیا نه لرم. هغه وړاندیز وکړ چې دا زړی سترقاصي ته ورکړي ځکه هغه پاک او صادق انسان دی. هغه غله په زندان محکوموي، او عدالت رامنځ ته کوي.
خو ستر قاصي هم د زړي له اخیستلو ډډه وکړه، او ويې ویل: نه دا کار زه هم نه شم کولی ځکه هغه پیسې چې کوچني غله له خلکو غلا کړي ول هغه مې بیرته هغه خلکو ته ور نه کړې چې داپیسې ترې غلا شوي ول ما دا پیسې ځانته و ساتلې نوځکه دا ونه به زما له لاسه هم د سره زرو میوه ونه نیسي!!
نو کوچنی غل په دې وخت کې وویل: اوس څرګنده شوه چې موږ ټول غله یو. نو ولې تاسې ټول آزاد ګرځۍ او زه په زندان کې شپې او ورځې تېروم.
له دې خبرې وروسته پاچا د کوچني غله د خوشې کولو امر کړ او کوچنی غل له زندانه آزاد شو.