سرلوڅ مرادزی
اطاعت د اولامر ځکه نه کړم
خلیفه د زماني په زړه کافر دی
رحمان بابا
د نظارشورا څو ورځې مخکې د احمدشا مسعود ټولنې په نوم خپل ۱۱۷ ګڼه پریکړه لیک ( حقیقت کې فرمان ) وتوغاوه چې هغه کې ویل کیږي د مسعود لسم تلین ورځ دې د دولت لخوا په ځانګړو او پرتمینو مراسمو سره ولمانځل شي .
دا پریکړه لیک په ښکاره او رسنیو کې کرزي ته د یوه وړاندیځ په بڼه بیانیږي . خوحقیقت کې وړاندیځ نه بلکې پر کرزي باندې صادر شوی فرمان دی چې کرزی يي باید بېله ځنډه د چپنې په ښکته پورته کولو او څو سترګګونو سره د خپلو معاملو په فابریکه کې په فرمان واړوي او افغانانو ته وځلوي چې نظارشورا وړاندیځ کړي او (کرزی ) دی چې غواړي د وروڼو قومونو حقونو او ملي یووالي ته په درناوۍ سره نه یوازې ددوی غوښتنه ومني بلکې هغې ته د دولتي فرمان حیثیت ورکړي!
کرزي خپل فرمان کې لس کسیځه ډلګۍ وټاکله چې پیل يي د ملي دفاع په وزیر ستر جنرال رحیم وردګ او پای يي د ملي راډیو تلویزیون په مشر ښاغلي زرین انځور بشپړیږي . دا ډلګۍ په تېره بیا د ملي دفاع وزیر وردګ به په جګړه کې د ښکېل افغانستان د جګړې سترې او مهمې چارې څنګته کوي خو د احمدشا مسعود د تلین چارې په دده د کارونو په سرکې ځای لري . د ډلګۍ نورو غړو پسې بلا خو زرین انځور به هم د غلو د مشر او ملي درغلګر د تلین د مراسمو په چمتووالي کې انرژي لګوي او د تلین په ورځ به ویرنه کې برخه اخلي او خپلې اوښکې به تویوي !
د کرزي ټیم نور ښاغلي به هم د مسعود پر قبر د ګلانو د ګېډیو په ایښودلو او ویرنیو سره د نظارشورا مشرتابه ته د ملي یووالي مظاهره کوي . دا ټیمونه په دې توګه غواړي افغانانو ته وښۍ کله چې دوی یو د بل په غم ، ښادۍ ، د نیشه توکو قاچاق او سوداګرۍ کې شریک او متحد دي ؛ لاندې په قومونو او افغانانوکې هیڅ ستونځه نشته ، هر څه سم ، خیر خیرت او وطن ګل ګلزار دی او دا ټول د دوی برکت دی .
دا چې ددې مراسمو په تیارۍ او روسته بیا په ننداره کې به يي د بیت المال څونه پیسې لګیږي ، هیڅکله به يي ولس ته رپوټ ورنکړل شي او تل به دا شان لګښتونه له ولس څخه پټ ساتل کیږي .
دا دی نږدې لس کلونه پوره کیږي چې کرزي او جهادي ــ مافیايي ډلګۍ يي د ځنګله د ځناورو پشان د افغانانو په ستونو منګلي ښخې کړي او لکه د ژورو پشان د افغانانو ویني زبیښي ! دې مافیايي ډلګۍ په تېرو لسو کلونو کې ټول هغه فرصتونه چې نړیوالو ، افغانانو ته په لاس ورکړي وو یو په بل پسې له منځه یووړل .
جګړه چې هره ورځ په سلګونو افغانان د نیستۍ ګړنګ ته ټېل وهي لانوي ابعاد نیسي . یوازې وړمه ورځ ۱۲۷ افغانان د جګړې په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول .
په داسې حالاتو کې چې بحران او ناورین د ټولني په ورځني ژوند بدل شوی ، کرزی او مافیايي ډله يي د مسعود تلین په دولتي لمانځلو سره غواړي افغانان نور هم سپک کړي ، افغانان د حق او عدالت په اړه نور هم بې باوره کړي او ويي ډاروي .
جهادي ــ مافیايي ډله غواړي په داسې نندارو سره خپل د جنایتونو پل له افغانانو او نړیوالو ورک کړي !
