نظرآبادعلمي اوکلتوري ټولنې دحسن قرائت سيالۍ ترسره کړې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن.
دننګرهارپه سره رودولسوالۍ کې دنظرآبادعلمي اوکلتوري ټولنې له لوري دروژې مبارکې مياشتې په وياړدقران کريم دحسن قرائت سيالۍ ترسره شوې .
په دې   سياليوکې  چې دجمعې په مبارکه ورځ دماسپښين په دووبجوپيل شوې ،درويشتوهغوقاري صاحبانو برخه لرله چې دشل کلنۍ عمريې نه وبشپړکړى.

غونډه دقاري   کريم الله لخوا دقران کريم دمبارکوايتونوپه تلاوت   پيل شوه وروسته دنظرآبادعلمي اوکلتوري ټولنې مشر الحاج قاضي محمدحسن حقيارراغلومېلمنوته ښه راغلاست وويلې اودحسن قرائت دسياليوپرارزښت او اړتيا يې   خبرې وکړې.
حقيار ددې سياليوپرڅرنګوالي هم خبرې وکړې اودراتلونکي نسل دسالمې روزنې اودقران کريم دلاښه خدمت لپاره يې يوه ښه وسيله وګڼله،  ده وويل چې له دې سيالۍ څخه يې يوه موخه  عظيم الشان قران ته د خلکو او په ځانګړې توګه دځوانانو پام را اړول دي .
وروسته دسياليولړۍ پيل شوه،په دې سياليوکې قاري ولي الله لومړى مقام،قارى ابرارالله دويم مقام اوقارى عبدالله دريم مقام ترلاسه کړ .
دنظرآبادعلمي اوکلتوري ټولنې له لوري دسيالۍ ټولوګډونوالوقاري صاحبانوته ډالۍ ورکړل شوې.
دارازدغو نډې ځينوبرخه والو دلومړي ،دويم اودريم مقام لرونکو او ځينو نورو حافظانو   ته نقدي مکافات هم ورکړل  .
ددې سيالۍ  چې  دمازديګر په پينځوبجوپاى ته ورسېدې    منصفه  پلاوى  قاري  محمدهمايون،قاضي شريف الله، قاري  رفيع الله  او مولوي بسم الله وو.
په سياليوکې دنظراباد  او دشاوخواسيموپه سلګونوقومي سپين ږيرو،ديني عالمانو،قاري صاحبانو اوځوانانوبرخه لرله.
دغونډې وياند عبدالهادي زماني او منتظمين يې    ريحان الله رحيمي او استاد ضياء الرحمان حسرت وو
رفيع الله روشن.