اتمه برخه
محمدحسن حقياردا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
جوبايډن :دمنځنۍپېړۍ اړوندافغانستان ابادولو ته نه يو راغلي:
امريکا په ځانګړې توګه او نړيوال په عامه توګه دافغانستان ابادولو ته هېڅ ژمن ندي په افغانستان کې دبهرنيو وسلوال شتون لس کلن شو خو تراوسه يې دافغانستان دبيارغونې او ابادولو لپاره لس ګامه هم ندي پورته کړي که بهرنيانو دافغانستان رغول او ابادول غوښتل نو دا کافي وخت دى
امريکايان پوهېږي چې اقتصاد بنسټ دى ، که افغانانو ته کار او روزګار وموندل شي ، که دوى پر خپل راتلوتکي ډاډه شي که دنيستۍ له کرښې له ټيت ژوند څخه راووېستل شي . آن که دژوند لومړنۍ اسانتياوې هم ورته برابرې شي نو داکار دناامنۍ په مخنيوي کې مهم رول لري خو هغوى سربېره پردې چې وس يې هم لري او دخپلو موخو لپاره دلته يونيم زرميليونه ډالر هم لګوي خو دافغانستان او افغانانو دژوند او بهبود لپاره هېڅ هم نه کوي او دا لس کاله افغانان تېرباسي .
دافغانستان درغولو لپاره هغه په نشت شمېر بوديجه هم دخپلو موسسو او ادارو له لارې بېرته خپلو بانکونو ته لېږدوي او له سلو شل يې هم دافغانانو جېبونو ته نه ځي .
امريکايان دلته روبنايي او نادوامه کارونه کوي ،دافغانانو په سترګو کې خاورې شيندي اوپه اَصطلاح په اوبو کې لوټه ږدي او پرې تېرېږي .،پي ارټي ګانې يې هغه پروژې چې له پنځو زروډالرو ډېر لګښت لري نه تطبيقوي ، سترې او بنسټيزې پروژې لکه دبرېښنا بندونه ، دکانونو راوېستل ، فابريکې او... چې افغانانو ته کار وموندل شي او هېواد پر پښو ودرېږي نه جوړوي .
بهرنيان افغان حکومت او دکرزي حکومت بيا بهرنيان پر اداري فساد او درغلۍ تورنوي خو يو يې هم نه مني پداسې حال کې کم ترکمه په دې يوه مورد کې دواړه رښتيا وايي .
دامريکا دولسمشر مرستيال جوزيف جوبايډن په زغرده وويل چې دوى د منځنۍ پېړۍ اړوند وروسته پاتې افغانستان دمدني ، دموکراتيزې او رغولو لپاره افغانستان ته نه دي تللي ،بلکې پخپل دښمن پسې تللي دي .
موږ جوبايډن ته وايو چې ستاسو دې اظهاراتو ته اړتيا نشته ، که تاسو له دې واقعيت څخه پرده پورته هم نکړئ افغانان پوهېږي چې دافغانستان درغولو غم له تاسوسره نشته دى ځکه تاسو په عمل کې ثابته کړې ده ( عيان را چه حاجت به بيان )
څو مياشتې وړاندې ددې هېواد کانګرس پدې پلمه افغانستان ته دبوديجې له ورکړې انکار وکړ چې ګويا دلته مالي روڼتيا نشته . خو افغانان پردوى غږ کوي چې پدې کې زموږ تقصير څه دى ، داحکومت که فاسد دى اوکه مفسد تاسو پر افغانانو تپلى او ستاسو په ملاتړ ژوندى دى . ددې پرځاى چې افغانستان ورغورۍ هره ورځ يې نور هم پخپل بمبارد او جګړو ورانوئ..
دارښتيا ده چې په افغانستان کې څو لويې لارې پښې شوې دي خوهغه هم دومره بې کيفيته او سطحي دي چې اکثره يې له رسمي پرانستل کېدو وړاندې بېرته خراب شوي او کندې پکې جوړې دي.
که د طالبانوحکومت تراوسه واى که څه هم له اقتصادي تعزيراتو سره مخ وو خو باور دى چې بيا به يې هم دومره سړکونه پاخه کړي واى.
دبن په لس کاله وړانديني کنفرانس کې دوى دنړيوالو په حضور کې دافغانستان درغولو ژمنه هم کړې وه خو پر خپله ژمنه ونه درېدل نو کله چې ددوى حضورترهډو محدود شي او کومه نړيواله ژمنتيا هم ونلري نوبيابه يې درغولو لپاره څه ګام واخلي ؟
له دې برسېره داسې ناتاييد شوي خبرونه هم شته چې نړيوال ځواکونه په غير فني ا وغير قانوني توګه په پټه دافغانستان کا نونه وباسي ، له هلمندڅخه ديورانيمو دغلا موضوع نسبتاً توده ده .
که دوى دلته حضور ولري نو ناامني ورسره تړلې ده او کله چې دلته ناامني وي نو پانګوال دلته پانګونې ته زړه نه ښه کوي. همدااوس وينو چې له افغانستان څخه دپانګو ا وپانګوالو تېښته روانه ده .نو ددې پرځاى چې ددوى حضور موږ ته له اقتصادي پلوه ګټوروي لا مو هم زيانمنوي .
د ايسا( په افغانستان کې دخصوصي پانګوالۍ ادارې ) په وينا ، په ٢٠٠٦ زېږديز کال په هرات کې درې سوه فابريکې فعالي وې خو اوس يې ايله يو سل او دېرش پاتې دي په دوى کې هم هغه فابريکې چې ٢٤ ساعته فعاليت کوي له لسوډېرې ندي،نورو پانګوالو خپلې پانګې دناامنۍ، دډاډنشتون او نورو لاملونو له مخې بهرته وېستې دي .
په افغانستان کې دامريکا لس کلن حضور وښوده چې امريکا دافغانستان لپاره نعمت نه ، بلکې لعنت او مصيبت ده ، له څو تنو ټوپکسالانو او تکنوکراتانو پرته چې ددوى دشتون له برکته ميلياردران شول نور ملت لاهماغسې وږى او دهيواد نيم وګړي دنيستۍ له کرښې هم ښکته ژوند کوي .