دلته په دې بحث نه کیږي چې احمدشا مسعود څوک او هیواد او افغان ملت ته يي څه کړی دی !
د مسعود د خیانتونو په شمېر د کتابونو بوجۍ ډکې دي . له افغاني لیکوالو نیولې تر بهرنیو لیکوالو پورې ټول په دې نظر دی چې مسعود افغانستان ته ژمن نه و . نوموړي د یو موټي او خپلواک افغانستان پر ځای د لوی خراسان لپاره چې واک به يي تهران او اوسني افغانستان به يي ختیځه برخه وي ، هلې ځلې او جګړه کوله . مسعود افغانستان د افغانانو لپاره نه غوښت بلکې غوښتل يي افغانان د ایران او تاجیکستان تر جغ لاندې راولي او افغانستان پر ایرانیانو او تاجیکستان وپلوري !
همدارنګه د کرزي دوهم فرمان یا حکم ( ځینو رسنیو فرمان او ځینو بیا حکم ښکلی دی ) هم چې د ولسي جرګې د ناراضو استازو د نیوکو ، سترې محکمې او لويي څارنوالۍ د پریکړو په پایله کې یي له مجبورۍ کړی ، د پټو معاملو له کبله د نظارشورا د موخو د پلیتابه لپاره د تبر لاستی شو .
کرزي پخپل دې پیچلي ، ناڅرګند او ډارن حکم سره لويه څارنوالۍ ، ستره محکمه او د ولسې جرګې ناراضه او برحقه استازي د ټولنې پر وړاندې خندني کړل !
د کابل استیناف محکمې ریس سید رحیم وايي : « هر اورګان باید د خپل وظیفوي واک په چوکاټ کې عمل وکړي . که د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون دی او که د ولسي جرګې اوسني غړي ، نه شي کولای او دا حق هم نه لري چې د قضا پریکړې بابیزه وګني او هغه هغسي تشې خبرې وبولي . »
د محکمې د پریکړې له مخې ۶۲ تنه د ولس استازي باید ولسې جرګې ته تللی وای . خو نظار شورا د ملا معنوي په لاس لومړي ګام کې ۳۰ بیا ۱۷ تنه روسته ۱۲ تنه ، په شپه ۱۰ تنه او په سبايي یوازې ۹ تنه ومنل .
د معنوي په خوله د نظارشورا ددې پریکړې په ځواب کې د کرزي ټیم په دې خوشحاله دي چې خان صاحب ورته ...... ویلي دي : « د کرزی د ویندوی دفتر یوه غړي سیامک هیروی ویلي چې ولسمشر اوباما د کرزی دغه پریکړه یوه باتورانه او له ولسواکۍ څخه ملاتړ کوونکی عمل ګڼل دی »
د کرزي ټیم تر اوسه کومه بله د پاموړ خبره نه ده کړي او ټولو ځانونه د ارګ په څمڅه کې خوندې کړي دی .
ولسمشراوباما او یا د لویدیځ هر بل مشر چې څه وايي ، هغوی يي د خپلو ملي ګټو او په نړیوالو چوکاټونو کې رانغاړي . موږ دلته خپل هیواد کې ملي ګټې لرو . ددې ګټو په زیان په هیواد کې دننه معامله او بیا د ولسمشر اوباما او یا بل ولسمشر او فرعون تر نوم لاندې ددې معاملې تېرول ، افغان ملت سره د یوې جفا او ختا پر ځای بله جفا او ختا ګڼل کیږي .
کرزی او ټیم يي که د نظارشورا له ټيم سره د افغانانو په بدبختۍ او د هیواد په سپکاوۍ کې شریک نه وي نو بیا په صفا ټکو کې ولي افغان ملت ته نه بربنډوي چې نظارشورا او نور جهادي ـ مافیايي کړۍ په یوازې ځان د داسې ختاګانو پړه پر غاړه لري .
د نظارشورا ، کرزي ټیم او له دې دواړ راچاپیر نور جهادي او مافیايي کړۍ ، په ګډه سره د افغانستان د اوسني بحران او ناورین کورني لامل دي . که داسې نه وي د کرزي ټيم ولې ددغو ډاکوانو او خاینینو څخه ځان نه راجلاکوي او د دوی پر ځای د نورو هیوادوالو لمن نه نیسي !
اخځونه :
ــ ځینې بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د اګست ۲۴ مه
سرلوڅ مرادزی