دمیرویس نیکه په جومات کې دپاک قران ختم تر سره شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/16466
بېګانۍ هغه بختوره شپه وه، چې  د جرمني دبایرن  آیالت  په  پلازمېنه  مونشن  ښارکې  دافغانانو اسلامي مرکز (میرویس نیکه جومات) دمشرتابه  هیئت  په نوښت  دقران عظیم الشان  ختم  ترسره شو .


یاد ختم  د روژې مباره کې میاشتې په لمړۍ ورځ  د ښاغلي قاري اسد سلیم په مټ پیل شوی و.
پرون  ماښام  د روژماتي لپاره  ټولو خویندو او وروڼو ته  خوندورې  غذاوې برابرې شوې وې .
د میرویس نیکه جومات  رهبري  او نور  زړه سوانده  افغانان  ویاړي ، چې دپخوا په  پرتله  زموږ ګډونوال  خورا زیات  شوي  دي  دبېلګې په  ډول  زموږ  د پرونیو ګډونوالو شمېر دخویندو او وروڼو په ګډون سلهاوو ته رسېده  البته  دلا خوښي خبره خو لا داده، چې  اکثریت  زلمیانو او  تنکيو زلمو ځانونه  را رسولي وو .
دزلمیانو او په  تېره بیا دتنکیوزلمو راتګ موږ ته  ددې  ډاډ راکوي ، چې افغانان به  هیڅکله  هم خپل دین، دود او دستور پرې نه  ږدي .

زموږ دبېګاني نه هیرېدونکي ختم جریان په لاندې ډول و:

۱ ــ دښاغلي قاری  هجرت  لخوا  ګډونوالو ته  دپاک قران له مخې وعض وشو په قران عظیم الشان کې دپاک  الله  دایتونو د ترکیب  او یو له  بل سره  د اړیکو همدا راز  دلمانځه او په لمانځه کې  له  پاک رب  سره  دمخامخ کېدو په  اړوندیې  اوږدې  او ګټورې خبرې  وکړې .
۲ ــ ځوان اوبا استعداد ورور ښاغلي  احمد طارق کاکړ د شبقدر (یلــــــــدا) شپې په اړوندله  قران  شریف  څخه یو صورت  په  ډېر خوند سره  په  جرمني ژبه  وژباړه  د یادولو ده، چې  زموږ  د تنکیوزلمو  لپاره په جرمني ژبه  ژباړل خورا په  زړه  پوري او ګټور دي .
۳ ــ دښاغلي اسد سلیم په امامت  د تراویح  لمونځ  ادا شو.
۴ ــ  ښاغلي احمدطارق کاکړدقدرمن  ډاکتر صاحب نثار احمد صمد یاد وکړ، دهغه په  دیانت  اوهیوادپالنې یې خبرې وکړې، د روژې  په  مبارکو ورځو کې یې له  پاک قران څخه  دډاکتر صاحب نثار احمد په زیار د هرې ورځې قراني ډالې ګډونوالو ته وریادې کړې .
له مخکینۍ خبرتیا سره سم  یو ټوک قران عظیم الشان  دهغه لپاره هدیه کړ شوهمداراز د محترم  ډاکتر صاحب  نثاراحمد صمدله  غوښتنې سره سم  ټولوګډونوالوهغه  ته  دعاوې  وکړې الله پاک دې پخپل لوی  دربارکې ورته  قبولې او منظورې وګرزوي .
دعزتمن  ډاکتر صاحب نثار احمد صمد د وړتیا اونېکو چارو په  بدل کې دقران عظیم الشان  له  هدیې څخه  پرته کومه بله  لوړه ډالۍ  په نړۍ کې وجود نه لري موږ ورته دزړه له تله ددې لوړ سوغات  مباره کي وایو.

۵ ــ دقران  عظیم الشان  دختم  په ویاړپه  ټولوګډونوالو خویندو او وروڼو برابر شوي  سوغاتونه  کوم ، چې تاسو په  پورتني انځور  کې وینئ  لکه (نقل اوچاکلیټ)   ووېشل شول .
په اخېر کې ټولو ګډونوالو په  خوشحالي سره  یو اوبل ته  دقران عظیم الشان  دختم مباره کي  ووېله  اوپه خوښي سره خپلو کورونو ته ستانه  شول .
دوه اړینـــــــــــــــــــــــــــــــــــــې یادونې :
۱ ــ کوچنی بختور اخترکه  دسې شنبې په ورځ  راغی اوکه دچهار شنبې په ورځ  دمیرویس نیکه په جومات کې به دنوموړي اختر لمونځ  دسهار په نهو بجو له خیره سره ادأ کړ شي .
۲ ــ دمیرویس نیـــــــکه جومات  اوس نوی مشرتابه  هیئت  لري  د دې  هیئت  مشري  ښاغلی حاجي  صاحب  احمد احمدزی کوي  پخوانی  مشر صدیق الله  فدایي  دیولړستونځو له کبله  اوس  په  دې جومات کې  شتون  نه لري او نه یې کوم مسؤلیت  دجومات  رهبري په غاړه اخیستلای شي .
هیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــله :
موږ دنړۍ په مخ له ټولو اسلام دوستوخویندواو وروڼوڅخه هیله کوو، چې دخپل وس په اندازه دمیرویس نیکه له جومات سره مالي مرسته وکړي ځکه، چې زموږ میاشتني لګښتونه او کرایه موږ ته خورا ګران پرېوزي موږ باوري یو، چې ستاسو زکات او سر سایه به دالله پاک په درکې قبوله او دین په دنیا به ستاسو دسر سیوری وګرزي .
دمیرویس نیکه جومات بانکي شمېره په لاندې ډول ده :
Konto-Nr.: 658 357 867
BLZ: 700 202 70
تیلیفوني شمېرې :
دحاجي صاحب احمد احمدزي شمېره 01747170700
دحاجي صاحب حبیب الله فیضي شمېره 01795001992
پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfinger Strasse 10
80379 - München Ubahn 3
دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سویل کې  موقعیت لري
دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت