دخوست ښاروال بايد دخپلو کړنو سزاء وويني!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
نجیب مندوزی
دخوست ښاروالۍ هغه اداره وه، چې په خوست کې د فساد نمونه ګرځيدلې وه، همېشه به د خوست ښاريانو، هټۍ والو، تجارانو او دکاروبار څښتنانو ښاروال د مسووليت په نه پيژندلو تورونه، او همېشه به يې شکايتونه ځيني کړل. دا چې زه هم د خپل کاروبارو او مصرفيتونو له وجهې مجبوراً څو ځلې دښاروالۍ دروازې ټکولو ته مجبور شوم،
او د ښاروالۍ حالت مې له نږدې ولید، واقعاً درد مې احساس کړ، چې ولې زموږ حکومت دومره په سترګو ړوند دی، چې د ښار په منځ کې د ښاروالۍ درې پوړيزه ودانۍ او په ودانۍ کې دننه ترسره کېدونکي جوړجاړي او په اداري فساد سترګي پټوي، ولې د دې په اړه جدي اقدام نه کوي�
� ولې يې هر څه، خپل سري پراېښي، ولې ولايتي اداره دخوست ښاريانو زړونه له لاسه ورکوي، ولې نه غواړي چې د يو ښايسته ښار څښتنان شو؟ داهغه پوښتنې وې، چې ماسره يې ځواب نه وه، د ښاروالۍ د چارواکو د چلند، راکړو ورکړو په اړه او د لوړپوړچارواکو د نه غبرګون په اړه له ګڼو ملګرو سره وغږېدم، او په هر وار او هره ورځ به مې ترې سرټکوه، مګر زه غلط وم، زما ذهن ته چې کومو پوښتنو لاره کړې وه، هغه هم غلطې وې، او هغه څه مې چې له ملګرو سره شريک کړي وه، هغه هم برعکس شول، ځکه ولايتي ادارې داسې يو قدم واخيست چې د خوست ښاريانو، هټۍ والو، تاجرانو او په ټوله کې خوستوالو د ننګ او مل
اتړ څخه برخمن شو، د خوست ښاروالۍ لوړپوړي چارواکي يې خپلې وظيفې څخه په ناوړه ګټه اخيستنې څارنوالۍ ته معرفي کړ، او کوښښ یې وکړ، چې نور د هغه څه مخه ونيسي، چې د ښاروالۍ په داخل کې روان وه، دا چې د خوست ښاروالۍ مسوولينو د خپلې دندې څومره ناوړه ګټه اخيستې، او بايد څومره سزاء وګوري، دا نو بايد اوس څارنوالۍ په ګوته کړي، مګر زه د خپل ليکنې په جريان کې د ولايتي ادارې او څارنوالۍ څخه هيله کوم، چې بايد په دغه برخه کې دې ډېر جدي او ثابت قدمه وسي، ځکه د خوست ښاروال د خوست ښاريانو سره هغه جفاوې او ظلمونه کړي، چې په طول د تاريخ کې به د خوستمېشتو له زړونو و نه وځي،
خپل سري لوړپوړيزې او د ښاري پلان سره په ټکر کې ودانۍ جوړول، د ښار پاکۍ او نظافت ته توجهه نه کول، د ښاريانو ستونزې نه حل کول، د ښار هرې نقطې ته د ښاري خدمتونه نه ترسره کول، د ښار په داخل او شاوخواء سيمو کې شنې ونې او بوټې د اوبو نه ورکولو له وجهې وچېدل، د قراردادونو پرسر معامله کول، د يوچا حق بل ته ورکول او د ټولو په څنک کې مسولیت نه پيژندل هغه څه وه، چې د خوست ښاريان ترې تر پوزې رسيدلې وه، دا چې دخوست ښاروال د تېرو دوو مياشتو څخه په پلازمېنې کابل کې د دې وېرې له وجهې ديره دی، چې خوست ته په راتګ به يې څارنوالۍ کش کړي، نو دا وجهه ده ، چې په کابل کې د ورځ �
� دوه لکه افغانيو په شاوخواء مصرف کوي، ځينو ملګرو او دوستانو ته يې داسې هم ويلي چې که چيرته له ولسمشر صاحب لخواء زما په اړه کوم حکم هم راشي نو ترخوسته به ونه رسېږي، دا چې يو څوک مياشتنۍ ۴۰۰۰ يا ۵۰۰۰ افغانۍ تنخواه ولري، او د ورځې د یولک څخه تر دوه لکو افغانيو مصرف کوي ،  آیا سړي ته دا پوښتنه نه راولاړېږي، چې دومره پیسې د کومه کېږي؟ سره له دې چې پرښاروال ټول تپل شوي تورونه ښاروال بې بنسټه او بې ځايه بولي.
دلته ماته خپله هم يوه پوښتنه راولاړه شوه، هغه دا، چې ښاروال صاحب له يوې خواء په ده پورې تړل شوي تورونه نه مني له بل لوري دومره مصرف له کومه کوي؟
داچې يو څوک په دومره تورونو تورن وي او بیا هم خلاصې تڼۍ دکابل په ښار کې ګرځي، دخوستمېشتو لپاره د زغم وړنه ده، ځکه چې همدې ښاروال د بې توجهۍ له وجهې داسې ستونزې دخوست ښاراوسېدونکيو ته پاتې شوې، چې ترکلونو کلونو پورې به ورسره لاس او ګريوان وي، اوس چې ښاروال صیب په کابل کې د مختلفو ادارو دړې ټکوي، دوه مياشتې له خپلې دندې او کاري دفتره لرې پاټې شوی وي، او دوستانو ته هم داخبره کوي، چې زه به فساد په فساد ورکوم اوس هم که ښاروال په سزاء نه رسول کېږي، دا به خوست ښاريانو ته نه جبرانېدونکې خبره وي. داچې د خوست ټولو قشرونو د ولايتي ادارې داکار چې ښاروال باید څ
ارنوالۍ ته کش شي، ملاتړ کړی او همېشه به په داسې برخو کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي، له خپلې ولايتي ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوه، چې اوس نو بايد ژرترژره هغه وعده پوره کړي، چې د ښاروال په اړه يې کړې ده.
نجیب مندوزی