مسيح الله (عصام)
دروم سمندرګي په ساحل اباد د ليبياهيوادپلازمينه چې نفوس يې شپږميليونه اوڅلورلکه دى ، چې په پلازمينه کې يې ١٧ لکه خلک اباد دى ، دزمکې لاندي د تيلوبيشميره زيرمي لري او خلکو جي ډي پي ( کلنى امدن ) يې په ٢٠١٠ ع زيږديز کال ١١٣١٤ ډالرؤ اوقومي جي ډي پي يې څلور اويا عشاره دوه سوه دوه ديرش بيليونه ډالروو .
پدي خبره هم ډيره حيرانتيا ده په يو داسې هيواد کې چې عام وګړي يې په ټوليز ډول په خيټه ماره هم دى بغاوت ته چمتوکيږي او په داسې کچه لاريونونه او مظاهري کوي لدي امله ويلې شو يواځي اسوده ژوند او ولګه خلک په بغاوت نه اماده کوي بلکې په خيټه ماړه خلک هم بغاوت ته تياريږې کله چې د هغوي څخه انساني حقونه واخيستل شې .
حيرانونکى د ليبيا هيواد په څير ددغه هيواد سابقه هم حيرانونکى ده د ليبيا د نوم په اوريدو سره داپه خيال کې نه راځې چې دغه هيواد ٨٠٠٠کاله دمخه قبل مسيح ع کې اباد ؤ ، اوسمهال په ياد هيواد کې اوبه يونه موندونکى شيى دى دزمکې لاندې زيرمي راويستلي شي اود هغوي د ورځني ژوند اړتياوي ورباندې پوره کيږې اود شتمندو خلکو لپاره يې تصفيه شوي اوبه د نورو هيوادونوڅخه راوړل کيږې دنوموړى هيواد په سلوکې نوي فيصده برخه د شګوميدانونه دى ، لس زره کاله د مخه په ياد هيواد کې د رڼو اوبو دريابونه بهيدل او ددغه ځاي په شنودښتواو ځنګلونوکې فيلان ، زرافي اود هوسيو سربيره د بيلابيلو حيواناتو څرځايونه ؤ تاريخۍ بادشاهان يې روما ، بازنطيني سلطنت ، عثماني ترکان او بربري قبائلو سره تړاو لري پردوى فرانسويانو ، اطالويانو اود فرنګيانو قبضي هم تيري شويدي دنولسمي پيړۍ په پيل کې دغه هيواد د امريکا متحده ايالاتونو سره هم ډغري وهلي دى .
لنډه داچې ليبيا هيواد يوډير پياوړي تاريخې پس منظر لري چې اوسمهال پکې معمر قضافي دخپلو هيوادوالو سره لاس اوګريوان دى .
لدي سربيره تاريخ موږ ته څه عجيبه نظاري ښکاره کړي د شملي پيړۍ په پاې کې (دنړۍ والو په وينا ) موږ د نړۍ ستر اوسوپرځواک روس په افغانستان کې په خپلو سترګو په ګونډو وليده اود انقلاب دغه څونامي په مشرقي اروپاکې ډيرۍ لوي لوي څيري اونومونه له خپل ځانه سره لاهوکړل د بيلګې په توګه سټالن ، نينو ، چاوش سکي او دداسې ډيرو مجسموپه غاړو کې پيړي واچول شول اودخاورو سره د يوځاي کيدو وروسته په فلکونو او کداليو سره زره زره شول ،
تاريخ يوځل بيا اړخ بدل کړي په عراق کې صدام حسين په دار وځړيد، مصربادشاه حسني مبارک چه په خپل هيواد کې تري فرعون جوړ شوي ؤ اوس په يوه پنجره کې کينول شوي اود قاضيانولخوا دخپل مقدر د پريکړي په انتظاردى .
معمرقذافي چې ډيره وخت په مسلمانانو کې ديواتل په څيرياديده اوپه زرګونو مسلمانانو دهغه په نوم خپلو بچوته قذافي نومونه ايښودي ؤ په هکله اود دده د دوه زامنو محمد قذافي او سيف الاسلام قذافي په هکله ضدو نقيض خبرونه جريان لري .
داسې ګونګوسې هم شته چې کله معمر القضافي دخپو زامنو دنيولو خبرشو نود خبرو وړانديزوکړچې دليبيا ياغيانو (قومي عبوري کونسل ) پدي شرط يې دمنلو اعلان و کړ چې هغه دي دعبوري قومي کونسل ته ځان په غير مشروط ډول اسلحه پرزمکه کيږدي .
په شرق اوسط کې چه کله دبيلابيلو هيوادونو ټغر ورټول شوي ؤ نو خلکو د جمهوريت د راتګ پوخ يقين ؤ مګر ديادو هيوادونو خلک د امريت په منګلو وټرل شو ، د قوميت په نوم دداسې امريت سيلاب راغلي چې په يادو هيوادونو کې د اوسيدونکيو وګړو ټول خوبونه يې له ځانه سره لاهو کړل عراق ، مصر ، يمن او ليبيا په نوو ازاد شوو هيوادونو اوسيدونکيو وګړو باندې امران ځان ته ونکي اتلان مسلط شول صدام حسين ، حافظ الاسد ، معمر قذافي ، انور السادات ، حسني مبارک او داسې نور ، ددې مضمون ليکلو پوري باغيان داسې په طرابلس کې داخل شول چې چا يې سوچ هم نه شوکولي دقذافي پلوه پوځونو د سړک پرغاړه مورچلي جوړي کړي ، چې په همدغه حال کې دليبيا وزيراطلاعات موسى ابراهيم په خپل وروستنۍ خبري ناسته کې ويلې چې ناټو د دوى هيواد بربادول غواړي چې له امله يې هغه د ډز بندى درخواست وکړ چې په وينايې دداسې کولو نه يې موخه داده چې دعامه وګړو د وژلو مخه ونيول شې اود نوموړي وزير په وينا ٦٥ زره روزل شوي پوځيان د قذافي د ساتني په موخه پلازمينه طرابلس کې شتون لري .
تربيا
مسيح الله (عصام)